د دې واري به د ګلاب سره خامخا د نژدو او اوږد مجلس وکړم.
د څو کالونو پخوا خبره ده. له کوټي څخه کراچي ته تللی وم چي له هغه ځای څخه جرمني ته پرواز وکړم. خو د دې څخه ترمخه چي د کراچي هوايي ډګر څخه د جرمني په الوتکه کي کښېنم نو بايد يو وار له هوايي ډګر څخه وتلی او د کراچي ښار ته ورغلی وای. د يو داسي ملګري کور ته بايد ورغلی وای چي په جرمني کي راسره په يو ښار کي اوسېدلی. د دغه ملګري محترمه مور په کراچي کي د خپلو نورو زامنو سره اوسېدله او د جرمني د زوی له پاره يې يوه غوټه برابره کړې وه چي ما بايد ورڅخه اخيستې وای. همدا ؤ چي ټکسي مي ونيوی او د آی هسپتال دغې سيمي ته ورغلم. کله چي ټکسي والا اړونده پته په پوښتنو پيدا کړه نو يو داسي ځای ته راغلو چي يوه لويه دروازه وه چي ورباندي يو ښکلي شين سترګي ځوان د کلاشنکوف سره پيره کوله. دغه ځوان چي د وزيرستان د پښتنو لهجه يې وه، هغه ته مي وويل چي د فلانکي کور مي په کار دی. دغه اخلاقي ځوان وويل چي هو هغوی هم د بلاکونو په دغه پارک کي په فلانکي شمېره بلاک کي په څلورم منزل کي ژوند کوي. د سفر دوې لوی لوی بستې هم راسره وې چي د کتابونو ډکي او له دې کبله لکه سرپ داسي درنې وې. کله چي مي له ټکسي څخه دا بستې راکښته کولې نو پيره دار ځوان راغلی او بسته يې راڅخه واخيستله. ما چي هر څه ټينګار وکړ چي زه يې خپله وړم، ويل «نه، تاسو خو مېلمانه ياست.»
دغه جګ، قوي او خورا ښکلي ځواني لرونکي زلمي زما يوه بسته د پيره دارۍ په خپله کوټه کي قلف کړه او دغه بله بسته يې تر څلورم منزل پوري راسره پورته کړه. زه لا د کوربه په اپارتمان کي سم کښېنستلی او له ستړي مه سي نه وم خلاص سوی چي دروازه وټکېده او ځوان راته دويمه بسته هم راورسوله او دی په خغاسته بېرته کښته سو.
زما د ملګري ورور راته وويل چي دغه ځوان ګلاب نوميږي او دا چي عمر يې ۱۹ کاله دی. هغه وويل چي ډېر يې ورباندي زړه سوځي ولي چي دغه ځوان له قبايلي سيمو او خپلي خوږې مور څخه راورک او دلته په ۸۰۰۰ روپيو مزدور دی. هغې وويل چي دغه ځوان ډېر ښه اخلاق لري او ډېر خواريکښ او ايماندار دی. د ملګري په کور کي مي د هغه د ورونو سره څو ساعته مجلس وکړ او کله چي ماخستن ناوخته زما د پرواز وخت رانژدې سو نو دوستانو راته ټکسي راوغوښت چي هوايي ډګر ته مي ورسوي. ګلاب بيا راغلی او زما بستې يې کښته کړې او تر ټکسي يې يوړې. د خدای په اماني پر وخت چي مي کله ګلاب ته لاس ورکړ نو پټ مي ورته په لاس کي يو شين پېچلی د روپيو نوټ ورکړ. خو هغه دغه نوټ په ډېرو ښه اخلاقو بېرته راواپس کړ او هر څه چي مي ورته وويل چي د مشر ورور وړه تحفه دي يې وبولي خو هغه هيڅ نه منله او ويل يې «نه، تاسو مېلمه ياست او موږ ستاسو هيڅ خدمت نه وکړلای شوای.» همدا ؤ چي ګلاب راباندي زورور سو او پيسې بېرته زما جېب ته ولوېدې او زه د هوايي ډګر پر لور روان سوم.
دوه کاله وروسته چي کله بيا په کراچي کي وم او د ملګري له کور څخه مي بايد بيا غوټه اخيستې وای نو بيا د هغوی کور ته ورغلم. دې ته خوشال وم چي بيا به ګلاب ووينم. اراده مي کړې وه چي د دې واري به د ګلاب سره خامخا د نژدو او اوږد مجلس کوم. خو د دې واري د ګلاب پر ځای يو سپينږری سړی پيره دار ؤ. کله چي د ملګري د ورور کور ته ورغلم نو مي لومړۍ پوښتنه دا وه چي هغه ګلاب چيري دی؟ د ملګري ورور مي راته وويل: «څو اونۍ تر مخه پر موټر سايکل سپاره دوه کسان د لوی دروازې مخي ته راغلل پر ګلاب يې ډزي وکړې او کلاشينکوف يې ورڅخه حمله کړ او دوی وتښتېدل. موږ چي ځان ور رساوه نو ګلاب ساه ورکړې وه.» دغه خبر سخت اثر راباندي وکړ او د ګلاب هغه خولې مي سترګو ته ودرېدې چي زما د درنو بستو د پورته کولو له کبله يې پر ورين تندي بهېدلي وې. زه نه يم خبر چي ګلاب په دقيقه توګه له کومي سيمي ؤ، مور او پلار يې مړه او که ژوندي ول. خو زيات وختونه چي به مي ګلاب راپه ياد سو نو زړه به مي داسي ورپسي خفه سو لکه د چا چي خپل سکه ورور په ياد سي.
د ژوند ستړياوي او مصروفيات د دې لامل سوي ول چي له زيات وخت راهيسي مي ګلاب نور له ذهن څخه وتلی ؤ. خو د نقيب الله محسود د قتل د پيښي وروسته مي ګلاب بېرته د يادښتونو په باغ کي وغوړېد. اوس هميشه له ځان څخه پوښتنه کوم چي خدای خبر هره ورځ به په کراچي او د دې نړۍ په نورو ښارونو کي په کوم شمېر ګلابونه رژيږي بېله دې چي څوک يې مخنيوی يا پوښتنه وکړي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۳مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: