دهر مېلادي کال دفرورۍ د مياشتي په 21 نېټي په ټوله نړۍ کښي دمورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ لمانځل کيږي. د 1999 مېلادي کال د نوامبر په مياشته کښي د يونيسکو عامي غونډي پرېکړه وکړه چي د فروري 21 نېټه به د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ وګرځول شي.
د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ په لومړي ځل په 2000 مېلادي کال کښي ولمانځل شوه. د 2001 مېلادي کال دمورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په مناسبت، د ملګري ملتونو منشی کوفي عنان وويل چي په نړۍ کښي د پاتو 6000 ژبو خوندي ساتل بايد لومړيتوب ولري.
ولي د فروري 21 نېټه؟
په يونيسکو کښي د 28 نورو هيوادونو تر څنګ د بنګله دېش هيواد د استازو په غوښتنه دفروري 21 مه نېټه، د مورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په توګه وټاکل شوه.
د 1952مېلادي کال د فرورۍ په 21 مي نېټي په ختيځ پاکستان کښي پوليسو پر يوه لاريون باندي ډزي وکړې، چي په نتيجه کښي يه 5 محصيلينو خپل ژوند دلاسه ورکړ. دغه لاريون دپاکستاني حکومت د هغي فيصلې پر ضد راوتلی و، دکومي له مخي چي اردو ژبه د ټول پاکستان يوازنۍ ملي ژبه ټاکل شوې وه. پداسي حال کښي چي د هغه وخت په پاکستان کښي دنفوس يوازي 3 په سلو کښي په اردو ژبه خبري کولې او دهغه په مقابل کښي د پاکستان 56 په سلو کښي نفوس په بنګالي ژبه خبري کولې، دغه پرېکړه يوه ستونزمنه پرېکړه وه. تاريخپوهان وايي چي د همدغي ناوړي پرېکړي پر بنسټ په 1971 مېلادي کال پاکستان ديوې خونړۍ کورنۍ جګړې وروسته پر دو برخو ووېشل شو. د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ بنګله دېش د پاکستان نه خپلواکي تر لاسه کړه. د پاکستان د وېشل کېدو وروسته هم د پاکستان په ژبنيزي پاليسۍ کښي تر اوسه کوم لوی تغير ندی راغلی او دغه هيواد د نورو ژبو لکه بلوڅي او پښتو د پرمختګ مخه نيسي. پاکستان و بلوڅي او پښتو ژبو ويونکوماشومانو ته دغه حق نه ورکوي چي په خپله مورنۍ ژبه زدکړي وکړي.
په سلو کښي 50 ژبي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي
په نړۍ کښي 6000 ژبي ويل کيږي. پدغه ژبو کښي50 په سلو کښي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. په 21مه فروري 2002 کښي يونيسکو د (Atlas of the World's Languages in Danger of Disappearing) په نامه د هغو ژبو ليکلړ راوايستی چي ددغه مؤسسې په آند د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. پدغه ليکلړ کښي دپښتو ژبه هم ځای پر ځای شوېده.
پښتو
پښتو د پښتنو ژبه ده چي د هندو اروپايي ژبو د کورنۍ سره تړاو لري. دغه ژبه د دري تر څنګ د افغانستان ملي ژبه ده. په ټوله نړۍ کښي دهغو وګړو شمېر چي پښتو يه مورنۍ ژبه ده، څه باندي 60 مليونه اټکل کيږي. پدغو وګړو کښي يوازي 18 مليونه په افغانستان کښي او 21 مليونه په پاکستان کښي ژوندکوي. په هندوستان کښي د پښتنو شمېر 24 مليونه اټکل شوی په کومو کښي چي زياتو خپله ژبه د لاسه ورکړې.
دپښتو ستونزي
پښتو ژبه نه يوازي په نړۍ واله کچه بلکه د خپلو ګاونډيو ژبو په پرتله يوه ډېره شاته پاتې ژبه ده. پداسي حال کښي چي پدغه ژبه کښي ډيري لهجې شتون لري پښتانه تر اوسه پدې نه دي توانېدلي چي دليک لوست لپاره پريوه سټېنډرډ پښتو متفق شي. په نړۍ واله کچه پښتو او دپښتو آثار چي زياته برخه يه شعر دی، ډېر کم پېژندل شوي. دپښتو ژبي ويونکي تر اوسه دې ته اړ دي چي د عصري زدکړو لپاره د نورو ژبو نه کار واخلي ولي چي په پښتو کښي د ساينسي او عصري علومو آثار پر هيڅ شمېرل کېدلای شي. پدغه ژبه کښي د ژباړي ستره اړتياليدل کيږي خو دغه کار پدې ستونزمن دی ولي چي په پښتو کښي تر اوسه معياري سيندونه يا قاموسونه شته والی نه لري او نه پدغه ژبه کښي يو پياوړی پوهنغونډ شته دی. دغېر پښتنو لپاره د پښتو زدکړه يوستونزمن کاردی، ولي چي پدغه ژبه کښي داسي آثار ډېر لږ دي، کوم چي دغېر پښتنو لپاره دپښتو زدکړه آسانه کړي.
په تيرو قرنونو کښي په ملينونو پښتنو خپله ژبه د لاسه ورکړې . پدغه پښتنو کښي د هندوستان پښتانه يادولای شو چي شمېر يه د 24 مليونو په شاوخوا کښي اټکل کيږي. په پاکستان کښي ژوند کونکي پښتانه د اردو ژبي تر تأثير لاندي او زياتره يه په پښتو ليک او لوست نه شي کولای. په افغانستان کښي ژوند کونکي زياتره پښتانه په دري ژبه پوهيږي او د غير پښتنو سره د مکالمې پر وخت د همدغي ژبي نه کار اخلي. پخوا يوازي پښتو اود څلورو کالو راپدېخوا دري هم د افغانستان ملي ژبه ده، خو عملا پښتو په اداري ډګر کښي هيڅ ځای نه لري. د افغانستان په زياتو پوهنتونو کښي په دري ژبه ښوونه کيږي اوپه زياتوولاياتو او همدې ډول په پلازمېنه کابل کښي ټوله اداري کارونه په دري تر سره کيږي. پداسي حال کښي چي د دري ژبي ويل ډېر عصري ګڼل کېدل، د افغانستان زياتو پښتنو مامورينو او چارواکو په کور کښي هم دري ژبه ويل چي وروسته يه اولادونه يوازي په دري ژبه خبري کولای شوای. په همدې ډول د هغو پښتنوزياتره اولادونه په پښتو خبري نه شي کولای چي مېندي يه د نورو ژبو سره تړاو لري.
هغه ځوانان چي د جګړې پر وخت د افغانستان په ګاونډي هيوادونو اويا لوېديځه هيوادونو کښي ږېږېدلي او يا لوی شوي، هغه په خپله ژبه ليک او لوست نه شي کولای. زيات دغسي ځوانان او پېغلي شته چي حتی په خپله ژبه خبري لا نه شي کولای. زيات شمېر هغه پښتانه ليکوالان چي د افغانستان نه دباندي ژوند کوي او خپل ټوله ژوند يه پښتو ته وقف کړی، حتی هغه پدې ندي توانېدلي چي خپلو اولادو ته پښتو ليک او لوست ورزده کړي. همدا وجه ده چي دغه ځوانان او پيغلي د يوې ستر ي هويتي ستونزي سره لاس او ګرېوان دي. بعضي تنقيد کونکي وايي چي د پښتو لپاره خدمت دکوره پېليږي معنا دا چي د مقالو او کتابو ليکلو نه مهمه خبره و خپلو اولادو ته د پښتو ليک او لوست ورزده کول دي. څوک چي خپل اولاد ته پښتو ورزده نه کړای شي هغه د پښتو نور خدمت هم نشي کولای.
دپښتو رېناسانس
تېر کلونه ښيي چي پښتو په ډېر چټک او لوی ګامونو و ودي ته مخه کړې. هيڅکله دپښتو دومره زيات شمېر کتابونه د چاپه نه وه راوتلي لکه په تيرو څو کلونو کښي چي چاپ شوي. د افغانستان د اوږدمهالي جګړې په جريان کښي نه يوازي پښتو شعر بلکه پښتو نثر داسي وده کړې چي ثاری يه نه موندل کيږي. دپښتو دژباړي په برخه کښي هم په لږ وخت کښي ډېر څه شوي. نوي پښتانه ځوانان او پېغلي چي په عصري علومو او نويو ژبو سنبال دي، د پښتو لپاره چوپړ وهي. په همدې ډول پښتو په تيرو کلونو کښي و نوي تکنالوجي ته لاره موندلې او د نورو ژبو سره د سيالۍ په درشل کښي ده.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۰۶ کال د فبرورۍ ۲۱مه نېټه، زولنګن