«طالبانو د دغې خبري پر سر زه دومره ټينگ ووهلم، چي په مياشتو مياشتو مي بدن تک شين ؤ.»

 ولسمشر بايد څنگه وي؟ (شپږمه برخه)

معلم صاحب پخوانی خلقی دی. هغه د افغانستان په يو جنوبي ولايت کي ژوند کوي. نوموړی د ځان سره رامنځ ته سوي يوې واقعې نکل داسي کوي:

« دا د هغه وخت نکل دی چي طالبانو د افغانستان جنوبي ولايتونه نيولي ول او د نور پرمختگ لپاره يې جگړه روانه وه. ما هم د ښار د نورو ټولو خلکو په څېر لنگوټه تړل پېل کړه او اوږده ږيره مي هم پرې ايښې وه. د جمعې ورځ وه او زه سخت ناروغه وم. ما نه سوای کولای چي د جمعې لمانځه ته ولاړ سم. خو له بل اړخه د طالبانو څخه هم بېرېدلم چي داسي نه چي بې آبه مي کړي. څو واري داسي پيښ سوي ول چي دوی به د دې څخه ترمخه چي د چا پوره خبره واوري، خلک تر گونډو لاندي کړل او په عامه محضر کي به يې ټينگ وډبول. هغه هم بېله توپيره چي ځوان دی که سپينږری.

همدا ؤ چي په خورا تکليف مي ځان تر مسجد پوري ورساوه او په همدا وخت کي ملا صاحب وينا پېل کړه. مُلا صاحب وويل:

چي وه يو وخت يوه فاحشه ښځه وه. د هغې نوم هُرا ؤ. د هغې څو زامن ول چي يو يې ليلن، بل يې پرژينيف، بل يې... ؤ بل يې ...  او بل يې....ؤ....

پدې توگه سره مُلا صاحب يو په بل پسي د خلق او پرچم د مشرانو نومونه هم ياد کړل چي زما نوره خبره تر وس تېره سوه او ولاړ سوم. ما ور ږغ کړی چي مُلا صاحب د هُرا د هغو ناجايزو زامنو نومان دي هېر سول. مُلا صاحب هم خپلي خبري ودرولې او زه يې مخاطب کړم او ويې ويل: وروره څوک مي هېر سول؟

ما ورته د هغو کسانو نومان اخيستل پېل کړل چي په خپلمنځي جگړو کي يې کابل سوځلی ؤ. ما لا ټول نومونه نه ول پوره کړي چي دوو طالبانو د خپل ځای څخه داسي جست پورته کړم لکه يو سپک شی. د دغې خبري له وجي طالبانو زه دومره ووهلم چي په مياشتو مياشتو پر ځای پروت وم او بدن مي تک تور ؤ. د هغو وهلو له کبله زه تر نن پوري پر لکړه/امسأ ځم. خو خوشاله پدې يم چي پر کومه خبره چي ما وهل خوړلي ول هغه که څه هم چي ماته پخوا لا جوته وه، اوس ټولې نړۍ ته روښانه سوه. هغه چا چي د شورويانو پر ضد يې دومره جهاد نه ؤ کړی لکه د خلقيانو، پرچميانو، معلمانو، ليک لوستو او د کواړي بوټونو د اغوستونکو په نوم چي يې افغانان ووژل او اوس پخپله د امريکا تر بيرغ لاندي يا خو پاچهان سول او يا هم د خپل واري په تمه او انتظار دي. هغه کسان چي د شوروي پر ضد يې د جهاد فتواوي ورکولې او اوس د امريکا څخه بيعت کوي، ټولو ته بربنډ سول.

د افغانستان ولسمشر بايد داسي څوک وي چي نه ده هُرا او نه د امریکا جايز او نه هم د هغوی ناجايز اولاد وي. هر څوک چي د افغانستان ولسمشر کيږي هغه بايد په پوره معنی د افغانې خاوري بچی وي او نه بايد د پردو پر کاسو لوی سوی وي.»

 

د ليکنو د دغې لړۍ (ولسمشر بايد څنگه وي؟) ټول نکلونه رشتيا دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاگ څخه لاندي مطالب هم ولولئ:

ولسمشر بايد څنگه وي؟ (لومړۍ برخه)
ولسمشر بايد څنگه وي؟ (دويمه برخه)
«د ولسوال لور په رشتيا هم ډېره ښايسته وه.» ولسمشر بايد څنگه وي؟ (دريمه برخه)
«اي ستا په دا پک سر کي...» ولسمشر بايد څنگه وي؟ (څلورمه برخه)
ولسمشر، د زوم انتخاب او د مولانا صاحب پټ حکمتونه (پنځمه برخه)
پدر داره، بې پدره او پدرلعنته
د بن بن بازار او کش کاذبک نکل