پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ډېره بدرنګه زرپري
ډېره بدرنګه زرپري
په څه کې زوړ شوې؟
په څه کې زوړ شوې؟
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
د جهالت سيالي
د جهالت سيالي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
previous arrow
next arrow

Shadow

هلکان د مسجد د درس څخه رخصت سول. زياتره يې د مامتې پر لور ولاړل او هلته يې لوبي کولې. چا بيجلي، چا مردکي، چا توپ ډنډه، چا وار ويشتنګی او چا د خورما په دانو د جوغ جوغ لوبه کوله. په دغه وخت کي نعره سوه: «هلئ جنګ دی.»

زه هم د راټولو سوو هلکانو تر پښو ورتېر سوم او ومي ليدل چي د موټروان عبدلرازق استاذ د زوی خانو او د زقوم د زوی ننګو سره حملې دي.

زموږ کور د خانو او ننګو د کورونو تر منځ ؤ. دا چي دوی دواړه تقريبا زما په څېر د څلورو پنځو کالو ول نو مي ورسره زيات وخت لوبي کولې. کله به ورسره شريک وم او کله به مي ورسره کاټي وه. 

د خانو مور د غالبوزي (غومبسې) په نېښ وفات سوې وه. خلکو ويل چي حساسيت يې درلود. د ننګو پلار زقوم بیا د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوی ؤ او هغه اوس د نيکه او انا سره اوسېدی. په دې توګه يو د مور لخوا او بل د پلار لخوا يتيم ؤ.

د خانو مخ ټول د ننګو د تېره نوکانو په موګاچو تک سور سوی او څو ځايه په وينو سوی ؤ. خو خانو بيا هم ننګو تر ورېښتانو ټينګ نيولی ؤ. راټولو سوو هلکانو ته البته د دغو دوو يتيمانو جنګ یوه ننداره وه او پر هغوی به يې د تشويق نعرې وهلې چي «ويې واهه، راچپه يې کړه، مه يې پرېږده...». خو دا چي خانو او ننګو لا ډېر کوچنيان ول نو دواړه ډېر ژر ستومانه سول او حرکات يې هم سُست سول.

راټولو سوو نسبتا لويو هلکانو ته د جنګ دغه سُستوالی د زياتي دلچسپۍ وړ نه ؤ او غوښتل يې چي جنګ ورته بېرته دلچسپه سي. ښايي همدا وجه وه چي د راټولو سوو هلکانو څخه يو چا نعره کړه: « پرتوګ ورڅخه کش کړه.»

اوس چي د افغانستان وضعې ته ګورم نو د ننګو او خانو د هغه ورځي جنګ مي را په ياد سي. فرق يې صرف دا دی چي خانو او ننګو په خپلو پنځو کالو عمر بيا هم دومره حيا او عقل  درلود چي د بهر څخه د « پرتوګ ورڅخه کش کړه» د نعرې وروسته يې خپل جنګ ودراوه.

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه