source of image: https://pixabay.com/illustrations/business-global-economy-trade-1676138/
source of image: https://pixabay.com/illustrations/business-global-economy-trade-1676138/

د نړيوالو سره هر اړخيزه سالمي اړيکي لرل حتمي دي.

نن مي د (وي او اې پښتو) پر پاڼه ولوستل چي:
«نړيوال بانک په افغانستان کي د خپلو فعاليتونو تمويل بند کړ» او دا چي « افغانستان د وضعیت تر ارزولو وروسته پریکړه وکړه چې له هغه هیواد سره پولي پرداختونه بندې شي.»

زه وايم:
د افغانستان سره د مرستو کمېدل او د اقتصادي اړيکو ممکنه شکېدل يا محدوده کېدل به تر بل هر چا پر عام ولس دايره لا نوره هم راتنګه کړي. اکثريت افغانان همدا اوس د سختو اقتصادي شرايطو لاندي ژوند کوي او د ژوند کولو له پاره بنيادي خوراکي توکو ته په اړينه اندازه لاسرسی يا د رانيولو توان نلري. په داسي يو حالت کي لوېديځ نبايد چي د خپلو غلطو فيصلو، خرابو پاليسيو او بايلل سوي جګړې زور تر عام افغان ولس وباسي.
له بل اړخه که د کابل نوي واکمنان د مسلکي خلکو پر ځای خپلو جنګياليو/قومندانانو/صرف ديني زدکړې لرونکو ته د انتهايي حساسو او مسلکي لوړو پوستونو ورکړه جاري وساتي، او کار اهل کار ته نه وسپاري، نو کيدای سي چي د نړيوالو ادارو د نه جدي نيولو او بې اعتبارۍ د غبرګون سره مخامخ سي.
د څلوېښت کلنې تودې جګړې وروسته نبايد چي دا کړېدلی ولس اوس ورپسې د اقتصادي بنديزونو او پرېکون له کبله څلوېښت کاله نور هم وځپل سي.
که يو څوک فکر کوي چي په نني ګلوبلايزډ پېر کي د نړيوالو اقتصادي اړيکو او د اړونده نړيوالو اقتصادي/بانکي ادارو پرته يو هيواد ځانته بريالی او فعال اقتصاد لرلای سي، نو پر ډېره سخته او د بربادۍ پر لاره يې خپل فکري کاروان روان کړی دی. که څوک داسي فکر کوي چي صرف د يو هيواد لکه چين د ممکنه مرستو/همکاريو/پانګه ونو سره به هر څه سم کړي، نو په لا لويه خوشفهمي کي مبتلا دی. دا ځکه چي صرف پر يو هيواد يا شريک انحصار بربادي ده. که دکاندار خپل توکي صرف پر يو مشتري ته اختصاص کړي او يا هم کوم مشتري خپله سواد صرف تر يو دکان پوري محدوده کړي، نو دا به د بازار د منطق ضد يو عمل وي. دکاندار بايد زيات شمير مشتريان ولري او مشتري بايد د انتخاب لپاره زيات دکانونه ولري. دا د اقتصاد آفاقي پرنسپ او اصل دی.
د بعضو لورو له خوا استدلال کيږي چي افغانستان قيمتي خاوري/معدنيات/ځمکنۍ خزانې لري او ښايي هغه د اقتصادي وضعې په کنترول کي کومک وکړي. بالکل يې لري، خو را ايستل يې په لوړه اندازه پانګونې او هسک تخصص ته اړتيا لري. يعني افغانان پخپله دا معدنيات نسي را ايستلای. دا داسي معنی لري لکه يو چا ته چي په سپوږمۍ کي يوه خزانه په ميراث کي پاته سي، خو دغه کس د ستورمزلو د راکټ ټکنالوژي خو پرېږده بايسکل لا نلري او نه د اړونده ټکنالوژي لرونکو سره تماس.
که د افغانستان دغه قيمتي معدنيات د پرديو په مرسته را ايستل کيږي نو افغانستان په لوړه اندازه پوه مسلکي اقتصاد پوهانو، د نړيوالو تجارتي تړونونو حقوقپوهانو او په اړونده ساحه کي تخنيکي کارپوهانو ته اړتيا لړي چي په تړون کي له تېر ايستل کېدني څخه ځان وساتي. بل په دې ترڅ کي به بريالۍ پاليسي دا وي چي تړون يا تړونونه داسي لاسليک سي چي اړونده تخنيک، له خامو موادو څخه د مصنوعاتو د جوړولو پوهه او فابريکې هم افغانستان ته راوړل سي.
د افغان ولس د سوکالۍ له پاره د نړيوالو سره هر اړخيزه سالمي اړيکي لرل حتمي دي. په زياته د اقتصاد په ډګر کي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۵مه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page