الله دې ما له پښتو او پښتو دې له ما نه بېلوي.

 د بلوچستان پوهنتون د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۶ نېټه) په يوه رسمي پاڼه کې د پښتو ام اې (ماسټرۍ) د تيرو امتحانونو د هغو ونډه والو نومونه اعلان کړل چې تر ټولو زياتې نمرې (نمبر) يې اخيستي دي. په دغو کسانو کې الحمدلله زما نوم پر اول مقام دی او تر نورو ټولو امتحان ورکوونکو مې زياتې نمرې اخيستې دي.

پښتو زما لومړۍ او زما آخري مينه ده، زما مور ده... زما لپاره ډېر د افتخار او وياړ ځای دی چې الله راته په پښتو کې د ماسټري کولو سعادت را په برخه کړ. دا چې پکښې اول نمره هم شوم، نو دا خو بيا نور علی نور خبره شوه. په توره ږيره زما د مخکنيو ساينسي زدکړو او تحصيلونو بريليکونو دومره خوښي راته نه وه بخښلې لکه د خوږې پښتو شاګردۍ چې راته په ږيره کې د لومړي سپينو تارونو رابرسېره کېدو باوجوده وبخښله. زما لپاره د پښتو د زدکړو دغه سند زما تر نورو ټولو بريليکونو زيات اهميت لري.

غواړم درسره دا خاطره شريکه کړم، چې ما په خپل ژوند کې هيڅکله ځان په يو امتحان کې دومره ډاډه او زړور نه و احساس کړی لکه د پښتو ام اې په امتحانونو کې چې مې احساساوه. که څه چې زه الحمدلله تل په آلمان او مخکې پاکستان کې د ښوونځيو په ټولګيو کې بېله استثنی اول نمره پاته شوی يم، خو دا چې د پښتو ام اې په امتحانونو کې تر مخکنيو نورو ټولو امتحانونو ډاډه وم، اصلي وجه يې دا وه چې زما د ژوند هغه لوی ارمان پوره شوی و چې زه په خپله مورنۍ ژبه په امتحان کې سوالونو ته جوابونه وليکم، مقاله وليکم، تنقيد وکړم او ارزونه وکړم. مخکې مې ټول ژوند په پرديو ژبو امتحانونه ورکړي ول، خو په هيڅ صورت په هيڅ ژبه کې دومره ډاډه نه وم لکه په خپله پښتو ژبه کې چې ډاډه وم. د هر امتحان پر وخت به ما تل دا دعا کوله چې الله د نړۍ هر بچي ته دا نعمت په برخه کړي چې پردۍ ژبې زدکړي، خو په خپله ژبه د زدکړو کولو او امتحان ورکولو امکان هم ولري.

زه له خپلو ټولو مخکنيو او اوسنيو استادانو څخه د هغوی له ښوونو، رهنمايي، دعاوو او شفقت له کبله يوه نړۍ مننه کوم او لاسونه يې ورمچوم.
د بلوچستان يونيورسټي د پښتو څانګې له ټولو استادانو څخه يوه نړۍ مننه کوم چې ماته يې د دوی له ډپارټمنټ څخه د ماسټرۍ ترلاسه کولو وياړ راپه برخه کړ. ماشالله ټول يو تر بل درانه، خواږه او شفيق انسانان دي.

الله دې ما له پښتو او پښتو دې له ما نه بېلوي.

احمدولي اڅکزی

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page