شهيد احمد امېد خپلواک ته

گرانه اميده، ته چيري پسي ولاړې؟؟؟ تا راته ويل په يوه اونۍ کي به هغه ټليفون شمېرې انشالله راولېږې چي ما در څخه غوښتي وې. يوه اونۍ خو تېره سوه! زه هغه شمېرې درڅخه غواړم اميده. د خدای روی دی اُمېده خپله ژمنه پوره کړه. بيا راسره پر ټليفون وږغېږه. بيا راته د روزگان حال راکړه. داسي مه کوه امېده چي موږ بې امېده پرېږدې او ته ځې. موږ چا ته پرېږدې ياره؟

دا جبر وگوره چي ستا و جنازې ته لا حاضر نه سوم. لږ تر لږه ستا پر قبر خو به مي درته ويلي وای چي د افغانستان په بې مانا جگړه کي پر شهيدانو سوؤ نورو ځوانانو مي سلامونه وايه.


ځه په مخه دي ښه گرانه! الله دي مل سه! الله دي وکړي چي د افغانستان په زخمونو زخمي زړگي دي اوس قرار موندلی وي. الله دي شهادت قبول کړه او الله دي په خپل دېدار موړ کړه.


خو هو دا هم درته وايم چي ته افغان وې او د هغه سزا به خامخا ستا نانۍ مونانۍ يتيمي لور ته رسيږي. موږ به ستا دغه نازولې د هغو نورو يتيمانو په څېر هېره کړو چي په تيرو درو لسيزو کي يتيمان سوي دي. موږ به د خپلو اولادونو سره راتلونکی کوچنی اختر په خوښيو ولمانځو او ستا د کونډي حال به مو هېر وي چي خپله نانۍ به يې په غېږ کي ټينگه نيولې وي او اختر به يې بختور نه وي. اوس لا درته وايم امېده چي موږ به هيڅکله بيا ستا د کونډي حال ونه پوښتو چي په څه اړه او په څه مانده ده. گوره اميده موږ خو پېژنې چي هيڅکله به ستا د يتيمي نانۍ پر سر لاس تېر نه کړو چي بچيه څه شی دي کم او څه شی دي پکار دي.


گوره ياره، موږ که نن ستا په غم په سرو سترگو ناست يو خو سبا به مو خامخا ستا مرگ هېرېږې لکه هغه نور پر ناحقه وژل سوي کسان چي مو هېر کړي دي. اوس لا درته وايم چي موږ ستا وروسته هم د خپلو قاتيلينو و خوشآمد او چاپلوسۍ ته دوام ورکوؤ او د پاکستان، اېران، امرېکې، المان او اسرائيل پر جاسوسانو به د دې وروسته هم چکچکي وهو. تر څو موږ ته يې پام سي او د هيواد پلورنې او انسان وژنې پدغه بازار کي موږ ته هم ونډه راکړي.

الله دي مل سه! الله دي مل سه ياره!
پام کوه چي موږ ته بخښه ونه کړې!!

احمدولي اڅکزی، المان

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page