ټيزر

 زړښت او ورسره مرګ ته نژدېکت او بيا مرګ په يوه ورځ نه راځي بلکه ورو ورو او ورځ په ورځ، ساعت په ساعت، دقيقه په دقيقه او ثانيه په ثانيه رانژدې کيږي او واقع کيږي. لومړۍ نخښې يې په ورېښتو کې لومړي سپين تارونه، د عقل پخېدل، د انسانانو پېژندل، د ځوانۍ د وخت د خواهشاتو او ذوقونو پيکه کېدل او ورته څيزونه وي. دا هم د هغو خوشقسمتو خلکو چې مخکې نه وي مړه شوي، بلکه الله تعالی ورته لا ميعاد ورکړی او د زړېدو نعمت ورته ساتلی وي.

چې ډېر ناوخته شي، چې ډېر ځنډ راشي نو حد اقل د يادو لومړيو نخښو په راڅرګندېدو هر څوک بايد له ځان څخه پوښتنه وکړي چې «په څه کې زوړ شوې؟» مور، پلار، وروڼو او خوېندو، استادانو، کور، کلي او په مجموع کې انسانانو ته دې څه ګټه ورسېدله، پرته له دې چې د ځان لپاره دې زدکړې، مزدري، کار يا تجارت او ژوند وکړ؟ په خپل ژوند کې دې په فابريکه کې توليد شوي اوڼي او بيا د جامو له ټوکر څخه نيولې تر خوراک، چښاک، بايسکل، موټر، بس، اورګارډي، الوتکې، ښوونځي، روزګار وغيره پورې دې په نړۍ کې له زياتو ښېګڼو ګټه پورته کړه چې ستا مخکې انسانانو ورته زحمت ايستلی و چې رامنځته، مهيا، وساتل او بهتره شي. که په ژوند کې له لږو يا ډيرو سهولتونو څخه برخمن پاته شوی يې، ټول ستا د مخکې نسلونو انسانانو په زحمت درته ميسره شوي دي. اوس بايد خامخا له ځان څخه پوښتنه وکړې چې...

ما تر اوسه نړۍ او انسانانو ته څه شی ورکړی؟ د مځکې پر کوره د ژوند پر وخت ما د نعمتونو او امکاناتو له مشترک دخل/خزانې څخه په کوم مقدار ځان ته را اخيستي او په کوم مقدار مې بېرته پکښې اضافه کړې؟ که زه همدا نن مړ شم، نو زما څخه به څه داسې شی پاته شي چې خلکو ته يې ګټه ورسيږي او هغه څه چې ماته په ژوند کې د نورو د زحمت له کبله ميسره شوي ول، د هغه لږ تر لږه يوه ادنی شکرانه مې ورته پرېښودلې ده که نه؟

خوشاله شئ او نور خوشاله کړئ، انسانانو ته ګټه رسوونکي اولادونه وروزئ، ونې ولګوئ، زدکړه وکړئ او ويې ويشئ، ګټور اختراعات وکړئ يا ورته لارې هوارې کړئ، مرور سره پخلا کړئ، واټنونه راکم کړئ او د ولسونو تر منځ پلونه جوړ کړئ، کمزورو او لوېدلو ته د مرستې لاس ورکړئ، هغو بزګرانو او نورو انسانانو ته احترام او درناوی ولرئ چې تاسو ته د خوراک د مهيا کېدلو سبب شوي او د کليو، ښارونو، هيوادونو، ولسونو او نسلونو په جوړولو او رغولو کې ونډه واخلئ... که داسې وکړئ نو بيا مو ژوند کول او زړېدل نوش جان شه.
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page