source of image: http://lw.lsa.umich.edu/kelsey/pearls/img/zoom/lamp3.jpg
source of image: http://lw.lsa.umich.edu/kelsey/pearls/img/zoom/lamp3.jpg

دوه عالمان سره ملګري ول پر لاري
پر مخه ورغلله پيغله چي ډېر ژاړي

دوه عالمان سره ملګري ول پر لاري
پر مخه ورغلله پيغله چي ډېر ژاړي
ژړل هغې چي تر چينې اوښتای نه سوای
بېره يې زياته وه اوبو تې کتای نه سوای
کتل کول له سترګو کونجه ملا تور
ترپ سو بيا واوښت تر اوبو هغه په زور
انجلۍ ته ورکړ ملا سپين لاس خپل د مرستي
هغه يې تېره تر اوبو کړه دست په دست کي
بيا ملا سپين قدم کړ تيز ولاړی پر لاره
تر څو چي ورسېد و تور ته په تلواره
تور ملا وکتل لږ کوږ و سپين ملا ته
سږمې يې کش کړې جګي لوړي و هوا ته
دواړه ملګري ټوله ورځ ول ملايان دا
څوک پخواني چي ول ملګري طالبان دا
د عشا لمونځ وروسته چي سول دواړه يوازي
تور ويل موږ يو د خپل دين دواړه استازي
خو تا چي پيغلي ته نن لاس په لاس کي ورکړ
د سپين پوستکي په خوندو دي هواس ورک کړ
دا ستا د دين او ستا د علم سپکاوی ؤ
په لاس نيولو چي بيا ستا د زړه دربی ؤ
سپين لږ مسکی او بيا ګويان سو ويل ګوره
ماته يې جنس مهم هيڅ نه ؤ زما وروره
ما د خپل رب له بيري وکړل هغه څه
چي کرۍ ورځ باندي مصروف دي ستا ماغزه
ما خو د مرستي لاس يو ځل ورکړ بنده ته
مهمه نه وه چي زنان که نارينه ته
زه د بنده سره په ښه نيت کي کومک سوم
خو ستا خبري چي اوس اورم نو هک پک سوم
کومک مي وکړ نور خبره سوه زما هېره
خو ستا په ذهن کي راګرځي چارچاپېره
انجلۍ ستا ذهن کي کنده سوه نه هيږيږي
تاته سجده او په رکوع کي درياديږي
نور څه زه نه وایم صرف دا به کړمه عرض
علم جلا تقوا جلا څيز دی بې غرض
علم که وي خو غير حاضر پکښي تقوا وي
څراغ به څه وي چي بې تېل بې پليتا وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۴مه نېټه، بون
يادونه: د دغه نکل الهام مي د ښاغلي عبدالرؤف حقيار صاحب پر ټايم لاين له يو خپور سوي منثور نکل څخه واخيست.

د نظم زړه بڼه
دوه عالمان سره ملګري ول پر لاري
پر مخه ورغلله پيغله چي ډېر ژاړي
ژړا پر دې چي تر چینې اوښتای نه سوای
له زياتي بيري يې اوبو ته کتای نه سوای
صرف يو نظر ورته کاته کړل ملا تور
بيا په يو ترپ تر چېنې واوښت دی په زور
خو ملا سپين پيغلي ته لاس ورکړ د مرستي
هغه يې تېره تر اوبو کړه دست په دست کي
بيا ملا سپين قدم کړ تيز ولاړی پر لاره
د ملا تور سره يو ځای سو په تلواره
ملا تور وکتل لږ کوږ سترګو له کونجه
خو څه يې ونه ويل ولاړل دوی تر ګنجه
کرۍ ورځ ول سره ملګري ملايان دا
د پخواني وختو ملګري طالبان دا
د عشا لمونځ وروسته چي سول دواړه يوازي
تور ويل موږ د علم يو دواړه استازي
خو تا چي نن پيغلي ته لاس ورکړ په لاس کي
علم دي خپل کړ تاواني په اختلاس کي
ښاييدل نه چي د هغې سپين لاس ته لاس کړې
بيا له تودې ويني يې هير هوښ او هواس کړې
سپين لږ مسکی او بيا ګويان سو ويل ګوره
ماته يې جنس مهم هيڅ نه ؤ زما وروره
ما د خپل رب له بيري وکړل هغه څه
چي ټوله ورځ فکر کوې ورباندي ته
ما خو د مرستي لاس يو ځل ورکړ بنده ته
مهمه نه ده چي زنان که نارينه ته
ما خو يو ځل تر اوبو واړوله دا
خو کرۍ ورځ کوې دا کار په خيال کي ستا
اوس ستا په فکر کي سوه چاپ دغه موضوع
که ته سجده کوې قعود او که رکوع
نور څه زه نه وایم صرف دا به کړمه عرض
علم جلا تقوا جلا څيز دی بې غرض
چي علم وي خو غير حاضر عمل تقوا وي
نو به ې ډيوه هم بېله تيل او پليتا وي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۴مه نېټه، بون

يادونه: د دغه نکل الهام مي د ښاغلي عبدالرؤف حقيار صاحب پر ټايم لاين له يو خپور سوي منثور نکل څخه واخيست.

 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ