بسم الله الرحمن الرحيم
قاموسونه ټکی کام زېری درکوي چي د islamLacom.com په نوم يې د قرآن پاک د ژباړو او قرائتونو يوه نوې پروژه آنلاين کړې ده. د انټرنټ په جال کي د قرآن پاک دا لومړۍ پروژه ده چي پکښي د پنځه شپېتو نورو ژبو تر څنګ د قرآن پاک د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير هم خپاره سوي دي. د دې څخه تر مخه په انټرنټ کي يوازي داسي پښتو ژباړي او تفاسير موندل کېدل چي پکښي د لټون يا سرچ آسانتيا موجوده نه وه. د دغې تشي د ډکولو لپاره قاموسونه ټکی کام پنځه کاله تر مخه د اسلام لکُم په پروژه پېل او د پښتو د کابلي تفسير په ډيجيټل کولو يې لاس پوري کړی. دغه پروژه د څو ورځنۍ آزمايښتي پروسې څخه وروسته اوس آنلاين کړل سوې ده چي ورڅخه اوس د انټرنټ آسانتيا لرونکی هر کس ګټه اخيستلای سي.

د اسلام لکم ټکی کام لپاره په اصل کي د قرآن پاک څه باندي سل بېلابيلي  ژباړي چمتو سوي دي چي د وخت په تېرېدو سره به انشالله  يوه يوه آنلاين کړل سي. په پام کي نيول سوې چي د کابلي تفسير وروسته به په راتلونکو کلنو کي انشالله د قرآن پاک ټوله شته پښتو ژباړي راټولې، ډيجيټل او د اسلام لکم ټکی کام پر وېبپاڼه ځای پر ځای کړل سي.

د اسلام لکُم ټکی کام پر وېبپاڼه د څه باندي پنځه ويشتو په نړۍ واله توګه منل سوو قاريانو ښايسته ږغونه هم ځای پر ځای سوي دي. د دغې پاڼي کاروونکي کولای سي چي يو آيت په پرله پسې توګه د درو بېلابيلو قاريانو په ږغ کي واوري او يا هم د هر آيت سره د هغه انګليسي ژباړه واوري. په پام کي نيول سوې چي انشالله د پښتو تفسير او ژباړه هم ږغيزه او پر پاڼه وړاندي کړل سي.

قاموسونه ټکی کام د صحيح احاديثو ټوله کتابونه د آنلاين کولو لپاره چمتو کړي دي او په راتلونکو اونيو کي به يې انشالله د آنلاين کولو پروسه بشپړه سي.

د يو شمېر احاديثو څخه ثابته ده چي د قرآن پاک تلاوت کول او د هغه اورېدل دواړه ډېر زيات ثواب لري. هر هغه څوک چي دغه خبرتيا لولي ورڅخه هيله کوم چي د اسلام لکُم ټکی کام پاڼي ته ولاړ سي او هلته د خپلي خوښي قاري وټاکي او هره ورځ د قرآن پاک د تلاوت اورېدلو لپاره څو دقيقې وخت راوباسي. د ټولو لوستونکو ورونو او خوېندو څخه هيله کوم چي نور خلک هم پدغه پاڼه خبر او د ورڅخه کار اخيستنې ته يې وهڅوي، تر څو په نيک کار کي خپل ونډه واخلي.

لطفا په خپلو دعاوو کي د دغې پروژې ټوله برخه وال په ياد وساتئ.

احمدولي اڅکزی
د اسلام لکُم او قاموسونو مسؤل چلوؤنکی، جرمني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مننه: د قرآن پاک د پښتو ژباړي او تفسير ډيجيټل کول به د نفيس ټولنې، مدرسه قاسميه پېښور  د مشر مفتي حبيب الله قاسمي صاحب، مولوي عبدالحق حماد اخندزاده صاحب او يو شمېر نورو ورونو د مرستي او لارښوونې پرته نه وای ممکنه سوې.

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page