پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابحد نظامونو پرتلنه
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د باړه ګلۍ د ليکدود غيرحاضري او ورڅخه زدکړه
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د افغاني اسنادو د ژباړې رسمي جواز مې واخيست
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
د نړۍ ناديده خو شوقي واکمنان
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
د ميوند د حماسې ۱۴۴مه کليزه؛ درک او زدکړه
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
افغانان خپل فلمي صنعت ته سخته اړتيا لري
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
په زرونو عالمان ستاسو خادمان کېدلای شي
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ملا روبوټ اخوند (افسانوي پيغام)
ډېره بدرنګه زرپري
ډېره بدرنګه زرپري
په څه کې زوړ شوې؟
په څه کې زوړ شوې؟
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
په پښتو ام اې امتحانونو کې اور نمره شوم، الحمدلله
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
پښتو څنګه ليکدود ته اړتيا لري؟
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
زه نه پوهېدلم، هغه صحيح ويل...
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
زيات کالونه وروسته...(لنډ نکل)
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
تر ټولو خوندور کار کوم دے؟
د جهالت سيالي
د جهالت سيالي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
څه بايد وشي چې پښتانهٔ د نړۍ سيالان شي؟
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
ايا پښتو بايد الفبا ولري؟
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د هند ټاکنې: هر هغه څه چې بايد په پوه شئ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
د مشر او رهبر انتخاب او ملاتړ
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
بهترين چانس؛ د خبرو سيالي او مقابله
previous arrow
next arrow

Shadow
source and copy right of this image: creativepro.com
source and copy right of this image: creativepro.com

دغه او د ماشومانو له پاره په لسهاؤ نور منثور او منظوم نکلونه پر کوچنی ټکی کامwww.kochnai.com هم لوستلای سئ

چي وه یوه کوچنۍ انجلۍ وه. د هغې نوم زهرا ؤ. زهرا ډېره ښه انجلۍ وه او بالکل يې د خپل مور او پلار په خوله کوله. له همدې وجي پر خپل مور او پلار بيخي ډېره ګرانه وه. په زياته بيا د خپل پلار د زړه سر وه. پلار به يې هميشه کوښښ کاوه چي د زهرا هر خواهش ور پوره کړي، ولي چي زهرا يوه ډېره ښه او مهربانه کوچنۍ انجلۍ وه.

يوه ورځ زهرا خپل پلار ته وويل:«پلار جانه، زما زړه غواړي چي يو آس ولرم. ماته يو آس را رانيسه.»

پلار يې وويل: «زهرا جاني، آس خو يو ډېر لوی حيوان دی او ډېر ځای غواړي. زموږ کور خو ډېر کوچنی دی. د آس له پاره زموږ په کوچني کور کي ځای نسته.»

زهرا وويل:«د کور دباندي به ځای ورته جوړ کړو.»

پلار يې وويل: «آس خو ډېر کار غواړي. بايد لږ تر لږه يو کس ټوله ورځ د هغه په خدمت کي ولاړ وي. بايد ورته بوسه يا هغه خوراک چي آس يې خوري ورته راوړي. د آس د درېدو ځای پاک کړي. آس بورس کړي او داسي نور ډېر کارونه...»

زهرا وويل: «ته آس رارانيسه. زه به يې ټول کارونه پخپله ورکوم.»

پلار يې ويل: «وۍ زما ګراني خوږې لوري، ته خو ډېره کوچنۍ يې. زه نه غواړم چي زما لور ډېره ستړې سي. خو خير پر دې به فکر وکړو چي د آس پر ځای بل کوم شی رانيسو. داسي يو شی چي ډېر لوی نه وي، پرېولل يې آسانه وي، ستا ساعت ورسره تېر وي، لږ ځای وغواړي او ستا ګران ملګری وي.»

په دا سبا ورځ چي کله د زهرا پلار له کار څخه راغلی، نو زهرا سلام ور واچاوه. پلار يې سلام وعلی کړ او بيا يې زهرا ته يو کوچنی کارتن ورکړ.

زهرا ويل .«بابا جانه دا څه شی دی؟»

پلار يې وويل: «خلاص يې کړه. ستا له پاره مي راوړی دی.»

زهرا هم د کارتن څخه سلوشن ټېپ ليري کړ او هغه يې خلاص کړ. که ګوري نو په کارتن کي يو د نه منلو وړ ښايسته د ټوکر او وړيو څخه جوړ سوی پوست موست آس پروت ؤ. دا بالکل هغسي ښايسته آس ؤ لکه زهرا چي يې فکر کاوه چي بايد يو وخت يې ولري. دغه آس کوچنی خو ډېر ښايسته ؤ. زهرا د خپل پلار څخه مننه وکړه او خپلي مور ته يې دا زيری ورکړ، چي ورته پلار داسي ښايسته آس راوړی دی.

زهرا د خپلي مور سره د خپل نوي آس به باره کي خبري کولې چي د زهرا انا کور ته راننوتله. زهرا ور ورځغستل چي خپلي انا ته د خپل آس په باره کي زيری ورکړي. خو که ګوري د انا سره يې يوه ټوکرۍ ده چي ورباندي يو ټوکر غوړېدلی دی.

انا يې وويل: «زهرا جاني، زموږ کور ته نن يو کوچنی مېلمه راغلی ؤ. ما ويل چي دغه نانی او خوږ مېلمه بايد خپلي خوږې لمسۍ ته ورکړم چي د ځان سره يې وساتي. واخله ټوکر ورڅخه ليري کړه چي ويې وينې.»

زهرا چي د ټوکرۍ څخه ټوکر ليري کړ، نو يو داسي ښايسته شی يې وليدی چي آس ورڅخه هير سو. په ټوکرۍ کي يو کوچنی نانی مُنانی د پيشي چنګوټی پروت ؤ او ارږمۍ يې کښله لکه تازه چي له خوبه چي راويښ سوی وي. چنګوټي په ښايسته سترګو زهرا ته وکتل او ورته ويې ويل: مياؤ 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۳۰مه نېټه، بون 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
پشتکۍ پستکۍ پنډکۍ ـ د ماشومانو نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل