جرمني ته د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره لنډ لارښود

يادونه: زه دلته صرف عناوين درته ليکم. تاسو به نور معلومات پخپله د ګوګل او نورو لټون ماشينونو په مرسته پخپله ترلاسه او بشپړه کړئ. زه دلته د وړاندې کېدونکو معلومات د په بشپړه توګه درستوالې تضمين هم نشم کولای.

د چانس کارټ پېژندنه

بالآخره د CHANCENKARTE یا د فرصت کارټ پروګرام په جرمني کې پیل شو. دا د هغو کسانو لپاره یوه نوې موقع ده چې غواړي په جرمني کې دنده ترلاسه کړي.

چانس کارټ څه شی دی؟

CHANCENKARTE یو تازه شوی د دندې لټون ویزه ده. د دې ویزې په مرسته تاسو کولی شئ د جرمني لپاره یو کال وخت ترلاسه کړئ ترڅو دنده پیدا کړئ، په داسې حال کې چې تاسو ته اجازه درکول کیږي چې کوچنی يا د نيم وخت کار وکړئ. دا د مخکنۍ شپږو میاشتو د دندې د لټون ویزې په پرتله غوره ده چې په هغې کې تاسو ته نیمه وخت کار کولو اجازه نه وه او د يو کال پر ځای به مو شپږ میاشتې وخت لرلی چې ځان ته کار پيدا کړئ.

د چانس کارټ ګټې

د CHANCENKARTE سره تاسو ته یو کال وخت درکول کیږي ترڅو دنده پیدا کړئ. که تاسو په یو کال کې دنده پیدا نه کړئ، نو تاسو دا ویزه تر دوو کلونو پورې غځولی شئ، چې په ټولیزه توګه درې کاله کیږي. دا وخت دنده پیدا کولو لپاره ډېر کافي دی. همچنان، تاسو کولی شئ په نیمه وخت کې کار وکړئ او خپل لګښتونه پوره کړئ.

د چانس کارټ ترلاسه کولو لپاره شرايط

د CHANCENKARTE ترلاسه کولو لپاره درې اساسي شرايط شته:

1. تعلیمي وړتیا:
تاسو باید له خپل هيواد مثال لکه پاکستان څخه یو Bachelor's یا Master's ډګري ولرئ چې په جرمني کې په رسمیت پېژندل شوې وي. یا، تاسو باید یو دوه کلن دیپلومه ولرئ چې د پاکستان اړوندې ادارې لخوا پېژندل شوی وي.

2. آلماني ژبه:
تاسو باید د جرمني A1 کچه ژبه یا د انګلیسي B2 کچه د ژبې وړتيا ولرئ. د انګلیسي لپاره، دا په IELTS کې د 5.5 او 6 ترمنځ دی.

3. پيسې:
تاسو باید ثبوت وړاندې کړئ چې د یو کال لپاره په جرمني کې د ژوند لګښتونه څنګه پوره کول غواړئ. دا یا د بلاک شوي بانکي حساب له لارې چې 12324 يورو به پکښې پرتې او قيد وي، یا په جرمني کې د یو نیمه وخت کار، یا یو شخص يا اداره د سپانسر په توګه چې تضمين وکړي چې په آلمان کې ستاسو د قيام پر وخت ستاسو مصارف درته درکوي.

د پوائنټونو يا نمبرو سیسټم

که تاسو یوه دیپلومه لرئ، نو تاسو باید لږترلږه 6 پوائنټونه ترلاسه کړئ. د پوائنټونو سیسټم په لاندې شکل دی:

- تعلیمي سند پېژندنه:
که ستاسو دیپلومه په جرمني کې په رسمیت پېژندل شوې وي، تاسو 4 پوائنټونه ترلاسه کوئ.

- کاري تجربه:
که تاسو په تېرو 7 کلونو کې 5 کلنه تجربه لرئ، تاسو 3 پوائنټونه ترلاسه کوئ. که یوازې 2 کلنه تجربه لرئ، تاسو 2 پوائنټونه ترلاسه کوئ.

- د آلمان د اړتيا مسلک:
که ستاسو مسلک له هغو مسلکونو څخه وي چې په آلمان کې ورته سخته اړتيا شته، نو تاسو 1 اضافي پوائنټ ترلاسه کوئ.

- ژبه:
د A2 جرمني ژبې لپاره 1 پوائنټ، B1 لپاره 2 پوائنټونه، B2 لپاره 3 پوائنټونه، او د C1 انګلیسي لپاره 1 پوائنټ ترلاسه کوئ.

- عمر:
که ستاسو عمر د 18 او 35 کلونو ترمنځ وي، تاسو 2 پوائنټونه ترلاسه کوئ. که د 35 او 40 ترمنځ وي نو بيا تاسو 1 پوائنټ ترلاسه کوئ.

- جرمني کې پاتې کېدل:
که تاسو مخکې له درخواست څخه په جرمني کې لږ تر لږه 6 میاشتې پاتې شوي یاست (په ویزه باندې)، تاسو 1 پوائنټ ترلاسه کوئ.

- د مېړه/ښځي سره د چانس کارټ لپاره په ګډه غوښتنليک:
که تاسو او ستاسو مېړه/ښځه دواړه د CHANCENKARTE لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو هر یو 1 اضافي شپوائنټ ترلاسه کوئ.

د تعلیمي سند پېژندنه

تاسو کولی شئ د انابین ډیټابیس (https://anabin.kmk.org/) له لارې وګورئ چې ستاسو پوهنتون او ډګري په جرمني کې په رسمیت پېژندل شوې ده که نه. که ستاسو ډګري پېژندل شوې نه وي، نو تاسو کولی شئ د ZAB له لارې (https://www.kmk.org/kmk/information-in-english.html) د خپلو تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندل کېدو لپاره غوښتنليک وړاندې کړئ.

مهم ټکي

- CHANCENKARTE تاسو ته د یو کال وخت درکوي چې دنده پیدا کړئ او تر څو چې کار پيدا کوئ د نیمه وخت لپاره هم کار کولای او خپل مصارف پيدا کولای شئ.
- بلاک شوی حساب یا تر مخه لا د نيمه وخت د کار لرل د مالي لګښتونو پوره کولو لپاره اړین دي.
- تعلیمي او ژبې اړتیاوې باید پوره کړئ.
- پوائنټ سیسټم د دیپلومه لرونکو لپاره کارول کیږي.
- تعلیمي سند پېژندنه له انابین ډیټابیس څخه وکړئ.

د چانس کارټ په هکله نور معلومات پخپله د آلمان د دولت لخوا جوړې شوې پاڼې څخه په انګرېزي او آلماني ژبه ترلاسه کولای شئ:
https://chancenkarte.com/en/

دا چې آلمان په کومو مسلکونو کې د کارګرو د سخت کمښت سره مخامخ دی پر لاندني لينک يې کتلای شئ.
https://www.make-it-in-germany.com/.../2024_Mangelberufe...

که تاسو اوس تعليم، مسلک او کسب نه لرئ، نو خامخا د خپل ځان او خپلو بچيانو د تعليميافته او مسلکي کېدو لپاره هلې ځلې وکړئ. که تاسو تعليم او يا ښه مسلک ولرئ نو په خپل هيواد او ستاسو د هيواد څخه دباندې درته ښه چانسونه برابريږي.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page