په دغه قاموس کي ۱۶۰۰۰ چينايي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي

 د قاموسونو ټکی کام پروژې د چينايي پښتو يو داسي قاموس آنلاين کړ چي پکښي تر ۱۶۰۰۰ څخه زيات چينايي لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. دغې پروژې څو کاله تر مخه هم يو چينايي پښتو قاموس آنلاين کړی ؤ چي د خپل وخت تر ټولو لومړی چينايي پښتو قاموس ؤ. په داسي حال کي چي د هغه پخواني قاموس د چينايي لغتونو شمېر د شپږو زرو په شاوخوا کي ؤ، په دغه نوې بڼه کي د چينايي لغتونو شمېر ۱۶۰۰۰ ته زيات کړل سوی دی.

دغه قاموس تر اوسه لا يوه امتحاني بڼه لري او ښايي پکښي بعضي ناسمي معناوي هم تيري سوي وي. خو قاموسونه ټکی کام هيله کوي چي تر څو چي د دغه قاموس د پراخولو او اصلاح امکان برابريږي، هيله ده چي دغه قاموس په عبوري توګه د پښتو او چينايي ژبو د مينه والو اړتيا تر يو حد پوري پوره کړي.

 

دغه نوی آنلاين کړل سوی قاموس د قاموسونه ټکی کام د نورو ټولو قاموسونو په څېر د اندرويد او آی فون له پاره د ځانګړو اېپس په مرسته هم په وړيا توګه کارول کېدلای سي.

هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:

https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs
_________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:

 نوی پښتو انګريزي قاموس آنلاين سو ـ 27000 پښتو لغتونه
لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول