source of image: https://bit.ly/2TQCo4b
source of image: https://bit.ly/2TQCo4b

ټول ټولګيوال مي خوابدي سول او په يو ږغ يې په زوره او تاسف سره وويل: «oh neeee!»

په جرمني/آلمان کي مي له ماشومي وپوښتل: زويه کله چي دي معلمې/ښوونکې وويل چي ښايي د کرونا ويروس له کبله ستاسو ښوونځي د پنځه اونيو له پاره بند سي نو ستا ټولګيوالو څه غبرګون وښود؟
د دويمي ټولګي/صنف/کلاس دغې ماشومي راته جواب راکړ: ټول ټولګيوال مي خوابدي سول او په يو ږغ يې په زوره او تاسف سره وويل: «oh neeee!»

ستاسو ماشومانو يا د هغوی ټولګيوالو په افغانستان/پاکستان کي څه ډول غبرګون وښود کله چي خبر سول چي ښوونځي به يې د زياتو ورځو له پاره بند پاته سي؟ د دغې پوښتني جواب د هغې پوښتني يو مهم جواب هم دی چي ولي د جرمني او افغانستان/پاکستان تر منځ په اقتصاد او نورو ټولو برخو کي دومره زيات فرق موجود دی.

تعليم او تربيه او د تعليم او تربيې طرز د يو ملت د پرمختګ او يا شاته پاته والي تر ټولو مهم عنصر وي!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page