شعردشاعر هغه هڅه ده چي دخپل تخيل او احساس د هسک آسمانانو يو داسي انځور وکاږي، چي د لوستونکي لپاره يو ډول بوراق وګرځي.

د شعر د بوراق په مرسته لوستونکی کولای سي چي دشاعرد تخيل او احساس د آسمانونو سفر وکړي. دا چي داسفربه د لوستونکي لپاره څومره په زړه پوري او نوښتګر وي، دشاعر په وړتيا او د لوستونکي په خپل تخيل او احساس باندي اړه لري. ښايي يو شعر په سلو لوستونکو کښي سل بېل بېل احساسات راوپاروي او پدې ډول هر لوستونکی بيل آسمان ته سفر وکړي. د شعر لوستونکي لپاره خپل روحي حالت، د لوستولو وخت او مکان هم ستر رول لوبوي. ښايي همدا يو شعر په لوستونکي کښي په دو بېل وختونو کښي دوه بېل احساسات راوپاروي. زما په آند شعر هغه وخت شعر شي کله چي د ليکونکي او لوستونکي تخيل او احساس سره يوځای سي.

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه