دغه ږغيز خبرونه په ځانګړې توګه ډېر ورو ورو لوستل کيږي چې د زده کوونکي لپاره د پوهېدنې وړ وي. 

 هغه دوستان چې د آلماني (جرمني) ژبې په زده کړه مصروف دي، هغوی کولای شي چې د دغې ژبې د اورېدلو او لوستلو تمرين د آلمان ږغ دويچه وېله په هغو خبرونو وکړي، کوم چې په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره ثبتيږي. دغه خبرونه پر يوه ځانګړې پاڼه هم په متن او هم په ږغ کې موندلای شئ( https://learngerman.dw.com/de/langsam-gesprochene-nachrichten/s-60040332). آلماني متن د ګوګل ترانسلېتر يا بلې ورته وسيلې له لاري ځان ته په هغه ژبه ترجمه کولای شئ چې تاسو په پوهېږئ.

دغه ږغيز خبرونه په ځانګړې توګه ډېر ورو ورو لوستل کيږي چې د زده کوونکي لپاره د پوهېدنې وړ وي. ګټه يې زښته زياته ځکه ده، ولي چې هم اورېدل، هم په لوړ آواز لوستل ورسره تمرين کېدلای شي.

زما به د آلماني ژبې زده کوونکو ته همدا سپارښتنه وي چې پنځه، لس، پنځلس يا لا زيات واري دې همدغه يو خبر واوري او د اورېدو پر وخت دې يې متن ته هم ګوري او ورسره لولي دې يې. بيا دې يې په خپله په څو څو واري په لوړ ږغ سره لولي او کله چې ډاډه شي چې ښه يې لوستلای شي، نو دې بيا خپل لوستل شوی متن په موبايل يا بله وسيله کې ثبتوي. خپل ثبت شوی ږغ دي د آلماني اصلي ږغيزو خبرونو سره مقايسه کوي او تر هغه وخته دې تمرين (اورېدل، لوستل، تکرارول) کوي چې دغه يو خبر په ښه توګه او اصلي وياند ته ورته ولوستلای شئ.

که نورې ژبې زده کوئ نو هم د ښه تلفظ او په دغه ژبه د خبرو پر وخت د بهتر آهنګ لپاره ياد تمرين کولای شئ. دا ميتود د شوروي له خوا د ورغلو بهرني محصلينو لپاره کارول کېدی، چې وايي ډېر مؤثره و او محصلينو به ډېر ژر ډېره ښه روسي زده کوله.

د پردۍ ژبې زدکړه د نه منلو وړ زياتو تړلو دروازو د خلاصولو امکان په لاس درکوي. په زياته د هغه ځای ژبه بايد خامخا په ښه او بشپړه توګه زده کړئ، چېرې چې ژوند کوئ.

هغه دوستان چې تر اوسه يې انګرېزي ژبه نه ده زده، هغوی ته به زما سپارښتنه دا وي چې په زياته خامخا دغه ژبه زده کړي. څوک چې انټرنټ ته لاسرسی لري، هغه بېله استاد او ښوونځي څخه پخپله ډېر څه زده کولای شي. البته ورته اراده، لېوالتيا او د لومړي عملي ګام اخيستل شرط دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۳۱ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page