بعضې د جهالت په برخه کې يو د بل سره سيالي کوي

 د مېرمنو کوچنۍ پښې په چين کې د هغوے د ښکلا نخښې بلل کېدلې. له دې کبله به له ماشومتوب څخه د هغوے پښې په قالبونو کې اچول کېدلې چې بيا به د دا انځور په شان معذوره کېدلې. دا پخوانۍ خبره ده او اوس چين د نړۍ يو ستر قدرت او د  پوهې، کلتور، اقتصاد او صنعت زانګو ده. دا ځکه چې صرف يې د بعضو مېرمنو پښې معذوره شوي وې، خو په ټولنيز ژوند او زدکړو کې يې برخه پر ځاے پاتې وه.

له بده مرغه چې په اوسني پېر کې داسې ولسونه هم شته چې د مېرمنو سره د جاهل چلن په سيالي کې تر پخواني چين ماچين لا څو قدمه مخته دي. دا ځکه چې د تعليمي ادارو دروازې يې د خپلو لوڼو پر مخ تړلې او په دې توګه يې د هغوے سترګو، غوږونو، خولو او عقلونو ته د قلفونو اچولو هڅې پېل کړي دي. دا کار يې په دې هيله کړے چې هغوے به په هر اړخيزه توګه داسې معذورې کړي چې تر دوے لا جاهل نسلونه ورته وزېږوې. هغه هم داسې جاهل نسلونه چې د نړۍ به اوسني جاهلان هېر شي او نوو جاهلانو ته به له حيرته ګوته په غاښ پاته وي.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page