پوه کړئ په ځان راوړې نن چي مي کيسه ده
داسي کيسه چي د تاريخ يوه حصه ده
اصلاح سوې بڼه، د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۲مه نېټه
کله بر چي سکندر پر آريانا سو
دی غوښتونکی د نظر يوه دانا سو
نن مي مات کړل چي کوم خلک دا هوښيار دي
د ه ويل ښايي ژر جنګ ته بيا تيار دي
څنګه وکړم زه پر دوی باندي حکمونه
جوړ چي نه کړي ماته دوی نور کوم غمونه
يو وزير ويل چي مړه يې معلمان کړه
ورک کتاب کړه، دوی د پوهي غليمان کړه
بل وزير ويل چي وکړه پر ظلمونه
سر يې ووهه پاڅيږي چي قومونه
خو مشير د سکندر چي ډېر هوښيار ؤ
پوه د سيمي په عادت ښه ډېر عيار ؤ
هغه وويل پاچا اې دلاوره
زموږ سرداره لوی اتله ښه زړه وره
تاوتريخوالي ته اړتيا نسته ته ګوره
حل کېدونکې دا ماجرا ده بېله زوره
حل يې دا چي پر دې خلکو حاکمان کړه
څوک پر دوی د دوی له منځه ناظمان کړه
داسي څوک چي نااهلان ډېر کم عقلان وي
بد رذيل وي ځان غوښتونکي کم اصلان وي
دا که وکړې نو به خوښ دا چارواکان وي
تل مشکور به هر زمان په هر مکان وي
هر څه زيات چي د خپل قوم دوی غليمان وي
ستا به هومره دوی شاکر ټيټ غلامان وي
قوم کي پاته چي کمزور کوم رذيلان وي
تل هميش به د بد مشر وکيلان وي
څوک هوښيار چي وي مجبور به وي خلوت ته
يا به ځغلي له وطنه و هجرت ته
ځي به جنګ ته يا به جنګ لره خوشال وي
درک چي نه لري بې فهمه له احوال وي
خپل تر منځ به دوی مړه کيږي او رنځيږي
خپل په ځان به وي اخته دوی به کړيږي
تل به خلاص د دوی له شر څخه پاچا يې
تل مالک به پر دې خاوره د هر چا يې
قوم که زېر غواړې حاکم پر رذيلان کړه
ورک بدنامه يا يې مړه ور اصيلان کړه
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۹مه نېټه، بون
زړه بڼه
ځان په پوه کړئ نن راوړې مي کيسه ده
کيسه څه چي د تاريخ يوه حصه ده
کله بر چي سکندر پر آريانا سو
دی غوښتونکی د نظر يوه دانا سو
نن مات کړي چي مي خلک دا هوښيار دي
د ه ويل ښايي دوی جنګ ته بيا تيار دي
څنګه وکړم زه پر دوی باندي حکمونه
جوړ چي نه کړي ماته دوی نور کوم غمونه
يو وزير ويل چي مړه يې معلمان کړه
ورک کتاب کړه دوی يې ټول بيا غليمان کړه
بل وزير ويل چي وکړه پر ظلمونه
تيری وکړه قتل عام يې کړه قومونه
خو مشير د سکندر چي ډېر هوښيار ؤ
پوه د سيمي په عادت ښه ډېر عيار ؤ
هغه وويل پاچا زموږ زوروره
زموږ سرداره زموږ اتله ښه زړه وره
تاوتريخوالي ته اړتيا نسته ته ګوره
حل کېدونکې دا ماجرا ده بېله زوره
حل يې دا چي پر دې خلکو حاکمان کړه
خلک د دوی د دوی له منځه ناظمان کړه
داسي څوک چي نااهلان ډېر کم عقلان وي
بد رذيل وي ځان غوښتونکي کم اصلان وي
دا که وکړې نو به خوښ دا چارواکان وي
تل مشکور به هر زمان په هر مکان وي
هر څه زيات چي د خپل قوم دوی غليمان وي
لاس پر نام به ستا دوی ټول لا غلامان وي
قوم کي پاته چي کمزور کوم رذيلان وي
د بد مشر به هميش مفت وکيلان وي
ځي خلوت ته يا هجرت به کړي هوښيار څوک
ځي به جنګ ته سادګان چي وي تيار څوک
خپل تر منځ به دوی مړه کيږي او رنځيږي
خپل په ځان به وي اخته دوی به کړيږي
قوم که زېر غواړې حاکم پر رذيلان کړه
ورک بدنامه يا يې مړه ور اصيلان کړه
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۹مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: