زه خو درته وايم چې دا مکتب د چا عقيده ورخرابوي. سپوږمۍ ته ختل ناممکنه دي.

 کله چې مې د ښوونځي تر څنګ ديني زدکړې کولې، نو يوه ورځ مې استاد محترم ملا صاحب م. ص. اخوند د فقهې د درس پر وخت تقريبي راته داسي وويل: «تاسو چې دا کومو ښوونځيو ته ځئ، هلته درته ساينس وايي کوم چې د انسان عقيده ورخرابوي. هغوی آن دا ادعا هم کوي چې ګواکي انسانان سپوږمۍ ته ختلي دي. »

ما تقريبي ورته داسي وويل: «ملا صاحبه، لکه څنګه چې يې الوتکې جوړي کړي دي، لکه څنګه چې يې سکډ او نور ميزايلونه جوړ کړي دي چې له يو ښار څخه بل ښار او له يو هيواد څخه بل هيواد او يا له يوې سترې وچې څخه بله ستره وچه ويشتلای شي، هغسي يې سپوږمۍ ته راکټ هم توغولی دی چې پکښي انسانان سپاره ول.»

ملا صاحب په غوسه راته وويل: «زه خو درته وايم چې دا مکتب د چا عقيده ورخرابوي. سپوږمۍ ته ختل ناممکنه دي. دوی ځکه دا درواغ وايي ولي چې غواړي ځان العياذ بالله د الله تعالی سره يو شانته وښيي. که دوی دومره رسېدلي دي، نو يو مرغه دې جوړ کړي، مرغه نه بلکه مچ دې جوړ کړي، غوماشه دې جوړه کړي، بيا به یې ومنم. نه يې شي جوړولای. دا هر څه درواغ دي.»

ما ورڅخه پوښتنه وکړه: «که يو کافر چې په رشتيا پخپله سپوږمۍ ته ختلی او بیا راغلی وي او تاسو ته راشي او درته ووايي چې مسلمانېدل غواړي، خو تاسو ورته وواياست چې سپوږمۍ ته ختل ممکن نه دي، که څوک داسي فکر کوي نو کافر کيږي، نو د اسلام او مسلمانېدو په هکله به د هغه نظر څه وي؟»

ملا صاحب د ولاړېدو پر وخت راته وويل: «په داسي شيانو کې فکر مه کوه، بيا درته وايم، هو څوک په کافر کيږي. خپل درس دې وايه.»

د خدای کارونه دې چې زه جرمني ته راغلم او د ښوونځي وروسته مې لومړۍ لوړې زدکړې په ايروناوټيک اېنډ اسټروناوټيک (هوايي او فضايي) انجينري کې پېل کړې. په تحصيل کې مې د راکټونو او الوتکو د ايرو ډاينېمکس او ورته نور مضامين ولوستل. د خپل فاضل استاد ملا صاحب خبره به مې راياده شوه. ما به له ځانه پوښتنه وکړه چې که زه بيا خپل هغه محترم استاد پيدا کړم او ورته ووايم چې په قرآن قسم خورم چې سپوږمۍ ته د انسان ختل ممکن دي او دا کار شوی دی، ماته دا خبره ثابته شوې ده، نو ايا هغه به زما خبره ومني؟!

زما پخوانی محترم استاد که په تيرو جنګونو کې برخه وال شوی او وژل شوی نه وي، او زه يې بيا ووينم، نو په لوی احتمال به هغه اوس هم زما خبره نه ومني. باوجود د هغه چې زه ورته د خپل لومړي تحصيل احوال ووايم.

زما استاد محترم ملا صاحب م. ص. اخوند ډېر نيک او تر خپل وس پورې بامسؤليته او ښه انسان و، خو زما په فکر زدکړې يې د ديني موضوعاتو آخوا دنياوي چارو او موضوعاتو لپاره ناکافي او نيمګړې وې. لکه څنګه چې اړينې ديني زدکړې نه لرونکي ته نه ښايي چې پر ديني موضوعاتو فتواوې ورکړي، همداسي ساينسي زدکړې نه لرونکی ديني عالم نبايد چې د خپلو زدکړو د ساحې آخوا دنياوي، ساينسي او نورو مربوطو موضوعاتو او ساحو کې نظر ورکړي او نه بايد چې په دغو ساحو کې پاليسي جوړونکی يا پلي کوونکی واوسي. داسې ديني زدکړې چې ساينسي او دنياوي علوم ورسره مل نه وي، هيڅکله هم د دين، ديندارانو او د دنيا اړتياوو ته بسيا کېدلای نشي.

زه اوس بالکل په دې ډاډه شوی يم چې ساينس د ديندارانو عقيدې او ايمان او په همدا راز د هغوی اديانو، هيوادونو، دولتونو، نظامونو او حکومتونو ته دومره لوی ګواښ نشي پېښولای، لکه څنګه چې د نيمګړو او نامکملو ديني زدکړو خاوندانو نيمګړي ويناوې او نيمګړي کړنې يې ورته پېښولای شي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۹ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page