افغانان د يو شمېر نورو صفتونو تر څنګ د خپلې پردې، ستر او ناموس ساتنې لپاره مشهوره دي. خو له بده مرغه چي په تيرو څو کلنو کي د ناديده توب يا هم د بېځايه عصريتوب له کبله افغانان د خپلو دغو دوؤ صفتونو سره د خدای په اماني په حالت کي دي. نوې ټېکنالوجي او د هغه سره د ناديده توب له مخي چلن دغه پروسه لا زياته چټکه کړې ده.

 

افغانان د انټرنټ پر مخ پرانستي کتابونه

دا چي پر انټرنټ د لسګونو او سلګونو زرو افغانو ځوانانو عکسونه، د هغوی تقريبا بشپړه ژوندليکونه، ټليفوني شمېرې، برېښناليک پتې، د اوسېدو ځايونه، د زدکړې ځايونه، د کار ځايونه، د ملګرو نومونه، د ملګرو انځورونه او د ملګرو د اوسېدو ځايونه هر څوک پر فېس بوک ليدلای سي اوس يو تريخ حقيقت ګرځېدلی دی. که يې لنډه کړو نو موږ تاسو د انټرنټ په مرسته د سلګونو زرو افغانانو په هکله معلومات تر لاسه کولای سو چي څنګه يې څهره ده، څوک څوک يې خپلوان او څوک يې انډيوالان دي، چيري اوسيږي او څه کار کوي او څه ډول سياسي يا ديني مفکوره لري......
ښايي يو شمېر لوستونکو ته دا پوښتنه ورپيدا سي چي پدې کي پرابلم څه دی. دلته پرابلم د شخصي معلوماتو سره د اړين احتياط کمښت او د هغه سره تړلي تاوانونه دي. زموږ ستاسو زياتره کمکي ځوانان او يو شمېر ناديده مشران پدې ندي خبر يا يې موقتا دا خبره هېره کړې وي چي کوم انځور، ويډيو او يا هم بل ورته شخصي معلومات چي يو ځل انټرنټ ته داخل سول نو بيا د هغو بېرته را ايستل ناممکنه کار دی. انټرنټ هيڅکله هيڅ شی نه هېروي!

خپله خو خپله د بل دا يې لا بله

بله مهمه خبره دا ده چي څوک د خپلو شخصي معلوماتو څخه د ساتنې تر څنګ د دې مسؤليت هم لري چي د بل چا شخصي معلومات پرته د هغه د اجازې پر انټرنټ خپاره نه کړي. خو له بده مرغه زيات شمېر کسان چي څنګه د خپلو شخصي معلوماتو سره بې احتياطي کوي او ورته مهمه نه معلوميږي نو د نورو کسانو د شخصي معلوماتو سره همدا چلن کوي چي دغه کار يوه ستره جفا او حماقت دی. د بېلګي په توګه که زه خپل انځور پر فېس بوک او يا هم پر بله انټرنټ پاڼه خپور کړم نو هغه خو زما شخصي موضوع ده. خو که دا چي خپل داسي يو انځور خپور کړم چي راسره نور ملګري او يا کسان هم پکښي معلوميږي نو دا به پرته د هغو نورو کسانو د اجازې د اخلاقو څخه ليري کار وي. له بده مرغه همدغه کار ته افغانانو ملا تړلې ده. خپل ځان خو خپل ځان د نورو خلکو شخصيت او محرموالي ته احترام نه کوي.

پر انټرنټ د پرده لرونکو د بې پردګۍ ننداره

خبره هغه وخت لا زياته کړکېچنه کيږي کله چي د مېرمنو موضوع مطرح سي چي د دغې مقالې اصلي مقصد همدغي ستونزې ته د خپلو افغانو ورونو او خوېندو پام را اړول دي. يوټيوب، فېس بوک او يو شمېر نوري وېبپاڼي د داسو افغانو مېرمنو او انجونو په انځورونو ډک دی چي ښايي پر انټرنټ د خپلو دغو عکسونو د شتون په هکله خبري او راضي نه وي.
په اصطلاح د عصري افغانانو خبره به پريږدو خو د انټرنټ پر مخ د داسو افغانو پيغلو او ښځو انځورنه هم پاشلي دي چي په جوته توګه د داسو ليري پرتو سيمو سره تړاو لري چي انټرنټ خو پرېږده فکر کوم برېښنا به لا هم نه لري. پدې ډاډه يم چي که دغې مېرمني او يا يې هم کورنۍ پدې خبر سي چي انځورونه يې د ټولي نړۍ لپاره پرانستی کتاب دی نو لوی ناورينونه به رامنځ ته سي.

احتياطي تدبيرونه

پر دغه موضوع او د دغې موضوع پر اړخونو باندي د ويلو او ليکلو لپاره ډېر څه سته چي ښايي ورباندي کتابونه ډک سي. دلته به پدې اکتفا وکړو چي و دغې ستونزې ته لنډه اشاره وکړو او پر خلکو د خپلو شخصي معلوماتو سره د احتياط کولو ږغ وکړو.
هغه څه چي زما په فکر موږ يې د خپلو محرمو معلوماتو د ساتنې لپاره کولای سو په لاندنيو ټکو کي ستاسي په خدمت کي وړاندي کوم:

1) انځور اخيستونکي موبايلونه:

کله چي په يوه موبايل انځور واخيستل سي او بيا بېرته ترې ډيليټ يا پاک کړل سي نو هغه بيا هم هلته موجوده وي ګرچه موبايل استعمالوؤنکی يې نه ویني. د ځانګړو پروګرامونو په مرسته څوک د موبايل د چيپ او آلې څخه پاک سوي معلومات بېرته راژوندي کولای سي. له همدې وجې د افغانانو په سلګونو زره شخصي انځورونه پر انټرنټ او بازار خپاره سوي دي ولي چي د موبايل د ګواښ څخه نا خبره دي.
کله چي موبايل ورک سي نو د موبايل سره هغه معلومات او انځورونه هم د غېر مسؤلو کسانو ولاس ته ورتللای سي چي محرم وي. هغه څوک چي دغه موبايل يا خو پيدا کړي او يا يې هم غلا کړی وي په آساني سره پر موبايل شته انځورونه او نور معلومات کاپي کولای او پر انټرنټ يا نورو طريقو خپرولای سي. د دې تر څنګ د دغه موبايل څخه هغه معلومات او انځورونه هم را ايستلای سي چي د موبايل څخه پاک کړل سوي ول.
ښه به دا وي چي انځور اخيستونکي موبايلونه و اومو ځوانانو او انجونو ته ورنه کړل سي ځکه چي هغوی د موضوع په حساسيت نه پوهيږي او د کور او بېبان انځورونه په اخلي. کله چي دغه موبايلونه يا ورک يا غلا سي او يا هم خراب سي او بيا د جوړونې لپاره بازا ته يووړل سي نو پر دغو موبايلونو د شتو معلوماتو او پخوانيو معلوماتو د کاپي کېدنې امکانات سته.
کله چي څوک انځور اخيستونکی موبايل لري او يا يې هم و خپل اولاد ته په لاس ورکوي نو بايد و يادو سوؤ ټکو ته يې پام وکړي. داسي موبايل چي يو وخت ورباندي د کور انځورونه اخيستل سوي وي بايد څوک خرڅ نه کړي او نه يې هم په بې احتياطۍ سره و موبايل جوړؤنکو مستريانو ته پرېږدي.

2) کمپيوټرونه، هارډ ډسکونه او يو ايس بي سټيکونه

د کمپيوټرونو هارډ ډسکونه او يا د معلوماتو د ساتنې آلې يو اېس بي سټيکونه تر موبايلونو لا په آساني سره د شخصي معلوماتو د خپرېدلو سبب ګرځېدلای سي. زيات افغانان په بازارونو کي خپل دويم لاس يا مستعمله کمپيوټرونه رانيسي او پلوري. پدې توګه سره د مستعمله کمپيوټر دننه ثبت ژوندي او پخواني معلومات هم د يوه کس څخه و بل کس ته په لاس ورځي.
لکه څنګه چي د موبايلونو سره احتياط پکار دی په همدې ډول د کمپيوټر د ثبتولو د آلو او کمپيوټرونو سره هم احتياط پکار دی. کوم وخت چي خپل کمپيوټر پلورو او يا يې هم غورځوؤ نو بايد پدې پوه و اوسو چي د هارډ ډسک د لس واري فورماټ وروسته لا هم پکښي ثبت پخواني معلومات بېرته راژوندي کېدلای سي.

3) «د کېمرو او موبايلونو څخه معذرت غواړو.» کفايت نه کوي

د افغانانو د ودونو او د ښاديو د محفلونو په تقريبا ټولو بلنليکونو او کارډونو کي ليکلي وي چي «د کېمرو او موبايلونو څخه جدي معذرت غواړو.» خو د هغه برسېره انټرنټ او د افغانستان او پاکستان د ويډيو فلمونو دکانونه د افغانانو د شخصي او محرمه د خوښيو د محفلونو په فلمونه ډک دي. د هغه وجه دا ده چي زيات افغانان داسي فکر کوي چي پدغه يوه جمله ليکلو سره يې د خپلو شخصي معلوماتو او د پردې د ساتني لپاره اړين ټوله ګامونه پورته کړه. خو دغه يوه جمله کفايت پدې نه کوي ولي چي بيا هم د هرې انجلۍ او ځوان په لاس کي موبايلونه وي او په پټه او ښکاره محرمه انځورونه اخلي. که دغه کسان په قصد سره دغه انځورونه خپاره نه کړي نو دا ګواښ وسره تړلی وي چي دغه موبايل ورڅخه ورک سي او يا هم له بلې لاري د يوه مضر چا و لاس ته ولويږي.

د دې تر څنګ دا هم يو دود ګرځېدلی دی چي اوس هر څوک د خپلو ودونو او ښاديو فلمونه جوړوي او بيا يې په بازار کي د ځانګړو دکانونو او کسانو په مرسته سره يو ځای کوي. زيات دغه شخصي او کورني فلمونه د دې لاري نامحرمه کيږي ولي چي کوم څوک چي د کمپيوټر يا نورو تخنيکي آلو په مرسته په بازار کي دغه فلمونه سره يو ځای کوي هغه په پټه د دغه فلمونو کاپي اخيستلای سي.
له همدې وجې د بلنليک په کونج کي د يوې جملې د ليکلو سره د شخصي معلوماتو او پردې د ساتلو ټوله مسؤليت پای ته نه رسيږي. که يو څوک د ستر او پردې په ترځ کي جدي وي نو بايد يو شمېر نور تدابير ونيسي چي ستر يې بې ستره نه سي.

4) انټرنټ، اعلانونه او جاسوسه ادارې

انټرنټ مارکيټنګ هغه څه ته ويل کيږي چي له مخي يې انټرنټ کتونکو ته د بېلابيلو مصنوعاتو اعلانونه پر وېبپاڼو ښودل او يا هم د برېښناليک په مرسته لېږدول کيږي. په نړۍ واله توګه لوی لوی شرکتونه سته چي په قانوني او غېرقانوني توګه د انټرنټ کارؤنکو شخصي معلومات رانيسي او خرڅوي يې. هر هغه ايمېل ادرس چي ورڅخه کار اخيستل کيږي د انټرنټ مارکيټينګ له مخي په پيسو ارزي. دغه دول معلومات لا زيات ارزښت مومي کله چي د برېښناليک تر څنګ د انټرنټ کارؤنکي نور شخصي معلومات هم ورسره مله وي لکه هيواد، جنس، عمر، ..... ولي چي هر څومره چي دغه معلومات زیات وي په هغومره کاميابه توګه سره و سم کس ته د سم شي اعلان رسول کېدلای سي.
حتی اوس د افغانانو داسي شرکتونه راوتلي دي چي په ناسمه توګه د افغانانو د راټولو سوؤ د برېښناليکونو بزنس کوي. دغه شرکتونه د يو شمېر نورو تجارتي شرکتونو تر څنګ پر استخباراتي ادارو هم د افغانانو شخصي معلومات پلوري. يو شمېر کارپوهان پدې اند دي چي د نړۍ هيڅ کمپيوټر او برېښناليک د استخباراتو څخه خوندي ندی.
زيات افغانان پدې ندي خبر چي هر هغه څوک چي انټرنټ کاروي هغه په انټرنټ کي يو ډول نخښي پرېږدي. د دغو نخښو په مرسته استخبارات او د انټرنټ اسانتيا برابرؤنکي شرکتونه ځان ته معلومولای سي چي کله او د کوم ځای څخه انټرنټ ته يو څوک ور داخل سو.
نو هر هغه پيغام، برېښناليک او نور معلومات چي د انټرنټ په مرسته استول کيږي هغه هيڅکله هم سل په سل کي پټ نه سي کېدلای. يوه بېلګه يې دا ده چي کله چي تاسو په خپل شخصي برېښناليک کي ليکونه لولی نو بعضي وخت درته اعلانونه ښودل کيږي. زياتره وخت دغه اعلانونه د يوه داسي شي په هکله وي چي ستاسو په يوه يا بل برېښناليک کي يې ذکر سوی وي. د بېلګي په توګه که ستاسو په برېښناليک کي تاسو خپل ملګري ته ليکلي وي چي بازار ته ځی او لږ روميان رانيسئ نو کېدلای سي چي ستاسو ملګري ته داسي اعلانونه وښودل سي چي د روميانو په هکله وي لکه د روميانو تخم، د روميانو روب.......
دا پر دې دلالت کوي چي حتی د خلکو شخصي برېښناليکونه لا لوستل کيږي تر څو هغوی ته برابر اعلانونه وسي چي د دې لپاره ځانګړي کمپيوټري پروګرامونه په کار اچول کيږي.

له همدې کبله پکار ده چي هر څوک خپله د برېښناليک پته ډېره خوندي وساتي او هر چيري يې پر انټرنټ پاڼو ونه ليکي. کله چي څوک په يوه ځای ډيرو کسانو ته برېښناليک ليږي نو بايد د ايمېل اکاونټ د هغه آساني څخه کار واخلي چي له مخي يې يو ايمېل تر لاسه کوؤنکی د هغو نورو کسانو د برېښناليک پتي نه ويني. دغه آساني ته bcc ويل کيږي.

په ټوليزه توګه ويلای سو چي کله چي موږ د نوي ټيکنالوجۍ څخه کار اخلو نو بايد د شخصي معلوماتو و حساسي موضوع ته جدي پاملرنه وکړو. تر څو چي هغه څه چي نه غواړو ټوله نړۍ په خبره سي په پرده کي پاته وي.

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page