د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com  پروژې د اېپل کمپنۍ د iOS سيسټم له پاره خپل مفت اېپ خپور کړ.

 هيله ده چي د دغې ليکني اعلان په فيسبوک او نورو رسنيو کي شريک او share کړئ چي لا زيات خلک د دغه پروژې څخه خبر او مستفيد سي.

د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com  پروژې د اېپل کمپنۍ د iOS سيسټم له پاره خپل مفت اېپ خپور کړ. د دغه اېپ په مرسته به د آی فون او آی پېډ کارونکي وکولای سي چي د يادي پروژې ټولو آنلاين قاموسونو ته په آساني سره لاس رسی ولري. دغه اېپ د تکړه افغان کمپيوترپوه ښاغلي اجمل حمزه په زحمت طرحه سوی او جوړ کړل سوی دی.

قاموسونه ټکی کام د هغه څخه تقريبا دوې اونۍ وروسته خپل دغه اېپ خپروي چي د اندرويد موبايلونو له پاره يې خپل نوی اېپ خپور کړ. هغه وخت ګڼ شمېر د پښتو مينه والو هيله څرګنده کړې وه چي د اېپل د سيسټم له پاره دي هم ورته يو اېپ جوړ سي. دا دی اوس قاموسونه ټکی کام پروژې د اېپل iOS له پاره په خپل دغه اېپ خپرولو سره د پښتو د مينه والو غوښتني ته مثبت جواب ووايه.

د موبايل سيسټمونو په نړۍ وال بازار کي تقريبا ۱۵ سلنه برخه د اېپل کمپنۍ د iOS ده. د اندرويد برخه تقريبا ۸۱ سلنه ده. دا چي قاموسونه ټکی کام اوس د دواړو سيسټمونو له پاره اېپس را وايستل نو د اټکل له مخي د شته موبايلونو ۹۶ سلنه کولای سي چي دغه اېپ وکاروي. 

په دغه اېپ کي د وېبپاڼي په پرتله دا نوښت راوړل سوی چي د انګليسي لغتونو تلفظ په ږغيزه توګه اورېدل کېدلای سي. 

د يادولو وړ ده چي د قاموسونه ټکی کام پروژې دواړه اېپس که هغه د اندرويد له پاره او که د آی فون لپاره دي، صرف آنلاين کار کوي. يعني د دغو پروګرامونو په مرسته يوازي هغه څوک په قاموسونو کي لټون کولای سي چي موبايل يې آنلاين وي. د چاپ د حقونو او نورو موضوعاتو له کبله لا تر اوسه د دغې پروژې له پاره د افلاين قاموسونو (چي انټرنټ ته اړتيا ونه لري) خپرول ممکن نه دي. بل دليل دا هم دی چي موږ اوس په قاموسونه ټکی کام کي تر ۲۵ څخه زيات پښتو قاموسونه لرو چي آفلاين اېپ به يې په سلهاؤ ميګابايټه حجم ولري چي د کمزور انټرنټ او کمه حافظه لرونکي موبايلونو له پاره به يې ډاونلوډول ډېر مشکله وي.

پر دغه جمله په کليک کولو سره د اېپ سټور هغه پاڼي ته تللای سئ چيري چي د قاموسونه ټکی کام اېپ ډاونلوډ ته تيار پروت دی.

دغه اېپ بالکل مفت دی او که د انسټال پر وخت ستاسو څخه د کرېديت کارت غوښتنه وسي نو د verify له پاره د کارتونو له ليسټ څخه لاندي په آخر کي د «هيڅ» يعني هيڅ کارت نه لرم وټاکئ.

هيله ده چي اجمل حمزه او ما ناچيز  ته د خير دعا وکړئ. 

ستاسو ورور

احمدولي اڅکزی 

 

Qamosona.com by Ahmad Wali Achakzai announces publication of its new App by Ajmal Hamzai - read more here http://bit.ly/1IFKLAw

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Thursday, December 3, 2015

 

قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015
 

که د قاموسونه ټکی کام يا زموږ د موبايل اېپ په تړاو پوښتنه لرئ، هيله ده چي پر لاندني انځور کليک وکړئ. په دغه کي د زياتو پوښتل سوو سوالونو جواب ليکل سوی، ښايي ستاسو سوال هم پکښي جواب سوی وي.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Friday, December 11, 2015

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو

اېټالوي پښتو قاموس آنلاين سو - 21000 لغتونه

نوی پښتو انګريزي قاموس آنلاين سو ـ 27000 پښتو لغتونه

لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره

د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو

اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول