دغه او ګڼ شمېر نور د ماشومانو له پاره منظوم او منثور نکلونه پر www.kochnai.com باندي موندلای سئ
يوه کاغۍ وه تکه توره
وه په جسد کي هم کمزوره
خوښ يې هيڅ نه ؤ خپل تور ځان
بهتر بلل يې نور مرغان
ويل چي څنګه به ښايسته وای
بڼکي زما هم که رنګه وای
همدا ؤ راغله و يو ځای ته
د باراني ځنګل و پای ته
بڼکي دلته يې پيدا کړې
له وچو پاڼو يٍې جلا کړې
په سل رنګو باندي رنګيني
داسي بڼکي نازنيني
چي غورځوي يې طاوسان
کاغۍ سينګار کړ باندي ځان
بيا نو روانه سوه ځنګل ته
نوو نخرو او ځان ښودل ته
کاغۍ کږه وږه کېدله
په خپل ځان ډېره نازېدله
فکر يې وکړ چي ملکه ده
دا په رشتيا سره ښايسته ده
خو باندي راغلل طاوسان
ډير په غوسه ول دا مرغان
بيا پر کاغۍ پېل سول بريدونه
لکۍ شکول چا يې وزرونه
کاغی ډېر وکړل فريادونه
خو پر روان ول ګوزارونه
د کاغۍ وچه چي سوه ناړه
د طاوسانو ډله ولاړه
کله چي کښېنسته لوخړه
کاغۍ وه پاته لوڅ لپړه
هر څه بڼکي که ښايستې وي
چي وي پردۍ نو بې فايدې وي
منصوب هيڅکله ځان ته نه کړې
پردي اوصاف ښکلا به څه کړې
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۲مه نېټه، بون
يادونه: د دغه نظم له پاره مي الهام د انتيک يوناني ليکوال Gaius Iulius Phaedrus له نکل څخه اخيستی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل