source of image: http://hdwallpapeer.com/wp-content/uploads/2015/11/feather_pen-wide.jpg
source of image: http://hdwallpapeer.com/wp-content/uploads/2015/11/feather_pen-wide.jpg

 ژاړي قلم وايي قلم ته
حيران يم زه و دې ستم ته

 اصلاح سوې بڼه:

ژاړي قلم وايي قلم ته:
حيران يم زه و دې ستم ته
زه بازاري سوم په پيسو سوم
ارزښت مي کم په سـرو ټکو سوم
د پتنګانو شمعه نه يم
په تاريکۍ کي ډېوه نه يم
منبع د علم پوهي نه يم
جام زه د حق د کوهي نه يم
جوړ سوم اوزار د ظالمانو
يم ستمګر پر کمزورانو
ژاړم زه خپل پر حالت ژاړم
د خپل عفت پر مَيَت ژاړم
دويم قلم ورته ګویان سو
ويل: مطرح چي کوم بيان سو
پکښي چي ګډ نن هر ښاغلی
هغه دی اوږد او ډېر پېچلی

خو د حل لاره يې ساده ده
و هر قلم ته توصـيه ده:
بيکاره هغه سـياهي ده
ضايع ضايع هم رسوايي ده
پر ښو چي امر یو څوک نه کړي
له بدو منعه چي څوک نه کړي
واوره قلمه اې غمګينه
وينا ښايسته او نازنينه

و هر تاريک ژوند ته ده شمعه
ښو ته بلل له بدو منعه

د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲۴مه نېټه، بون




نااصلاح سوې بڼه:

ژاړي قلم وايي قلم ته
حيران يم زه و دې ستم ته
زه بازاري سوم په پيسو سوم
ارزښت مي کم په سرو ټکو سوم
د پتنګانو شمعه نه يم
په تاريکۍ کي ډېوه نه يم
منبع د علم پوهي نه يم
جام زه د حق د کوهي نه يم
جوړ سوم اوزار د ظالمانو
يم ستمګر پر کمزورانو
ژاړم زه خپل پر حالت ژاړم
د خپل عفت پر ميت ژاړم
دويم قلم ورته ګویان سو
ويل مطرح چي کوم بيان سو
پکښي چي ګډ نن هر ښاغلی
هغه دی اوږد او ډېر پېچلی
خو د حل لاره يې ساده ده
و هر قلم ته توصيه ده:
بيکاره هغه سياهي ده
ضايع ضايع هم رسوايي ده
پر ښو چي امر یو څوک نه کړي
له بدو منعه چي څوک نه کړي
واوره قلمه اې غمګينه
وينا ښايسته او نازنينه
و هر تاريک ژوند ته ده شمعه
ښو ته بلل له بدو منعه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲۴مه نېټه، بون 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page