دغه او ورته نور ګڼ شمېر د ماشومانو منثور او منظوم نکلونه پر کوچنی ټکی کام www.kochnai.com هم لوستلای سئ.
د پخوانو وختو کيسه ده
درته راوړې مي خوږه ده
په ليري پروت رنګين هيواد کي
د ښايستو په کلي ښاد کي
ؤ حکومت د عادلانو
د مهربانو عاقلانو
هغوی دېوال ؤ ګرځولی
محکم او هسک يې ؤ تړلی
دغه ديوال نه ؤ کلا وه
پکښي دننه څه ښکلا وه
دلته غنيان چي ول سخيان ول
هم غريبان يې غيرتيان ول
ټوله خواږه سره شکر ول
د ژوند کښتۍ کي همسفر ول
بس سر و کال به خوند پر خوند ؤ
دلته هرڅوک راضي له ژوند ؤ
خو يوه ورځ راغلی ښامار لوی
ويل پر زړه لرم زه بار لوی
يو بل ښامار راځي د شپې
ستاسو و ښار ته لنډي پښې
غواړي چي وخوري تاسو ټول
سپک که درانه ياست په يو تول
ماته که راکړئ تاسو ځای نن
خطر به ومومي هم پای نن
خو بېله دې چي اجازه وي
د بحث وروسته فيصله وي
يو څو کم عقلو سادګانو
له همت خلاصو ډارنانو
د ښار لوی ور کړ ورته خلاص ژر
ښامار يې پرېښود په اخلاص ژر
په دا سهار د سهارونو
ښار کي غوغا وه د ږغونو
خلکو ژړل چي دي خوړلي
زموږ مشران بلا داړلي
اوس بله شپه ده راروانه
موږ نن بيريږو پر خپل ځانه
همدا ؤ څو کسه جرګه سول
مېلمه ښامار ته مرکه سول
ويل موږ خلاص له دې بلا کړه
ژوند راته زموږ بېرته هوسا کړه
ښامار ويل داسي دوا
زه به يې کړم درته عطا
بيره به کړي له زړونو پاکه
چي زورور سئ او بېباکه
ورکول دوی ته يې عسل
ول تر ګبينو لا اصل
چرچه خپره وه کور پر کور
ښاريانو نور غوښتل او نور
ښامار ويل زما څو هګۍ دي
چي دغه ښار لره ښادۍ دي
کله چي ووزي ترې چيچيان زما
بيا به نو ووينئ بچيان زما
هغوی به زما سره وي مل
ستاسو دفاع به کوي تل
په شپه دا بله بيا غوغا وه
په ښار کي جوړه واويلا وه
د چا زوی ورک د چا پلار ورک ؤ
څوک ډارېدلی او هک پک ؤ
شپه چي سوه تېره بیا سهار سو
نو مور ښامار بيا په ګفتار سو
اوه هګۍ زما دي چادولي
اوه چيچي ترې راوتلي
صبر يوه څه لا تاسو وکړئ
يو څه خدمت يې تاسو وکړئ
چي زما بچي ژر بالغان سي
د هيلو زڼو ته باغان سي
د دې بچو سره لا زور سو
د شپي خوراک چي ؤ لا نور سو
په دغه ښار کي نابغه ؤ
شپه ورځ هغه په سجده ؤ
هغه هيڅ خوب نه کوی کله
نه يې هم څنګ لګوی کله
هغه و خلکو ته ګويان سو
په ساندو ساندو په ګريان سو
ويل اې خلکو ځان خبر کړئ
خوبونه پرېږدی ټينګ ټټر کړئ
بلا چي ده نن راته لنګه
ځکه چي خوري موږ له پالنګه
د ويښ انسان څخه بيريږي
صرف په بيده انسان مړيږي
د ښاماري بيخه وتلي
عرقونه تاسو چي څټلي
عرق ړندوي دا ټول عقلونه
وژني وژدان او ضميرونه
راځئ چي پرېږدو نور خوبونه
راڅخه زده کړئ نن پندونه
خو خلکو بوتلی و ښامار ته
دغه سړی و پای د ښار ته
ويل موږ شک لرو چي دا دی
دغه سړی دوست د بلا دی
ښامار ويل تاسو يې مړ کړئ
دی نه بيديږي ژر يې پړ کړئ
همداسي وکړه دا ښاريانو
عابد يې مړ کړ په سوټيانو
ښامار خبر کړل بيا ښاريان
په دې خبر يې کړل اريان
کومي چي دي زما بچياني
لس لس راوړي يې هګياني
هره هګۍ به يو ښامار سي
اويا ساتونکي به د ښار سي
داسي يو کلی داسي ښار
ځان چي ساتي په لوی ښامار
بيا د غفلت په خوب بيده وي
ټوله يو بل ته سره غله وي
غافل يو قوم به تل کړيږي
نه به دی مري نه به رغيږي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۷مه نېټه، بون
اصلاح سوې بڼه:
په پخواني وختو کي ليري پروت يو ښار ؤ
یوه کلا وه، یو قانون ؤ، یو بازار ؤ
پر دغه ښار ول را چاپیر جګ دیوالونه
وګړي يې داسي اوسېدل لکه وي وروڼه
ښه امنیت ؤ ،خوشحالي وه ښکلی ژوند ؤ
ښه مساوات ښه عدالت هر شی د خوند ؤ
پر څلور کونجو يې څلور لوی دروازې وې
خپرې د ښار د دروازو لوی آوازې وې
ورته دېره به عسکران او اردليان ول
دې دروازو ته به پيره هوښيار ځوانان ول
تګ او راتګ به بې پوښتنې کېدای نه سوای
هيڅ نابلده به دا ښار ليدلای نه سوای
که مېلمانه که سوداګر ښار ته راتلل
کوټوال ښاروال به سمدلاسه ثبتول
د ښار دباندي پر واقع غرونو دېره ؤ
يو لوی ښامار د دغه ښار په ننداره ؤ
ده دسيسه به تل له غرضه سنجوله
د ښار وحدت به يې همېش مخه نيوله
يوه ورځ راغلی دا ښامار ول داخلېږم
ګرانو ښاريانو ګاونډی ستاسو ږغېږم
یو څو کسانو ناخبره کمعقلانو
ښامار راپرېښود بې پوښتنې بې عقلانو
چي د ښاريانو سره جوړه يې جرګه سوه
د ښامار هله پخوانۍ هيله پوره سوه
ښامار ويل ګورئ عزيزو زما دوستانو
زما ګاونډي او زما وجود ياست زما خپلوانو
يو بل ښامار لنډي يې پښې اوږده غوږونه
غواړي چي ړنګ کړي د دې ښار هسک دېوالونه
بيا غواړي جوړه پر دې ښار لو کربلا کړي
نر وي که ښځه ټول وګړي يې تباه کړي
غواړم کومک سم درته زه ويښ پيره دار سم
ستاسو ژوندون ته زه ساتونکی ذمه وار سم
ځايګوټی راکړئ زه به هم دلته اوسېږم
د دې جنجال په حل تر هر چا ښه پوهېږم
څو سادګانو پر امين کړه خوشالي سوه
همدا ؤ جوړه د ښامار سره دوستي سوه
ورځي يو څو چي کراري وه امنيت ؤ
روان هر چيري د ښامار د زور صفت ؤ
خو يو سهار د ښار دننه چيکچيکه سوه
د څو ښاريانو د مرګوټي اوازه سوه
په دغه ښار کي يو زاهد هميش بيدار ؤ
تل به مصروف په عبادت د کردګار ؤ
ويل اې خلکو وينم زه چي څه به کيږي
ستاسو د قتل سلسله به لا اوږديږي
ځکه چي تاسو مېلمه کړی يو ښامار دی
ستاسو قاتل دی په لسټوڼی کي مو مار دی
خو خلکو هيڅ غوږ نه نيوی و دې ناصح ته
د دغه ښار دغه زاهد سړي صالح ته
هلته به شپه په شپه نور خلک ورکېدل
ځوان او سپينږري به د مرګ مېلمه کېدل
همدا ؤ خلک بيا جرګه سول و ښامار ته
مرګی راځي ويل هره شپه زموږ و ښار ته
ښامار ویل زما دوستانو عزیزانو
ستونزي مو وينم کړېدلو اې ښاريانو
يوازي زه، د بل ښامار زيات دي ملګري
حوصله وکړئ ما هګۍ دي اچولي
چي زما بچي راته رالوی قوي ځوانان سي
ستاسو دا ښار به بېرته جوړ يو ګلستان سي
زاهد د ښار بيا و ښاريانو ته ګويان سو
په ساندو ساندو خپلو خلکو ته ګريان سو
ويل په کور کي چي بلا ده راته لنګه
ځکه چي خوري موږ يو په يو زموږ له پالنګه
صرف د بيده انسان په غوښه دا مړيږي
دغه بلا د ويښ انسان څخه بيريږي
د خدای له پاره ځان اوس پوه ځان ښه خبر کړئ
خوبونه پرېږدئ نور نو تاسو ټينګ ټټر کړئ
خو د ښامار په شيطانت باندي يې پړ کړ
په ډېر وهلو سادګانو زاهد مړ کړ
کله چي لوی سول د ښامار بچي ځوانان سول
د ښار و خلکو ته دوی نوي قاتلان سول
ټول وخت ښاريان به ول بيده په خوب غفلت
ؤ ښامارانو ته د ښکار دا لوی فرصت
چي قافلې کور ته رابولي د پرديو
بيا په غفلت سره بيده وي پر ناليو
هر هغه قوم ته رنځ او مرګ او بربادي وي
چي له ښامار څخه يې تمه د دوستي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د سپي او بيزو پاچهي ـ منظوم نکل
موږک پهلوان ـ د ماشومانو منظوم نکل
حلال چينايي ـ منظوم نکل
له بلي نړۍ ـ منظوم نکل
د پردېس سلاته ـ منظوم نکل
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل