افغانانو ډيرې لويې سوبې لرلې دي، خو په ساتلو کې يې تقريبا هميشه پاته راغلي دي.

 سوبې ته رسېدل چې څومره زحمتونه او قرب.انۍ غواړي، د ساتنې لپاره يې د څو چنده زياتو ستړياوو زغملو ته اړتيا وي. د افغانانو تاريخ ته په کتو سره يوه تکراري پديده تر سترګو کيږي، او هغه دا چې افغانانو ډيرې لويې سوبې لرلې دي، خو په ساتلو کې يې تقريبا هميشه پاته راغلي دي. داسې معلومیږي لکه هغوی چې دا خبره لا نه وي درک کړې چې سوبه ولاړ حالت نه بلکه روانه پروسه وي.

لنډمهالتوب

د ميوند هغه ح. ماسه چې د ځيرک او زړور غ.از.ي محمد ايوب خان په مشرۍ سره د افغانانو په نصيب شوه، ايا افغانانو وکولای شوای هغه وساتي؟ د ولس په سطحه او د ښکيلو افغان اشخاصو په کورنۍ سطحه دغه سوبه څومره دوامداره وه؟ له دغې واقعې وروسته افغانستان تر څومره وخته لا په ځمکنۍ توګه بشپړ پاته شو؟ کله چې غ.ازي ايوب خان په بريتانوي هند کې د تبعيد ژوند ته مجبور شو، نو له چا يې وظيفه او د کورنۍ اخراجات ترلاسه کول؟ زامن، لمسيان او کړوسيان يې څه شول او څه ورڅخه جوړ شول او د چا په خدمت يې لاس پورې کړ؟ په ميوند کې د ايوب خان په مشرۍ په دغه تاريخي بريا کې ښکېلو نورو مهمو افغان رجالو پر پېژندګلوي او بيا يې په ياد راوړلو او د هغوی په لمانځلو او ورڅخه د ايډيالونو پر جوړولو څومره کار وشو؟

ناراحته کوونکي حقايق

د يادو او ورته ټولو پوښتنو جوابونه ډېر ترخه او ناراحته کوونکي دي. کله چې افغانان د خپلو تاريخي سوبو يا وياړونو لمانځنه او يادونه کوي نو د دغو برياوو د ساتلو او د خپلو مبارزو د اهدافو د تعقيب پر څرنګوالې غور او فکر او بحثونه په کافي اندازه او په مناسب انداز سره نه کوي.

نن د ميوند د ج. ګړې ۱۴۴ کليزه ده. افغانان به ښايي په بعضو غونډو او پر خواله رسنيو په پوستونو کې بعضي تاريخي انځورونه، لنډۍ او پيغامونه خپاره کړي، خو دا چې د افغانانو لپاره د دغې مهمې سوبې و اصلي اهدافو ته د رسېدو لپاره په ډېره لوړه بيه لګول شوي مشعلونه ولې د لنډ وخت لپاره بل پاته شول، ښايي بيا هم ورباندې اړين بحثونه ونشي. په لوی احتمال به بيا هم له خپل تاريخ څخه د زدکړې او د اړونده تېروتنو د پيژندلو او ورباندې پوهېدلو لپاره هڅه ونشي او نه به يې د نه تکرارولو لپاره هوډ او ژمنتيا وښودله شي.

د اوږدمهالو اهدافو تعين او ورته اوږدمهاله مبارزه

د يادو اړینو موضوعاتو تر څنګ له بده مرغه په دا شانته مهمو ياد ورځو په دې هکله هم کم يا هيڅ بحثونه نه کيږي چې د اوسني پېر او عصر د تقاضاوو سره سم به د نن او سبا لپاره غوره اهداف او ورته د رسېدلو غورې لارې کومې وي. خو پکار دا ده چې اوږدمهال اهداف معلوم او تعين شوي وي او ورته مبارزه اوږدمهاله وي.

زما د وياړلي ورنيکه غ. ازي مېداد خان اڅکزي تر څنګ دې د ميوند د نورو ټولو مبارزينو پر قبر. ونو انوار او د ولس پر کورونو دې يې د پوهې باران وي. آمين

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۲۷مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page