و آلماني ژبې ته د افغانانو د اسنادو د ژباړې رسمي جواز يا لايسنس راته راکړل شو.

 و آلماني ژبې ته د افغانانو د تذکرو، پاسپورټونو، نکاح خطونو، زېږېدنپاڼو، تعليمي اسنادو، بريليکونو او نورو اسنادو د ژباړې رسمي جواز يا لايسنس راته راکړل شو. دغه جواز راته د آلمان د راينلاندفالڅ د عالي ايالتي محکمې د قاضيانو د رئيس لخوا د حقوقي ساحې سره تړلو ژباړو او د آلمان په محکمو کې د ترجمې لپاره راته وسپارل شو. دا وروسته له هغه چې د هېسن په ايالت کې د آلمان د ښوونېزو چارو په اکاډمۍ کې مې د ژباړونکي په حيث امتحانونه ورکړل او پکښې کاميابه شوم.

په دې توګه نو له دې وروسته ځان ته د 
staatlich geprüfter Übersetzer
يا د دولت لخوا ازمويل شوي ترجمان خطاب کولای شم او زما لخوا ژباړل شوي او ټاپه شوي د افغانانو اسناد د آلمان په ټولو محکمو او ادارو کې په رسميت پېژندل کيږي.

که تاسو خپل افغاني اسناد آلماني ته ژباړل غواړئ نو راسره پر لاندني لينک تماس نيولای شئ:
https://prodolmetscher.de/index.php/anfrage
د ياد لينک په مرسته پرانستل شوې تماس فورمه کې خپل نوم، خپل د برېښناليک ادرس، که غواړئ خپل د تليفون نمبر، د ژباړې په هکله ستاسو پوښتنه يا پيغام او په آخره خانه کې د Berlin لغت ټايپ کړئ او بيا پر Send تڼۍ کليک وکړئ چې دغه پيغام ماته ورسيږي.

بله لاره يې دا ده چې تاسو راسره زما د برېښناليک
ProDolmetscher(at)gmail.com
له لارې تماس ونيسئ. په دغه ادرس کې د (at) پر ځای @ وليکئ.
زما په فيسبوک (https://www.facebook.com/qamosona.pashtodictionary) کې په پرايويټ ميسيج کې هم راسره تماس نيولای شئ.

په درناوي
احمدولي اڅکزی
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page