نن په ټوله نړۍ کي مسلمانان په ناخوالو کي ګير دي. پر هغوی باندي د ظلم مېچني چليږي، د هغوی مقدساتو ته سپکاوی کيږي، مځکي او هيوادونه يې غصبيږي، شتمنۍ او معدنيات يې لوټل کيږي.

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وعلی آله واصحابه اجمعین، اما بعد

نن په ټوله نړۍ کي مسلمانان په ناخوالو کي ګير دي. پر هغوی باندي د ظلم مېچني چليږي، د هغوی مقدساتو ته سپکاوی کيږي، مځکي او هيوادونه يې غصبيږي، شتمنۍ او معدنيات يې لوټل کيږي. وجه يې څه ده؟ ايا دوی په شمېر کي کم دي؟ ايا دوی دماغ او تدبير نه لري؟

د لوړ يادو سوو ټولو ناخوالو تر ټولو لويه او مهمه وجه د مسلمانانو مخ په زوال اخلاقي حالت، نفس پرستي، دنياوي حرص او د سمي او مستقيمي لاري څخه د هغوی انحراف او په نااهلو مشرانو پسي د هغوی اقتدا ده.

د يادو ناخوالو څخه په پند اخيستلو سره مسلمانان ټول بايد پدې پوه سي چي پرته د صاحب الشفاعه، مفتاح الجنه، خاتم النبيين حضرت محمد مصطفی ص او د هغه د شريعت څخه بل رهبر نه لري او نه بايد بل داسي څوک خپل رهبر ومني، چي د الله او د رسول پر لاره نه وي برابر. مسلمانان به تر هغه وخته د ناخوالو، ظلمونو او سپکاويو سره مخامخ وي تر څو چي يې خپل نه ختمېدونکي دُنياوي حرص او د وخت د دجال سره خپلې ملګرۍ ته د پای ټکی نه وي ايښی. 

افسوس پر مسلمانانو افسوس پر افغانانو چي فاسقين، منافقين، ظالمين، قوم پرستان، متعصبين، نااهلان، غله، درواغجنان، چلبازان، قماريان، رياکاران او ورته بلاوي او بد تر يې خپل مشران کړي او يا يې نورو ته اجازه ورکړې چي دغسي بد خلک يې رهبران وټاکي. کله چي مسلمانان تر منځ سره کښيني نو همېشه پر دې ژاړي چي مخلص رهبر نه لري. دا پداسي حال کي چي د هغوی اصلي رهبر څورالس سوه کاله تر مخه لا هغوی ته د دنياوي او ابدي برياليتوب لپاره د عمل وړ او بهترينه لاره او تګلاره راوړې ده. 

« وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين» (سورت انبيا آيت 107)
ترجمه: اونه يې ليږلى مونږ ته ( اى محمده! ) مګررحمت لپاره د( ټولو) عالميانو

نو ايا موږ په ګمراهي کي نه يو مبتلا چي خپل د اصلي رهبر ص رهنمايي مو هېره کړې او په کوچنيو او لويو فرعونانو باندي مو خپلي هيلي تړلي دي. حال دا چي محمد مصطفی ص تر آخرته پوري د هغو لارښود دی، څوک چي غواړي سمه او غوره لاره پيدا او تعقيب کړي. هر هغه څوک چي بله لاره خپلوي د هغوی دغه دنيا هم خرابه او آخر يې هم عذاب دی. لکه الله تعالی چي په قرآن پاک کي فرمايي:

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (سورت الحشر آيت 7)
ژباړه: څه چې پيغمبرص تاسې ته دركوي هغه واخلئ اوله څه شي نه چې هغه تاسې منع كوي له هغه نه منع شئ. له الله نه وويريږئ ، الله سخت سزا وركوونكى دى.

دا چي تر آخرته موږ ته بل نبي نه راځي نو راځئ چي د خپل محبوب نبي ص په لارښوونو ځان خبر کړو او ورباندي عمل وکړو. که داسي وکړو نو انشالله ټوله سته ستونزي به مو حل سي. که د خپل اصلي محسن، بشير، نذير او رهبر ص پر لارښوونو عمل وکړو نو انشالله هم به په دنيا کي نور ظلمونه او ستمونه راباندي قطعه سي او په آخرت کي به هم انشاالله د خپل محبوب ص د شفاعت څخه برخمن سو. راځئ چي نور په کلي، هيواد او سيمه کي د «غوره رهبر» په انتظار نه کښېنو بلکه په خپل حقيقي او اصلي رهبر پسي ودريږو.

راځئ د نن څخه دا هوډ وکړو چي د ژوند هره وړه او لويه فيصله به د دې اساس له مخي نه کوو چي نفسي، اقتصادي، سياسي، قومي، ژبنيزه يا کورنۍ ګټه مو لومړيتوب ولري. راځئ چي د نن څخه هره فيصله پر دې اساس وکړو چي شريعت محمدي څه راته وايي. راځئ چي د نن څخه خپل ټول هغه «مشران او رهبران» هير کړو چي د اصلي رهبر ص پر لاره ندي روان. راځئ چي د نن څخه په عمل کي خپل د اصلي رهبر ص پر لاره روان سو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږ د اصلي رهبر حضرت محمد ص د ژوند تفصيلي واقعات «سيرت نبي» د آوډيو په توګه د اسلام لکُم پر وېبپاڼه په پښتو ژبه اورېدلای او ډاونلوډولای سئ. دغه آوډيوګانې د مولوي عنايت الله صاحب د «سيرت نبي» د سلسلې د 42 فيتو څخه جوړي سوي دي.

http://islamlacom.com/old/index.php?site=downloads&cat=lectureaudio&page=6

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ليکوال ورته نوري ليکنې:
ايمان د «معجزو» او ساينسي دلايلو محتاجه ندی
ما پر مُلا ايمان ندی راوړی
دا چي پر ملا او عالم بد وايو...