پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ډېره بدرنګه زرپري
ډېره بدرنګه زرپري
په څه کې زوړ شوې؟
په څه کې زوړ شوې؟
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
د جهالت سيالي
د جهالت سيالي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
previous arrow
next arrow

Shadow

ولسمشر بايد څنګه وي؟ (دريمه برخه)

د روزګان له يو «مجاهد» بازو څخه مي د هغه د يوې «غزا» لاندينۍ کيسه چي په خورا خوند يې کوله، داسي اورېدلې ده:

« مجاهدينو د ولسوالۍ د نيولو لپاره د زيات وخت راهيسي تياری نيولی ؤ. ماته يې هم وويل چي د حملي په شپه ورسره ملګری سم. ما اورېدلي ول چي د ولسوال يوه ډېره ښايسته لور ده. د ځان سره مي وويل چي که نور نه وي د دغي انجلۍ په خاطر بايد خامخا ورسره په حمله کي برخه واخلم. همدا ؤ چي موږ د شپې په تاريکۍ کي پر ولسوالۍ حمله شروع کړه.

ما او څو نورو غازيانو د ولسوال د کور څنګ ته د سربازانو د پوستې د نيولو وظيفه په غاړه اخيستې وه. کله چي حمله شروع سوه نو سربازانو سخت مقاومت وکړی. د ولسوال د کور څخه هم راباندي فايرونه شروع سول. موږ پوسته پسله څو ساعته جنګ څخه هغه وخت ونيوله کله چي مو يو راکټ او څو دستي بمونه باندي استعمال کړل. يو څو ګرنيټه مو د ولسوال کور ته هم ور ارتاو کړه او د هغه ځای څخه راباندي ډزي بندي سوې. نور ملګري و پوستې ته ورننوتل او زه د ولسوال کور ته ور واوښتم.

د کور د دېوال شاته د ولسوال او د يو بل ځوان مړي پراته ول. زه ژر د کور دننه ورغلم چي د ولسوال هغه لور پيدا کړم چي ما يې د ښايست په هکله ډېر نکلونه اورېدلي ول. خو کله چي د کور دننه ورغلم نو دغه انجلۍ مي په سخت ژوبل حالت کي پيدا کړه. که څه چي د هغې پر مخ يوه لوېشت دوړي پرتې وې خو بيا هم داسي ښايسته وه چي د انسان څخه يې زړه وړی. له بده مرغه چي پر هغې باندي د کوټې ديوال رانړېدلی ؤ. د دغه ديوال لاندي د يوې بلي پاخه عمر ښځي مړی پروت ؤ. فکر کوم چي مور به يې وه. انجلۍ لا ژوندۍ وه خو رسته پښه يې په بيخ کي پرې سوې وه. داسي ويني ورڅخه رواني وې لکه ايرانۍ فوارې. نور نو زه هم پوه سوم چي دا انجلۍ د ژوندۍ پاته کېدو نده. که پاته سوې هم وای نو زما سره د نکاح نه وه. همدا ؤ چي د زړسوي له کبله مي ورباندي يو ټک وکړی او د هغې زګېروی بند سو. 

د کور څخه د راوتلو په حالت کي وم او طبيعت مي هم خورا ګاټه ؤ که ګورم يو عسکر د ديوال څنګ ته ناست دی. هغه کلاشنکوف د پښو په مينځ کي پر کونداغ درولی او د هغه چوښکه يې په دواړو لاسو نيولې ده او سر يې ورباندي ايښی دی. په لړزېدلي آواز سره همدغه يوه خبره تکراروي «من مسلمان هستم، از راه خدا من مسلمان هستم». ما د توپک چُښکه ورته برابره کړه او ورته ومي ويل: ووايه، کلمه ووايه. هغه هم کلمه شروع کړه. ما فکر وکړی چي سړيه که يې کلمه تر پايه ورسوله نو بيا يې نسي وژلای. د دې څخه تر مخه چي هغه کلمه پوره کړي پر دا سر مي وويشتی.»

دا هيڅ څوک نسي ردولای چي افغانانو په خورا مړانه سره د شوروي د يلغرګرو پر ضد غزاوي کړي دي. خو دا هم يو تريخ حقيقت دی چي پدغه وخت کي يو شمېر بازو غوندي کسان هم موجوده ول. 

افغان ولسمشر بايد داسي نه وي چي بازو او د هغه په ډول نورو کسانو ته د جهاد اصلي وارثان ووايي او د افغانستان ټول واک د هغوی په لاسونو کي ور واچوي.

د ليکنو د دغې لړۍ ټول نکلونه رشتيا دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورته مطالب

ولسمشر بايد څنگه وي؟ (لومړۍ برخه)

ولسمشر بايد څنگه وي؟ (دويمه برخه)

که زه د اسلامي امارت مشاور وای...

دوی ويل زړونه به مو وگټو

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل