د عينکو تر کونج يې اول ماته وکتل او بيا يې مخ را واړوی او ويې ويل: « ځوانه خبر يې چي په پښتو کي تر ټولو لوی عدد کوم دی؟»

 

زه تقريبا د ديارلسو کالو وم چي د لومړي ځل لپاره مي کانديد اکاډميسن محمد انور نوميالی صاحب وليدی. خدای بخښلی نوميالی صاحب په ماسکو کي په يو داسي کور کي مېلمه ؤ چي زه هم ورغلی وم. دا چي زما عمر ډېر کم ؤ او ژوند مي د افغانستان څخه دباندي تېر کړی ؤ، نو نه وم خبر چي د پښتو د نوموړو ليکوالانو څخه د يو سره مي لومړی او له بده مرغه وروستی ديدن دی.

مشران په خبرو اخته ول او زه د کوټې په کونج کي خاموش ناست وم او غوږ مي پر نيولی ؤ. د نوميالي صاحب سترګي ډيري کمزوري وې او خورا پُنډي عينکي يې پر سترګو وې. د دغو عينکو تر کونج يې اول ماته وکتل او بيا يې مخ را واړوی او ويې ويل: « ځوانه خبر يې چي په پښتو کي تر ټولو لوی عدد کوم دی؟»
زه وارخطا سوم او بېله دې چي زيات چرت پر ووهم، ومي ويل: « مليون؟» نوميالي صاحب ويل: « يا!» ما بيا ويل:« ترليون؟»
نوميالي صاحب لږ غوندي مُسکی سو او بيا يې سر وښوراوه ويل: «يأ» زه تر هغه زيات وارخطا سوم او عذر مي وکړی چي: « وبخښئ زما پښتو لږ کمزوره ده، ولي چي د افغانستان څخه دباندي مي ژوند تېر کړی او مکتب مي د هيواد څخه دباندي لوستی دی. پدې خاطر نه پوهېږم چي تر ترليون وروسته په پښتو کي د اعدادو لپاره کوم نومونه سته.»

نوميالي صاحب راته وويل:
« نو واوره، ته خو هم د کندهار يې، د ... قوم نوم خو به دي اورېدلی وي. د دوی يو خان ؤ چي ... نومېدی. هغه يو واده ته تللی ؤ. کله چي يې وليدل چي په واده کي خورا بد مصرفونه سوي دي او خورا کش دی، نو يې په لوړ ږغ وويل: آ هلکو، دا څه حال دی؟ دا څه بد مصرفۍ دي؟ سل واري مي درته ويلي دي چي بد مصرفۍ مه کوئ، زر واري مي درته ويلي دي، لک واري مي درته ويلي دي، نو اويا واري درته ووايم؟»

خدای دي نوميالی صاحب اويا واري جنتي کړي او قبر ته دي يې الله د اويا آسمانونو پراخوالی ورکړي. آمين

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه