چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دريېمه برخه)

چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(درېيمه برخه)
ليکونکی: احمدولي اڅکزی

تمثيل که حقيقت؟

يادونه: د دغې ليکنې مقصد په ټوليزه توګه ټوله ژورنالستان غېرمسلکي او يا بې کفايته بلل ندی. د ليکنې مقصد و يوه شخص يا ادارې ته سپکاوی کول هم ندی، بلکه ليکوال (چي پخپله هم ژورنالست دی) غواړي د دغې ليکنې په مرسته د افغانستان په هکله د ژورناليزم په نوم بعضي منفي بېلګي لوستونکو ته ور وپېژني.


د لوېديځوالو اماتورانو جنت، افغانستان

په افغانستان کي په کار بوختي زياتره غېر دولتي بهرنۍ مؤسسې داسي بهرني «کارپوهان» په دندو ګماري، چي په خپلو هيوادونو کي ورته د کار کولو ښه چانسونه نه وي برابر. پدغو کي زيات داسي کسان وي چي د خپل هيواد د کار په بازار کي د خپلو ټيټو وړتياؤ له کبله د سيالۍ وړ نه وي. دا هغه يو حقيقت دی چي پر افغانستان د بهرنيو ځواکونو د بريد وروسته د «بيارغونې» سره سر او کار لرونکو افغانانو ته ښه جوت دی. له بده مرغه د افغانستان په هکله د خبر ورکوونکو رسنيو د يو شمېر «ژورنالستانو» مسلکي وړتياوي هم يا خو ډيري ټيټي وي او يا له سره دغه کسان ژورنالستان نه وي. ګڼ شمېر داسي بهرني ژورنالستان هم سته چي د زدکړو او تجربې پر اساس رسېدلي مسلکيان وي، خو د ژورناليزم د بېطرفۍ اصول تر پښو لاندي کوي او يوې ځانګړي افغان ضد اجندا لپاره کار کوي.

پداسي حال کي چي د افغانستان موضوع د کلنو په اوږدو کي توده په توده پاته ده، يو شمېر مسلکي او غېرمسلکي بهرنيانو او کورنيو «ژورنالستانو» د موقع څخه په استفاده سره ځان ته د افغانستان د موضوع له طريقه د مادي ګټو پورته کولو مواقع برابري کړي دي. که د افغانستان په هکله «تلويزيوني راپورتاژ» وي او که «خبري مطلب» د هر ډول ناوړو او غېر مسلکي بېلګو کمښت پکښي نسته.

تمثيل سوې ډرامه که مستند فلم

که څه هم منفي بېلګي زښتي زياتي دي، خو دلته د جرنې مېن پيکچرز په نوم يوه معلوماتي فلم جوړونکي شرکت د يوه «مستند فلم» بېلګه يادوم، چي قدرمن لوستونکي يې پر يوټيوب کتلای سي:
http://www.youtube.com/watch?v=u-yi_lBQNEs
د دغه فلم د کتو وروسته د ويلو لپاره زيات څه نه پاتي کيږي. دغه فلم په تلويزيونونو د يوه مستند فلم په نوم خرڅ سوی دی، خو په اصل کي پکښي نيوي فیصده برخي تمثيلي دي. د دغه فلم جوړونکي هڅه کړې ده چي ټول کتونکي تېرباسي او ورته په غېرمسلکي توګه تمثيل سوې ډرامه د مستند فلم په نوم وړاندي کړي. د فلم د پېل څخه څه باندي درې دقيقې وروسته «د طالبانو يو قومندان» ښودل کيږي چي په دري ژبه خبري کوي، او په پوره توګه د «اوور ايکټينګ» يا غېر ضروري انتهايي تمثيل څخه کار اخلي. په همدې ډول په اومه دقيقه او يويشتمه ثانيه کي يو کس د سړي تښتوونکي په توګه معرفي کيږي چي جعلي ورېښتان يې پرسر کړي او له ورايه څرګنديږي چي سړی تښتوونکی نه بلکه يو غېرمسلکي تمثيلګر دی.

ياد «مستند فلم» يوازنۍ بېلګه نده چي د افغانستان په هکله د لوېديځو رسنيو غېرمسلکي چلند په ګوته کوي. پدغو کي په تمثيلي توګه بعضي ښه او بعضي لږ ښه جوړ کړل سوي وي، خو اکثرا يې موخه يوه وي: هغه دا چي پيسې په وګټي او پکښي د افغانستان هغه انځور وښيي چي د لوېديځ په ګټه وي او نه يو حقيقي انځور.

زما يو افغان ملګری چي ژورنالست دی او په المان کي ژوند کوي، يوه په زړه پوري کيسه يې راته وکړه. هغه وايي چي د يوه الماني فلم جوړونکي شرکت لخوا وګومارل سو چي د يوه «مستند» فلم لپاره اخيستل سوي صحنې د دري او پښتو څخه و الماني ژبي ته وژباړي. دی وايي چي په مستند فلم کي د يوې «کونډي» انځور اخيستل سوی ؤ چي په کابل کي ژوند کوي. د هغه په وينا په فلم کي ويل سوي چي د دغې ښځي مېړه « طالبانو وژلی او دا اوس په کابل کي يوازي ژوند کوي.» په يوه صحنه کي المانی ژورنالست د «کونډي» ښځي کور ته ورځي چي د کابل په زاړه ښار کي يو زوړ کور وي. پداسي حال کي چي پدغه تقريبا نړېدلي او کچه کور کي دغه افغانه مېرمنه خپل داستان اوروي نو ماشوم يې راځي او په دري ورته وايي « مادر، تشناب اين خانه کجا است.» معنی دا چي دغه ښځه له سره پدغه کور کي نه اوسېدله بلکه د ژورنالست د تېر ايستلو لپاره يې ښايي چا ته پيسې ورکړي وې چي کور يې وکاروي او يا هم «ژورنالست» پخپله دغه ډرامه جوړه کړې وه.

خو د لوېديځوالو «ژورنالستانو» لخوا د افغانستان په هکله داسي مستند فلمونه هم سته چي تمثيل سوي وي، خو په زښت زيات مهارت سره. د دې لپاره د يوه اېوارډيافته «مستند فلم» بېلګه يادولای سم چي په دومره مهارت جوړ سوی دی چي څوک حيران ورته ځي. خو زما د ارزونې او معلوماتو پر اساس دغه هم مستند فلم نه بلکه يوه ډرامه ده. قدرمن لوستونکي کولای سي چي دغه فلم هم پر يوټيوب د لاندني لينک په مرسته وګوري:
http://www.youtube.com/watch?v=YZhtrsk4L6w
http://www.youtube.com/watch?v=33_wxkGZDDY

پدغه «مستند فلم» کي  چي د يوه اېراني الاصله «ژورنالست» لخوا جوړ سوی، ښودل سوي چي يوه ځوانه پښتنه انجلۍ د خپل «پښتون» او سپين ږري سړي څخه تښتېدلې ده او ورڅخه طلاق غواړي. د دې تر څنګ ښودل سوي چي د انجلې پلندر خپله کشره لور په پنځوسو پسونو (مږو) پلورلې ده او پخپله د انجلۍ مور هم په لس کلنۍ «پلورل» سوې وه او داسي نور...

ما پخپله يو وخت د يوې المانۍ ژورنالستي لپاره د يوه مستند فلم دري او پښتو صحنې په الماني ژبه ژباړلي وې. دغه فلم په پاکستان کي د افغان کډوالو پر ستونزو جوړ سوی ؤ چي مرکزي کردار يې يوه افغانه پښتنه کونډه وه چي زوی يې په روغتون کي بستر وي. دغه ښځه وايي چي کونډه ده او دا چي يو زوی او يوه ۱۳ کلنه لور لري. په دغه مستند فلم کي يو افغان سړی هم ښودل سوی چي د افغان مهاجرو په کمپ کي کوچنی دوکان لري او د هغه په مرسته خپلې دوې ماينې او خپله کونډه ورېنداره ساتي... په زړه پوري خبره دلته دا ده چي په الماني مستند فلم کي ښودل سوې پښتنه کونډه، هغه مېرمن ده چي د ايراني لخوا جوړ کړل سوي مستند فلم کي د تښتېدلي انجلۍ مور ده. ياني ښځه يوه ده، فلمونه بېل او موضوعګاني بېلي دي. د دې څخه زه دا نتيجه اخلم چي دغه دواړه مستند فلمونه رشتيا ندي.

پر دې څوک سترګي نسي پټولای چي په افغانستان کي يو شمېر ستونزي موجودي دي، په زياته بيا د ښځو د حقونو په ډګر کي. خو هغه انځور چي په يادو او ورته «مستندو فلمونو» کي ښودل کيږي، هغه د حقيقت اصلي بڼه نده. دا چي د دې ډول څيزونو ښودل څه مقاصد لري، پدغه ليکنه کي نسي څېړل کېدلای او لوستونکي دي پخپله ورباندي قضاوت وکړي.

نور بيا....

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه، زولنګن

 

د «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم» د ليکنو د لړۍ نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:

لومړۍ برخه:
بې مسلکه «مسلکيان» (https://bit.ly/2k5OmHX)

دويمه برخه:
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع (https://bit.ly/2k5NX8p)

دريمه برخه:
تمثيل که حقيقت؟ (https://bit.ly/2k3IYVK)

څلورمه برخه: 
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ (https://bit.ly/2kzDpPc)

پنځمه برخه:
بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟ (https://bit.ly/2lKy8V1

شپږمه برخه:
درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟ (https://bit.ly/2m74ny7)

اووَمه برخه:
زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟ (https://bit.ly/3axDgk8)

اتمه برخه:
دنامه لپاره (https://bit.ly/3jZvm7e)

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page