حاجي عطا: هے هے فاروق جانه، ولاړه ځواني ولاړه او زاړهٔ شوو.

 حاجي عطا: هے هے فاروق جانه، ولاړه ځواني ولاړه او زاړهٔ شوو.
حاجي فاروق: څه پوه شوې چې زوړ شوے يې؟
حاجي عطا: ګوره، هغه ښکلې چې زړه مې پر بايللے و او د ياد راتګ به يې شپې را رڼې کړې خو دوے به زما مرکې جرګې، ناويل شوي او نااظهار شوي زارۍ نه محسوسولې، هغوے اوس د خپلو زامنو په مرکو ګرځي. نو زه به څنګه نه يم زوړ شوے؟
حاجي فاروق: نه هسې تېروتلے يې. دا د زړتوب علامه نشې بللاے. ښه دا پوښتنه راجواب کړه: ايا د هغو پخوانيو ښکلو يادونه دې اوس هم شپې در رڼوي؟
حاجي عطا: بالکل يې را رڼوې. آن دا دے په ورځ کې يې لا په غېر ارادي توګه د بحث موضوع ګرځوم.
حاجي فاروق: نو بيا خو نه تهٔ، نه هغه ښکلې او نه هم ستا احساسات زاړهٔ شوي دي.
حاجي عطا: دا خو دې حق خبره وکړه. بيا خو نو لا تر اوسه زلمے يم زلمے. البته داسې زلمے چې د مثانې لږ تکليف لري.
حاجي فاروق: هاهاها خداے دې دا زاړهٔ عاشقان غرق نه کړي.


احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۴ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page