(لوست يې تقريبا ۵ دقيقې وخت نيسي)

د پښتو اوسني ابجدونه/توري/ګرافېمونه په پښتو ژبه کې د شته ټولو  ږغونو لپاره ناکافي دي او په نوې ټيکنالوژي کې په اړين سرعت سره د په کافي اندازه پرمختګ په لاره کې خنډ دي. د دغې ژبې د اورتوګرافۍ بېل واريانتونه هم د اړين پرمختګ مخه نيسي. که څه چې پښتو له نيکه مرغه نوې ټيکنالوژۍ ته داخله شوې ده، خو د داخلېدنې څرنګوالی او سرعت يې د ډاډ وړ نشي بلل کېدلای.

باړه ګلۍ 
اکثريت هغه عام شوي ژبني ماډلونه چې زيات خلک ورسره اوس اشنا  شوي يا ورسره د اشنا کېدو په حال کې دي لکه ګوګل ژباړونکی، بينګ ژباړونکی يا مايکروسافټ ژباړونکی، چېټ جي پي ټي وغيره، په دغو ټولو کې د پېښور د باړه ګلۍ املا غيرحاضره ده. که يو څوک اوس ووايي چې دا خو ښه شو ځکه چې نوې ټيکنالوژۍ يو ډول معيار انتخاب کړ، نو دا به يو لنډمهال فکر وي. دا ځکه چې دلته يوازې ياد اړخ نه بلکه زيات نور اړخونه داسې دي چې بېله د پښتنو د پراخ مشارکت څخه فيصله کيږي او شوي دي. د دې لپاره چې مغالطه او ناسمه پوهېدنه رامنځته نشي، زما مقصد دا نه دی چې اوس دې د باړه ګلۍ  د ليکدود ټول ملاتړي خپل ټول قوت سره راغونډ کړي او په احتجاج دې لاس پورې کړي او د لانجو په جوړولو سره دې د دې موجب شي چې په کم سرعت روان خو را پېل شوي کار مخې ته دېوالونه ودروي. نه مې مقصد دا دی چې زه وايم چې فلانی ليکدود تر فلاني غوره دی. بلکه دلته مقصد د دغه پرمختګ په هکله هغه اړخ ته پام کول دي چې ورباندې په کافي اندازه بحث نه کيږي.
په نوې ټيکنالوژۍ کې د باړه ګلۍ د املا د غير حاضرۍ ياد مثال بايد پښتانه راويښ او وهڅوي چې له دې وروسته په دغه موضوع کې اوږدمهال فکر وکړي. هغوی بايد هغه غلطۍ بيا تکرار نکړي لکه په تيرو اويا اتيا کالونو کې چې يې کړې دي. مقصد مې د هغه دريځ نيول دي چې د بېلو معقولو او کمتر معقولو دلايلو پر اساس يې د لیکدود د وحدت مخه نيولې وه او لا يې مخه نيسي.

اختر پټ مېړه نه دی
تاريخ ښودلې ده چې هغه ژبې چې د نورو اړينو فاکتورونو تر څنګ يې د ليکلو نظام درلودلی وي، د نورو نه ليکل کېدونکو ژبو په پرتله تر زيات وخته ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوي دي. په نوي پېر کې به بيا هغه ژبې د نورو په پرتله تر زيات وخته ژوندۍ او ګړندۍ وي چې پر وخت يې په عصري ټينکالوژي کې ځان ته ځای پيدا کړی وي. د نوې ټيکنالوژۍ په روان انقلاب کې د نړۍ زياتې ژبې شته چې لا تر اوسه يې خپله لاره نه ده پيدا کړې. که د پښتو د ګاونډيو ژبو څخه يو مثال راواخلو، نو هغه ښکلې بلوڅي ژبه ده. دغې ژبې لا تر اوسه له بده مرغه و نوي ټيکنالوژۍ ته په اړينه اندازه لاره نه ده موندلې. خو زه په شخصي توګه په کوټه کې د بلوڅي د درنې اکاډمۍ له هلو ځلو څخه په تفصيلي توګه خبر يم چې د دغه حالت د بدلولو لپاره يې اوږدمهال او ډېر معقول پلان جوړ کړی دی.
خو که د پښتو لپاره کار کوونکو ادارو او اکاډميو فعاليتونو ته وګورو، نو له بده مرغه پکښې په دغه ډګر کې يې په کافي اندازه جدي او خاص پلان او ښکاره تګلاره نه تر سترګو کيږي. دغه ادارې د څو اړخيزو ستونزو سره مخامخ دي او پر خپل ځای خپل عذرونه هم لري. له ناکافي مالي مرستو څه نېولې بيا د اکاډميو د غړو تر منځ په شخصي کچه د غلط فهميو او لانجو پورې داسې خنډونه موجود دي، چې دغه ادارې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې خپل ليدلوری او خپله تګلاره د عصري اړتياوو سره په همږغۍ کې انتخاب کړي.
په خواله رسنيو کې د پښتو ژبې د ډيجيټلايزېشن په تړاو بحثونه او خبرونه زيات شوي او نژدې اکثريت کاروونکي له دغې موضوع سره اشنا شوي دي. د دې تر څنګ د ځيرکو موبايلونو په مټ نژدې هر کور ته نوې ټيکنالوژي او ورسره مل د ژبو موضوع رسېدلې ده، نو د پښتو سره مربوطې ادارې نور په دې تړاو هيڅ معقول عذر نشي لرلای چې لا ولې تر اوسه په دغه ډګر کې فعالې نه دي.

دوه انتخابه
د دې لپاره چې پښتو تر دې بهتره او په لا زيات سرعت سره نوې ټيکنالوژۍ ته داخله شي، نو به لاندني څو ګامونه اړين وي.
الف ـ پر يوې واحدې پښتو املا يا اورتوګرافي تفاهم ته رسېدل
که پښتانه د واحد ليکدود پر موضوع سره په يو ږغ نشي نو بيا به هغه معيار ګرځي چې بېله د پښتنو د کافي او لازم مشراکت څخه يې نوې ټيکنالوژي ورته پر مېز ږدي.
يعني پښتنو ته صرف دوه انتخابه پاته دي:
۱ ـ يا به په مشراکت او د خپلو  اړتياوو او بېلابېلوالي پر اساس پر معياري اورتوګرافي تفاهم کوي 
۲ ـ يا به هغه اورتوګرافي د معيار په توګه مني يا به د وخت په اوږدو کې ورباندې ومنل شي چې د دوی له مشارکت پرته نوې ټيکنالوژۍ ته داخله شوې وي.
ب ـ په کافي اندازه او بېلابېل والي د پښتو اوپن سورس ډېټا
دا چې يوه ژبه په نوې ټيکنالوژي يا NLP نيچرل لېنګويج پروسسينګ کې څومره چټک پر مختګ کولای شي، يو له تر ټولو مهمو عنصرونو څخه د دغې ژبې ډېټا ده. د پښتو ښکلا د هغې په ښکلو لهجو کې ده. د دې لپاره چې دغه لهجې د راتلونکو نسلونو لپاره ژوندۍ پاتې شي او د نوي ټيکنالوژۍ ماډلونه په دغو لهجو د خبرو کوونکو په خبرو وپوهيږي، نو په لوړه اندازه په متن او ږغ کې د پښتو ډېټا ته اړتيا شته. مثلا لکه
د پښتو جملې متن
د متن په هکله معلومات
د پښتو جملې لوست په بيلو ږغونو او لهجو کې
د پښتو جملې تلفظ د آی پي اې يا بل ټرانسکرپشن نظام له مخې (د هرې لهجې لپاره جلا)
د پښتو جملې معنی په يوه مهمه ژبه کې لکه انګرېزي
د ياد مقصد لپاره موڅيلا کامن وايس يوه مهمه پروژه يادولای شو چې اوپن سورس ده. اوپن سورس معنی دا چې هر څوک يې له نتايجو څخه ګټه پورته کولای شي او په مرسته يې خپل ماډلونه روزلای شي. دغه او دې ته ورته پروژې بايد د بيلو سيمو او لهجو د پښتنو له پراخ ملاتړ څخه برخمنې وي.
دمګړی نوې ټيکنالوژۍ ته د پښتو د ورداخلېدنې په تړاو زموږ ستاسو هيلې د هغه چا په شان دي چې اولاد نه لري او اولاد غواړي. خو دلته صرف د اولاد لرل کفايت نه کوي بلکه دا چې د هغه روزنه، تعليم تربيه، اخلاق، خوراک څښاک او نور اړخونه به يې څنګه وي او پکښې د اولاد د والدينو رضا، هيلې، ارمانونه او همکاري څومره په پام کې نيوله کيږي. موږ غواړو چې پښتو د نوي ټيکنالوژۍ برخه شي، خو دا چې  کله، کومه پښتو او څنګه، په دې هکله د غور او فکر کولو تر څنګ ستړي کوونکو عملي او علمي کارونو ته اړتيا شته.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د اګست مياشتې ۲۰مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page