په پښتني ټولنه کې ښايي تر بل هر وخت اوس مېرمنې زياتې حاشيې ته کړل شوي دي.
په پښتني ټولنه کې ښايي تر بل هر وخت اوس مېرمنې زياتې حاشيې ته کړل شوي دي. که ورځنے ژوند، علم، فن او که هنر دے، پکښې د مېرمنو لپاره ځاے موندل او د ودې او پرمختګ امکانات ترلاسه کول هغه د انګريزي په اصطلاح يو «مشن ايمپوسيبل» يا يو ناممکن مديريت ته ډېر ورته کار دے.
خو د ټولو محدوديتونو، محروميتونو او بې عدالتيو باوجوده بيا هم مېرمنو د پښتو ژبې په ژوندۍ پاته کېدو، وده کولو او په بډايه کېدلو کې تر ټولو لوے او تر ټولو زيات حياتي خدمتونه کړي دي. دغه خدمتونه له ماشوم ته پښتو ښودلو څخه نيولې بيا تر شفاهي ادبياتو پورې غځېدلې يوه ډېره پراخه ساحه ده. زما په فکر د پښتو شفاهي ادب زړه او شهرګ يعني لنډۍ يا ټپې و دغې ژبې ته د پښتنو مېرمنو هغه تحفه ده، چې بې بها ده. د مېرمنو له لاسليک څخه برخمنه هره يوه لنډۍ په ځان کې يو داسې لوے او فصيح داستان او آن داستانونه رانغاړي چې سارے نه لري.
خدای دې زموږ مېندې، خوېندې او لوڼې راته تل خوشاله، آبادې او بريالۍ لري او الله دې موږ ته د دوی په حق کې د عدل کولو عقل، فهم او د عملي اقدام وس راکړي. آمين
احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۵ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: