چي ؤ يو نه ؤ مسلمان ؤ
دی کاريګر د ريستوران ؤ
هندو همکار يې کاريګر ؤ
پر خپل دين ټينګ عبادتګر ؤ
دواړو کول سره کارونه
د کار په وخت کي مجلسونه
مسلمان تل ويل هندو ته
دې مذهبي ډوله سادو (۱) ته
ويل راځه ته مسلمان سه
په ښکلي دين ښکلی انسان سه
هندو ويل څښتن بګوان دی
دی زما هر رنځ لره درمان دی
خو مسلمان هيڅ نه منله
قراري هیڅ يې نه کوله
هندو ويل زما بُت بګوان دی
پکښي کي شک راته تاوان دی
دا زموږ د کار له ځايه ګوره
که ځان راواچوم په زوره
له دې سلم منزل که ټوپ کړم
له لاندي بېرته به راټوپ کړم
زَما ايمان دومره قوي دی
زَما بګوان دومره سخي دی
مخ يې کوږ وږ کړ په حيرت
مسلمان راغلی پر غيرت
پورته يې ږغ د «يا خدا» کړ
له سلم پوړ يې ځان خطا کړ
ويل اې خدایه ما وساته
روان چي يم و کوزي خوا ته
پوړ پنځوسم ته چي نژدې سو
لږ دی په شک لږ په شبهې سو
په کښته ږغ بيا په بيان سو
په پس پسي داسي ګويان سو
«ته هم نظر کوه جانانه
راباندي پام کوه بګوانه»
دا چي کيسه وه افسانه وه
له عبرت ډکه خزانه وه
ټوکه يې مه بوله جدي وه
دا کنايه بيخي سهي وه
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۱۱مه نېټه، بون
(۱) د هندوانو دروېش يا ملنګ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل
مچمچۍ او زمری ـ منظوم نکل
خواږه شيان ـ د ماشومانو منظوم نکل
خر او پاچهي ـ منظوم نکل
د ښامار هګۍ ـ منظوم نکل
د سپي او بيزو پاچهي ـ منظوم نکل
موږک پهلوان ـ د ماشومانو منظوم نکل
حلال چينايي ـ منظوم نکل
له بلي نړۍ ـ منظوم نکل
د پردېس سلاته ـ منظوم نکل
سوالګر او سخي ـ منظوم نکل
ژوند او هنر ـ منظوم نکل
منطق او تعليم ـ منظوم نکل
دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل