ځوانانو او پيغلو ته د ټيوشن يا د کالج وروسته درس ورکول

 له کور څخه د ليرې يو ماشوم او بيا ځوان مسافر په توګه ما د زدکړو تر څنګ تل د خپل ژوند د مصارفو پيدا کولو لپاره کارونه او مزدورۍ کړي دي. په دومره بېلابيلو برخو کې مې کارونه او خوارۍ کړي چې حتا بعضي وختونه مې ځينې خپلې پخوانۍ دندې نور ذهن ته نه راځي.

تر ټولو خوندور کار چې ما په رشتیا ورڅخه فيض، سکون او خوند اخيستے دے، هغه زما د محصلۍ پر وخت د ښوونځي او ليسو يا کالجونو ځوانانو او پيغلو ته د ټيوشن يا د کالج وروسته درس ورکول و. کله چې به مې د شاګردانو امتحان و، نو د شپې به راته خوب نه راتلے يا به مې پخپله ټوله شپه امتحانونه په خوب ليدل. يو شمېر داسې شاګردان او شاګردانې مې هم لرلي دي چې په ټولګي کې په کالونو کالونو په تر ټولو کمزوره شاګردانو کې شامل ول، خو زما د تدريس وروسته په تر ټولو ښه شاګردانو کې شامل شول. کله چې به داسې يو کار وشو، نو ما چې ويل په اووم آسمان کې پرواز کوم. په اوسني ژوند کې هم بعضي وختونه په يوه اکاډميکه اداره کې د مؤقتي ټرېنر او استاد په توګه وظايف په غاړه اخلم، او تر خپل اصلي کار راته ډېر زیات خوند راکوي.

که څه چې د هر کال په تېرېدو سره مې د زدکړه کولو قوت، پر زدکړه د تمرکز کولو او د زده شوو موضوعاتو په ياد ساتلو توان تقريبا رانيم کيږي، خو د خپلې ټولې ټمبلۍ او نالايقۍ باوجوده راته زدکړه تر بل هر شي ډېر خوند راکوي.

پسله زیات وخت څخه ماته اوس وجه لا نوره هم روښانه شوې ده چې ښوونه ولې راته ډېر خوند راکوي. دا ځکه چې هغه څه چې ما د ښوونې پر وخت پخپله زده کړي دي، ښايي تر هغه لا زيات وي چې د زده کوونکي په توګه مې په دوو لسيزو کې په تعليمي ادارو کې زده کړي دي.

نو که تاسو ته هم زدکړه ښه خوند درکوي او غواړئ زده کړي څيزونه مو لا پاخه او پياوړي کړئ، نو د نورو سره يې شريک کړئ او ښوونه وکړئ.

بله مهمه خبره دا ده چې هغه لږ او زیات چې يو انسان يې زده کوي، هغه مقروض او مکلف دے چې د نورو سره به يې شريکوي. که څوک داسې ونکړي نو هغه لمبه چې له خپلو استادانو يې د ژوند روښانه کولو لپاره اخيستې ده، ورځ تر بلې يې ژوند ته کمه رڼا ورکوي.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page