غوښي د مږ سړي اخيستې وې په ښار کي
د قصابانو د کوڅې په لوی بازار کي
له کاره وروسته يو سړی کور ته روان ؤ
داسـي يو وخت چي د ماښام د لمونځ اذان ؤ
غوښي د مږ سړي اخيستې وې په ښار کي
د قصابانو د کوڅې په لوی بازار کي
وخت د دې نه ؤ غوښي يو چي سـي تر کوره
جمع د لمونځ رانژدې سوې وه لا نوره
همدا ؤ ولاړی دا سړی و جماعت ته
د فرض ادا د خپل څښتن و اطاعت ته
د ماښام لمونځ چي يې ادا ښه په اخلاص کړ
پورته سړي بيا و دعا ته جګ خپل لاس کړ
کور ته چي راغلی نو يې وسپارله غوَښه
ګراني مېرمني ته د ده چي وه ښه خوَښه
خو دوه ساعته وروسته راغله پرېشانه
ويل: هيڅ نه پخيږي غوښي يم حيرانه
ساعته دوه کيږي چي اور ورپسـي بل دی
خو دوی اومې او لا هم سـرې دي دا څه چل دی؟
سړي ويل: دا مي دعا وه جماعت کي
د اور له بيري د څښتن په اطاعت کي
بچ چي له اوره کړي مسجد کي چي موجود ول
ټول حاضـرين که پر رکوع که پر سجود ول
غوښه پر اور چي اوس پرته او لا اومه ده
زما د دعا د قبلېدو لو علامه ده
ګرانه لوستونکې ورسه ته هم ښه وضو کړه
باجماعت لمونځ په مسجد کي په خشوع کړه
دعا دا وکړه په اخلاص د زړه له کوره
خدای چي دي وساتي تا هم له سورکي اوره
د ۲۰۱۷ کال د می ۲۲مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: