د برېښناليک ليکلو پر وخت بايد زياتره هغه اصول او قواعد مراعت سي چي څوک يې په زاړه ليک يا کاغذي خط وکتابت کي هم مراعت کوي. خو د دې تر څنګ د ايمېل ليکلو پر وخت بايد بعضي تخنيکي اړخونو ته هم پام وسي.

د پخواني ليک او اوسني برېښناليک توپيرونه زيات دي. مهم ترينه توپير چي بايد په لومړي سر کي ياد کړل سي هغه دا دی چي د دې هيڅ ګارنټي نسته چي ستاسو شخصي ايمېل به يوازي تر يوه کس پوري محدوده پاته سي. ياني که تاسو يوه کس ته ايمېل وليکی نو د دې زيات امکان سته چي دغه ايمېل يو لک نورو انسانانو ته لاره پيدا کړي. په مجموع کي د انټرنټ څخه هر ډول کار اخيستل د خپل ځان په هکله د لږو يا ډيرو محرمو معلوماتو د بربنډولو معنا لري. دا خبره بايد همېشه د ايمېل ليکلو (انټرنټ کارونې) پر وخت د چا په ذهن کي وي.

پدغه ليکنه کي هڅه کيږي چي د ايمېل ليکلو بعضي اصول وړاندي کړل سي. وړانديز سوي اصول زياتره د افغانې ټولنې و ارزښتونو ته په پام کولو سره انتخاب سوي دي. که يو يا بل مهم اصول پاته سوی وي او يا د يوه يا بل اصول سره لوستونکي اختلاف ولري نو ليکونکی مخ له وړاندي لا بخښنه غواړي.

د برېښناليک پته يا ادرس نوم ټاکل

د يوه څخه زيات ادرسونه

په مجموع کي بهتره دا ده چي هر څوک د يو څخه زيات ايمېل ادرسونه ولري. د بېلګي په توګه يو د شخصي، بل د رسمي او بل د انټرنټ پاڼو څخه د کار اخيستنې لپاره. په انټرنټ کي زيات وخت داسي پيښيږي چي د بعضو اسانتياؤ د استعمال لپاره د برېښناليک پته پوښتل کيږي. پداسي مواردو کي څوک کولای سي چي د دې لپاره ځانګړې پته جوړه کړي چي که بيا ورته سپېم يا نه دعوت سوي ايمېلونه را هم سي نو زيات سر درد ورته پېښ نه کړي. څوک کولای سي چي د کچرې يا ډېران لپاره جوړ کړل سوی دغه اکاؤنټ هره اونۍ بشپړه خالي کړي. خو بايد د ايمېل ادرسونو شمېر دومره زيات هم نه وي چي لرونکی پکښي ورک سي.

رخشندي، سياسي او مذهبي نومان

د برېښناليک د آسانتيا څخه د کار اخيستنې لومړی ګام د ځان لپاره د ايمېل اکاونټ جوړول دي. د برېښناليک پته جوړولو پر وخت بايد دې ته پام وسي چي آسانه خو مناسبه نوم وټاکل سي. په زياته بيا که څوک د رسمي او يا هم تجارتي راکړه ورکړې لپاره کومه ايمېل پته کاروي نو بايد ټوکي، ډېر پوست، وران، رخشندي، سياسي ديني يا مذهبي تړاو يا تفکر بربنډؤنکی يا غېر جدي نوم يې نه وي. د بېلګي په توګه د رسمي او تجارتي اړيکو لپاره لاندني ادرسونه مناسبه ندي:

Sadrai_ustad@***.com; Stupid_guy@***.com; Lovely_boy@***.com; Realmuslim@***com; Khalqai_askar@***.com; Taliban_friend@***.com;

د افغانې مېرمني ايمېل ادرس بايد څنګه وي؟

د افغانو مېرمنو ايمېل ادرس بايد څنګه وي؟ و افغانو خوېندو ته زما مشوره دا ده چي د ايمېل ادرس جوړولو پر وخت د خپل اصلي نوم او يا هم داسي نوم جوړولو څخه ډه ډه وکړي چي دا ښکاره کوي چي د ايمېل څښتنه ښځينه ده. په زياته بيا داسي ايمېل ادرس جوړول چي هم څرګندوي چي د ښځينه کس دی او بيا پکښي د څښتنې د ښايست،عمر يا اوسېدو د ځای صفت موجوده وي، هيڅ مناسب ندی. د بېلګي په توګه لاندني ايمېل ادرسونه د ښځينه ؤ لپاره نامناسبه بللای سو:

Shaista_kochai_1985@***.com; Heela_Sultani_Kabul@***.com; Spogmai_1369@***.com; pretty_afghangirl@***.com

شفر، پاس ورډ، پټه پوښتنه

شفر، پاس ورډ يا پټه پوښتنه بايد پياوړې وي د ايمېل اکاؤنټ لپاره بايد داسي پټ نوم (پاس ورډ يا شفر) وټاکل سي چي په اصلي ادرس کي نه وي راغلی. د بېلګي په توګه که د چا ادرسAslam_kandahar@***.com وي او بيا يې شفر هم «کندهار» يا «اسلم» وي نو د دې چانسونه زياتيږي چي دويم څوک پرته د اصلي څښتن د خبرېدو د دغه ايمېل اکاونټ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او يا محرم معلومات لاس ته راوړي.

د شفر ټاکلو پر وخت بايد د دې څخه هم ډه ډه وسي چي څوک خپل د ږېږېدنې نېټه، د ټليفون شمېره، د خپل کوم نژدې قريب لکه پلار يا زوی نوم د شفر په توګه وټاکي. هغه لدې کبله چي هغه کسان چي د ايمېل څښتن پېژنې نو يې خامخا د ټليفون په شمېره، د پلار په نوم او نورو معلوماتو هم خبر وي. که دغه کسان وغواړي چي د ايمېل اکاونټ لرونکي اکاؤنټ ته پرته اجازې ور ننوځي نو ښايي کار يې ډېر آسانه وي.

زياتره ايمېل خدمات وړاندي کوؤنکي شرکتونه د ايمېل اکاونټ جوړولو پر وخت د يوې پټې پوښتنې د ځوابولو وړانديز هم کوي. که يو وخت د چا خپل پاس ورډ هېر سي نو بيا کولای سي چي هغه پټه پوښتنه ځواب کړي او بېرته خپل اکاونټ ته ننوځي. خو دغه پټه پوښتنه هم د دې سبب ګرځېدلای سي چي داسي يو څوک چي د اکاؤنټ څښتن پېژني دغه اکاؤنټ ته ننوځي. د بېلګې په توګه که د احمد د پلار نوم محمود وي او د ايمېل اکاونټ پټه پوښتنه يې همدا وي نو هر هغه څوک چي د احمد د پلار په نوم خبر دي د احمد اکاؤنټ ته لاره پيدا کولای سي. نو هغه مسؤنه لاره دا ده چي څوک داسي سوال او ځواب وټاکي چي د ځان پرته بل څوک نه په خبر وي او نه يې هم اټکل کولای سي.

د پاس ورډ يا شفر ټاکلو پر وخت بايد د تورو، شمېرو او نخښو د ګډون څخه کار واخستل سي. ياني په شفر يا پاس ورډ کي بايد شمېرې، نخښي او توري درې واړه موجوده وي. د دې تر څنګ څوک ستره او وړه لاطيني الفبا هم کارولای سي. د بېلګي په توګه لاندنی پاس ورډ ډېر قوي دی:

KsTµ34_89A

د ښه پاسورډ د تورو شمېره لږ تر لږه بايد 7 وي. داسي پاس ورډ ټاکل چي په ډکشنري کي موندل کېدلای سي هم د ايمېل اکاؤنټ د هېک کېدلو (د دويم کس لخوا د بې اجازې ننوتنې) سره مخامخ کېدلای سي.

نور انشالله بيا

 

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه