د پېښور پښتو اکاډمۍ، د کابل د علومو اکاډمۍ او د کوټې د پښتو اکاډمۍ درنو مسؤلينو ته
بسم الله الرحمن الرحيم
د پېښور پښتو اکاډمۍ، د کابل د علومو اکاډمۍ او د کوټې د پښتو اکاډمۍ درنو مسؤلينو
سلام عليکم و رحمة الله و برکاته
د پښتنو ځوانانو، پيغلو او راتلونکو نسلونو د ژوند څرنګوالی تر زياتې اندازې په دې پورې مربوط دی چې موږ د ډيجيټلايزېشن د اوسني پېر د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره کوم فکر، درک او د عمل پلانونه لرو.
لکه څنګه چې د بخار د ماشين اختراع په نړۍ کې صنعتي انقلاب ته لاره هواره کړه او د انسان د دوو مټو قوت يې د سلونو زرو، مليونونو او ملياردونو سره ضرب کړ، همداسې به په لوی او اغلب احتمال مصنوعي ځيرکتيا پر نړۍ او د انسانانو پر ژوند تر هغه لوی اثرات ولري چې نن يې اټکل کيدلای شي. اوس لا دا يو حقيقت دی چې يو نا ليک لوستی بزګر کولای شي چې په ناروغي اخته د خپل فصل انځور په موبايل واخلي او له مصنوعي ځيرکتيا څخه مرسته وغواړي. مصنوعي ځيرکتيا ورته د دغه اخيستل شوي انځور په مرسته نه يوازې د فصل ناروغي تشخيصوي بلکه ورته د درملنې او حل لارې چارې ښيي. دغه بزګر د خپلو خلکو د غذايي امنيت په تامين کې لوی رول لوبوي. دا له زياتو تر مخه لا فعالو او شته آسانتياوو څخه يوه وړه بېګله ده.
مصنوعي ځيرکتيا او نوې ټيکنالوژي به د انسان د ذهن او دماغ وړتيا د يو داسې لوی عدد سره ضرب کړي، لکه څنګه چې ماشينونو د انسان د مټو قوت ورزيات کړی دی. د دې لپاره چې پښتانه وکولای شي چې په دغه روان او په راتلونکي پېر او عصر کې له تخنيکي آسانتياوو څخه برخمن شي، نو بايد چې پښتو ژبه په اړينه چټکۍ او وړ توګه د نوي ټيکنالوژۍ برخه وګرځي. معنی دا چې پښتانه مجبوره نشي چې د نوي ټيکنالوژۍ څخه د کار اخيستلو لپاره نورې ژبې زده کړي. د پښتني ليرې پرتو سيمو بزګر هم بايد وکولای شي چې بېله دې چې انګرېزي يا بله ژبه يې زده وي، يا يې ليک او لوست زده وي صرف د ږغ او وينا په مرسته د مصنوعي ځيرکتيا سره تماس ونيسي او له معلوماتو يې مستفيد شي. که په ليرې پرتو سيمو کې کوم زوړ بابا يا ابۍ يوازې وي او ورته طبي بېړنی حالت پيښيږي، نو هغه هم بايد وکولای شي چې له مصنوعي ځيرکتيا څخه په خپله مورنۍ ژبه د تشخيص او درملنې يا لومړي طبي مراقبت په هکله معلومات واخيستلای شي، تر څو چې ورته نوره مرسته رسيږي يا دوی ځان ډاکټر يا روغتون ته رسوي.
پښتو الحمدلله تر مخه لا و نوې ټيکنالوژۍ ته لاره موندلې ده او که پښتانه او د پښتو سره مربوطې ادارې پر وخت خپل مسؤليتونه ادا کړي، نو چانسونه شته چې پښتو په دغه کاروان کې شاته پاته نشي. که پښتو په دغه کاروان کې مل پاته شي نو ورسره به پښتانه هغو معلوماتو، پوهې او په دې توګه ممکنه اقتصادي او نورو ګټو ته لاسرسی پيدا کړي چې په تيرو سلونو او زرونو کالونو کې يې بېلګه نشته.
د دې لپاره چې پښتانه له يادو چانسونو څخه پر وخت ګټه واخيستلای شي، بايد پښتانه او د پښتو ژبې سره مربوطې ادارې لاندني بنيادي کارونه وکړي:
ـ د پښتو ژبې لپاره پر يو داسي معياري ليکدود تفاهم ته رسېدل چې د نوې ټيکنالوژۍ د اړتياوو او غوښتنو سره په همږغۍ کې او د لر او بر تر منځ مشترک او قابل عمل وي
ـ د پښتو ژبې شته او ژوندۍ پانګه راغونډول او د کمپيوټري ژبپوهنې د نړيوالو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې تنظيم کول
ـ د پښتو ژبې د ټولو لهجو پانګه خوندي او ثبتول
ـ د پښتو ژبې د شته خطي نسخو، کتابونو، مجلو او نورو متونو ډيجيټل کول
ـ د طبعي ژبو د کمپيوټري پروسس لپاره د پښتو ژبې داسې اړينه ډېټا راغونډول چې په مرسته يې د چاپ شوي يا په لاس ليکل شوي متن د انځور څخه ډيجيټل او د ايډيټ وړ متن جوړولو (OCR) پروګرامونه، د ژباړې پروګرامونه، له وينا څخه متن ته او له متن څخه وينا ته د موادو اړوونکي پروګرامونه په وروزل شي.
ياد ډيجيټل شوي مواد يا ډېټا بايد چې اوپن سورس يعني هر چا ته هر وخت په وړيا توګه د لاسرسي وړ وي. دا د دې لپاره چې هغه اشخاص، ډلې، ټولنې يا شرکتونه چې د نورو ژبو لپاره نوي ماډلونه او پروګرامونه جوړوي، هغوی په آساني سره د پښتو لپاره هم مواد وموندلای شي او په دې توګه پښتو په مهمو پروګرامونو کې د نورو ژبو سره د سيالۍ وړ پاته شي.
اکاډمۍ په دې لړ کې څه کومک کولای شي؟ له کوم ځای څخه پېل په وکړي؟
لومړی ګام به دا وي چې د پښتو سره مربوطې ادارې او اکاډمۍ د خپلو ټولو مالي او نورو محدوديتونو باوجوده د ډيجيټلايزېشن په اهميت او اړتيا ځانونه خبر کړي او د دغې موضوع د عاجل والې د درک کولو کوښښ وکړي. دغې ادارې بايد خپل تر منځ تاوده مزي وغځوي او پر دغه موضوع سره وږغيږي او پر ممکنه همکاريو توافق سره وکړي. تاسو په خپل هيواد کې د شته نورو اکاډميکو ادارو، پوهنتونونو او ښوونځيو سره په تماس کې شئ او په يادو دندو کې له يادو ادارو مرسته وغواړئ او ورسره همکارۍ وکړئ. د دې لپاره دا هم اړينه ده چې ستاسو ادارې په خپل جوړښت کې له اړونده ساحو څخه مسلکي کسان راجلب کړي يا حد اقل ورسره په تماس کې شي، ورسره ملاقاتونه وکړي، کانفرانسونه داير کړي او په ترڅ کې يې د خپل ورځني کار لومړيتوبونه له سره تعريف کړي. معلومه خبره ده چې ستاسو د ادارو امکانات په هراړخيزه توګه ډېر محدود دي. خو هغه امکانات چې درسره شته دي، ښايي د رضاکارانو (کراوډ سورسينګ) په مرسته بيا هم درسره مرسته وکړي چې درته مواجه مسؤليت په بهتره توګه پوره کړئ.
د څلورو سوو کالو مخکې په شان د ژړو پاڼو لرونکو کتابونو په چاپولو سره د اوسني پېر تقاضاوې نورې نه پوره کيږي. د کتابونو د چاپ تر څنګ بايد د دغو کتابونو د لوستونکو په لېوالتياوو او اړتياوو هم ځانونه پوه کړو او همدغه کلتور او ادب چې موږ غواړو تر دوی پورې ورسوو، بايد په هغه طرز او لاره يې ورته ورسوو چې د دوی د ژوند د حقايقو او د دوی د عصر سره په همږغۍ کې وي.
که په نوې ټيکنالوژۍ کې پښتو ژبه پر خپل وخت او په اړينه اندازه ځان ته ځای پيدا نه کړي، نو په اوږدمهاله توګه به دا د پښتو ژبې د له منځه تلو په معنی وي.
ستاسو ټولو درنو آغلو او ښاغلو څخه يوه نړۍ مننه چې زما په قلم مو د اوسني نسل له زړه څخه راوتلې دغه خبرې په حوصله او تر پايه پورې ولوستلې.
الله دې موږ تاسو ټولو ته توفيق او امکانات راکړي چې پر خپل وخت خپل مسؤليتونه درک او په ښه توګه ادا کړو. آمين
احمد ولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۲۴ کال د می مياشتې ۲۹مه نېټه (#د_پښتو_ورځ)
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: