د «اتل/اټل» لغت په هندۍ ژبو لکه سانسکريت، پالي، مرهټي او هندي ژبو کي تر زياتي اندازې په هغه معنی او په ورته تلفظ لکه په پښتو کي چي يې لري، مستعمل دی.

 د «اتل» [a-tal] لغت په پښتو کي د «قهرمان» او «نه ماتېدونکي» له پاره کارول کيږي. له دغه لغت سره تړلي نور پښتو لغتونه «اتلولي» او «اتلواله» يادولای سو. د اشتقاق پوهنې له پلوه د پښتو لغتونه «تلی» يعني د بوټ يا څپلۍ لاندي برخه، «تَله» يا د پښې لاندي برخه پونده او «تل» يعني بېخ او نولوجيزم «اوبتل» د «اتل» لغت له پاره مهم لغتونه دي.

په بعضو هندو اروپايي ژبو کي چي کله «a» توری/ږغ د بعضو لغتونو د مختاړي په توګه راسي، نو هغه لغت/صفت/معنی سرچپه کوي. که په عربي کي چي حاضر په مختاړي غير سره غيرحاضر کيږي او په پښتو کي چي توانا په نا باندي ناتوان کيږي، اسوده په نا باندي ناآسوده کيږي او داسي نور... د (a) دغه نفي کوونکي مختاړی چي د يو لغت سره د لګولو وروستهد هغه معنی سرچپه کوي ورته (alpha privative) ويل کيږي. دغه پديده د بېلګي په توګه په سانسکريت او يوناني کي عامه ده. دا چي په پښتو کي د «tal/تل» يعني بيخ/تر ټولو لاندنۍ برخي لغت موجود دی او تر څنګ يې د «a-tal/اتل» يعني د لوړ يا قهرمان لغت هم سته، نو اټکل کيدلای سي چي دغه دواړه لغتونه به په لوی احتمال يا خو له سانسکريت څخه پښتو ته راغلي وي او يا ورته ريښې لري. دا ځکه چي ورباندي د (alpha privative) پديده صدق کوي او بل دا چي په سانسکريت کي د (तल/tal/تل) لغت هم د پښتو په شان د بيخ/تر ټولو لاندنۍ برخي معنی ورکوي. په سانسکريت ژبه کي د (alpha privative) په توګه (a) د هغو لغتونو سره لګول کيدلای سي چي په کانسوننټ يعني بېږغه تورو پېليږي او (an) هغه وخت د همدغه مقصد له پاره د مختاړي په شکل لګول کيږي، کله چي لغت په واول يعني ږغ لرونکي توري شروع کيږي.

د «اتل» لغت په نورو ژبو کي:

د «اتل/اټل» لغت په هندۍ ژبو لکه سانسکريت، پالي، مرهټي او هندي ژبو کي تر زياتي اندازې په هغه معنی او په ورته تلفظ لکه په پښتو کي چي يې لري، مستعمل دی.

سانسکريت ژبه:

अटल [Aṭala] ـ (اټلَ)
ټينګ، ټيکاؤ لرونکی، کلک، پر يو ځای ولاړ، نه ښورېدونکی، تغير نه خوړونکی
आताल [Ātāla] ـ (آتالَ)
۱ ـ په لوی احتمال د پيره کولو هسک بورج/بُرج
۲ ـ د يوې ودانې تر ټولو پورته منزل يا برخه
अतल [Atala] ـ (اتلَ)
۱ ـ بېخ يا تل نه لرونکی
۲ ـ د يو دوږخ نوم دی چي په هکله يې فکر کيږي چي د مځکي تر پوستکي لاندي نژدې واقع دی
۳ ـ د يوې ودانۍ تر ټولو پورته منزل يا برخه

तलाय [talAya] ـ (تلايَ)
د بوټ يا څپلۍ تلی
तलायति [talAyati] ـ (تلايَتي)
د بوټ د تلي جوړول، تلی جوړول

مرهټي ژبه:

अटळ [aṭaḷa] ـ (اټلَ)
هغه شی چي نه اپوټه/راچپه/رااوښتل کيږي، هغه شی چي ورڅخه تېښته نه وي ممکنه
अटाळा [aṭāḷā] ـ (اټالا)
د غنمو په کښت کي شخېدنه/درېدنه/ايريکسيون
अतल [atala] ـ (اتل)
تر مځکي لاندي دستي واقع د دوږخ يوه برخه چي تر نورو برخو پورته وي

پالي ژبه:
Aṭala
کلک، ټينګ، نه ښورېدونکی، نه رېږدېدونکی


په پښتو اشعارو کي د «اتل» لغت کارېدنه:

په پښتو متونو کي د «اتل» لغت په لومړي ځل د امير فولاد سوري د زوی امير کروړ سوري په يو نظم «وياړونه د امير کروړ جهان پهلوان» کي راغلی دی، چي وايي:

«زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار او په کابل نسته
بل په زابل نسته-له ما اتل نسته
(...)» (۱۶ مخ، خطي نسخه، پټه خزانه، داود هوتک)

د امير کروړ په هکله اټکل کيږي چي په ۸مه عيسوي پيړۍ کي د ابو مسلم خراساني په وختونو کي يې ژوند کاوه. په دې توګه نو که پټه خزانه د استناد په توګه ونيسو نو د «اتل» لغت په اتمه عيسوي پېړۍ کي يعني له نن څخه تر ۱۲ سوو زياتو کالونو تر مخه په پښتو کي استعمال لاره.

دا چي د امير کروړ وروسته په شته پښتو متونو کي کله يا په کوم مقدار د اتل لغت کارول سوی دی، ژوري او پراخي مطالعې او پرتلنې ته اړتيا لري. دلته به زه لږ هغه منابع يادې کړم چي زما په ځغلنده او نابشپړه تحقيق کي راته په مخه راغلي دي.

زه داسي اټکل کوم چي د «اتل» لغت د هغه وروسته په پښتو کي زياته فريکونسي (استعمال) پيدا کړ، کله چي فاضل استاد علامه عبدالحي حبيبي په ۱۹۴۴ کال پټه خزانه وموندله. په دغه کتاب کي د امير کروړ د نظم «زه يم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته» له کبله ښايي د «اتل» لغت ته د پښتنو توجه زياته ورجلبه کړې وي او د وخت په تېرېدو سره د دغه لغت د فريکونسي د زياتېدو لامل سوی وي.

تر کومه ځايه چي ما پسي ځغلنده توګه لنډ لټون کړی، ما د «اتل» لغت د خوشال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحميد مومند او د دغه پېر د شاعرانو په اشعارو کي ونه موندلای سوای. که لوستونکو د يادې دورې د شاعرانو په اشعارو کي دغه لغت موندلی وي، نو هيله ده چي بيا خپل معلومات راسره شريک کړي. د خوشال خان خټک په اشعارو کي و «اتل» ته نژدې معنی لرونکي لغتونه لکه پهلواني او پهلوان سته، خو ما حتی قهرمان لغت لا پکښي ونه موند. د رحمان بابا په اشعارو کي هم د پهلوان لغت راغلی، لکه چي وايي:
په قوت دعاشقۍ به پهلوان شي
چې مجنون غوندې يو موټی استخوان شي

ګل باچا الفت «اتل» لغت نه دی کارولی بلکه په خپلو زياتو اشعارو کي يې د اتل بديل لغت «قهرمان» استعمال کړی دی، لکه «د الفت ملغلري» کتاب (دريم چاپ، دانش خپروندويه ټولنه، پېښور، ١٣٧٥ هـ ش) کي چي راغلي:

«د مغلو په کور تندر د آسمانه
د ادب او شعر لويه قهرمانه» (۷ مخ)
«غلغله کښې چې څه شوی دجهان کله هېر شوی
څوک د قهر قهرمان وپه باميانو څه تېر شوی» (۲۶۳ مخ)
«څه شوه چېرته لاړه هغه د ايمان قهرماني
داسې خواره زاره نه وه حقيقي مسلماني» (۲۶۶ مخ)
او په «قهرمانه پېغله» نومي نظم کي وايي:
«قهرمانه د ميوند پېغله ملاله
په ښايست کښې درخانۍ سره وه سياله» (۲۶۹ مخ)
او داسي نور ځايونه...

د ژوندي شاعرانو چي زما سره کوم کم شمېر کتابونه دي، په هغو کي ما د عبدالباري جهاني په شعري ټولګه «د سباوون په تمه» (پنځم چاپ - ۱۳۸٦ ش، صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه) کي د «اتل» لغت وموند چي د «وياړ» په عنوان لرونکي شعر کي راغلی دی:
«چا له اتل سره خواله د پرهارونو كړې؟
خو چا پوښتنه له شهيده د زخمونو كړې؟» (۸۰ مخ)

د درويش دراني په «دا بوټي به لونګ سي» (دويم چاپ - ٢٠١٠ ع، صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه) کي هم د «اتل» لغت راغلی دی:
«که اتل نه يې هم دا يو کار د اتل به کوې
جنګوې سترګي به يو ځل د يوه ښکلي سره»(۴۶ مخ)

«اتل» لغت په رسنيو کي
تر کومه وخته چي زما پياديږي د شلمي پېړۍ په اتيايمه او د هغه راوروسته لسيزو کي په نړيوالو پښتو راډيوګانو کي د «اتل» لغت مستعمل ؤ. په زياته د بي بي سي نړيوالۍ راډيو د پښتو څانګي خبريال جان بټ د اتل لغت کاراوه. دا چي دغه لغت په کومه اندازه په تلويزيونونو، راډيوګانو او ورځپاڼو کي مستعمل ؤ او له کوم وخت راهيسي کارېدلی، بايد ورباندي ژور تحقيق وسي.

«اتل» د نارينه نوم په توګه
په اوسني پېر کي زيات پښتانه ليدل کيږي چي يا خو يې لومړی ورکول سوی نوم «اتل» وي او يا يې هم خپل تخلص «اتل» انتخاب کړی وي. په هند کي د «اټل» نوم د نارينه ؤ له پاره کارېدونکی يو ډېر مستعمل نوم دی. خو دا چي دغه نوم په پښتنو کي له کوم وخت راهيسي رواج موندلی، ژور تحقيق ته اړتيا لري.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۵مه نېټه

يادونه: د دغې مقالې ليکونکی نه ژبپوه دی او نه يې د اشتقاق پوهنې علم کړی او نه يې ادعا لري. له دې کبله دغه ليکنه صرف د يو اماتور د يوې سطحي او نامکملې مقالې په توګه وړاندي کيږي.

ماخذونه:
ــ پټه خزانه، محمد هوتک، ۱۷۲۹، خطي نسخه ۱۸۸۶
ــ د الفت مرغلري، ګل پاچا الفت، دريم چاپ، دانش خپروندويه ټولنه، پېښور، ١٣٧٥ هـ ش
ــ د سباوون په تمه، عبدالباري جهاني، پنځم چاپ، صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه، ۱۳۸٦ ش
ــ دا بوټي به لونګ سي، درويش دراني، دويم چاپ، صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه، ٢٠١٠ ع
ــ Apte, Vaman Shivaram. The practical Sanskrit-English dictionary. — Poona : Shiralkar, 1890
ــ A Compendium of Molesworth's Marathi and English Dictionary. Front Cover. James Thomas Molesworth, Baba Padmanji. Education Society's Press, 1863
ــ Buddhist hybrid sanskrit grammar and dictionary / by Franklin Edgerton. - Vol. 2: Dictionary. - New Haven : Yale Univ. Pr., 1953
ــ The Pali Text Society's Pali-English Dictionary. Front Cover. Pali Text Society. Pali Text Society, 1972

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page