خانم جانه: وعليکم سلام لورې، د حاجي ديدار کور همدغه دے؟

 زرکه: سلام عليکم

خانم جانه: وعليکم سلام لورې، د حاجي ديدار کور همدغه دے؟
زرکه: هو، دغه دے. راځئ دننه راشئ. ولې په دروازه کې ولاړې ياست.
خانم جانه: لورې ډېرې ستړې يو. زه د زوی په مرکه ګرځم. چا راته وويل چې د اوړو د فابريکې والا حاجي ديدار په کور کې ښکلې او تعليميافته انجونې شته او کور يې دلته شاوخوا دے.
زرکه: نه حجاڼۍ بي بي، دا د هغه حاجي ديدار کور نه دے. دلته زما اکا ديدار رکشه والا او د هغه وروڼه اوسيږي. زه يې ورېره يم.
رحمتو بي بي: ښاده شې لورې. دا دومره زيات کوچنيان د کور په غولي کې ځغلي راځغلي. ايا د ټول دې وروڼه او خوېندې دي؟
زرکه: نو، نو، ټول زما ورونه او خوېندې نه دي. هغه درې انجونې په هغه کونج کې چې په لوبتې لوبې کوي، هغه زما درې کشرانې خوېندې دي. هغه نور هلکان او نجونې زما د اکاګانو اولادونه دي.
خانم جانه: ښه، نو زموږ څخه لاره غلطه شوې ده. ما هم فکر وکړ چې دا کوڅه، دا ور او دا کور خو نشي کېدلای. خو رحمتو راته ويل راځه بيا به هم سر ورښکاره کړو.
زرکه: يس، يس
خانم جانه: په يس يس دې نه پوهېږم لورې. ما خو څه انګرېزي نه ده درسره ويلې چې ته راته يس يس وايې.
زرکه: ما په راډيو کې لږ لږ انګلش زده کړې ده. خو بابا مې راته اجازه نه راکوله چې ښوونځي ته ولاړه شم. مور مې ويل ښوونځي ته مه ځه ډېره ښايسته يې.
خانم جانه: ښه لورې، موږ ډېرې ستړې يو. موږ به ولاړې شو چې تاريکه نشي.
زرکه: ولې دننه نه راځئ؟ که راشئ مور به مې ډېره خوشاله شي.
خانم جانه: نه نه، بس ناوخته دی. درځه رحمتو بي بي چې ژر ژر خپله لاره ووهو.
زرکه: مور ته مې څه ووايم؟
خانم جانه: ورته ووايه چې دوې ښځې راغلې وې، لاره يې ورکه کړې وه. ولاړو، د خدای په امان.
زرکه: هر کله راشئ. بيا راشئ. خامخا راشئ، اوکې؟
 
احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د دسمبر ۲۱مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page