هو بابا جانه، ستا زړګی داسي خوند راکوي ولي چي ته بيخي ډېر پنډوس يې.
مريمه: بابا زه نه غواړم چي هميشه تر ټولو مشره واوسم.
پلار: ولې نه غواړې؟
مريمه: ته او مور هميشه د فاطمې او محمد سره تر ما زياته مينه کوئ او د هغوی هره خبره منئ. خو زما خبره هيڅ نه منئ که څه چي زه خو هم لا صرف د اوو کالو يم.
پلار: ستا خبري هم منو، زما لور جاني.
مريمه: نو ولي اجازه نه راکوې چي نن غرمه ستا څنګ ته بيده سم؟
فاطمه: يا بابا، ما اول ويلي ول چي زه ستا څنګ ته بيده کېږم. ته يو کال لندن ته تللی وې او هره ورځ مي يادېدلې.
محمد: يا بالکل هم نه، زه د اتيا کالو يم او زه ستا سره بيده کېږم. فاطمه صرف د پنځو کالو ده.
پلار: محمد جانه، ته د اتيا کالو نه يې، د څلورو کالو يې او ګرانې فاطمې جاني، زه خو صرف يوه هفته هرات ته تللی وم.
محمد: هغه بله ورځ زه دوی دواړو ډېر ژړولی وم. زه ستا سره بيده کېږم. دوی هيڅکله زما سره لوبي نه کوي.
پلار: داسي به وکړو، چي ستاسو مور ته به ووايم چي يو څنګ ته مي د يوې لور جانې ځای هوار کړي او بل اړخ ته مي د بلي لور جانې ځای هوار کړي. زوی به مي پر خپله سينه بيده کړم، سمه ده؟
محمد: هو بابا جانه، ستا زړګی داسي خوند راکوي ولي چي ته بيخي ډېر پنډوس يې.
فاطمه: چي کله راکښېنو، بيا به نو هغه مزه داره خواږه شيان وخورو چي تا له لندن څخه راته راوړي دي.
پلار: لندن نه، هرات... هي رات.
فاطمه: هي رات ... لن دن.
يو کال وروسته
مور: فاطمې دا دي بيا ولي دومره لږ جواري خرڅ سوي دي؟
فاطمه: نه پوهېږم مورجاني، چي خلک يې ولي نه رانيسي. له سبا څخه بېرته ايشېدلي هګۍ هم راکوه چي بازار ته يې يوسم.
مور: هګۍ له کومه کړم، لور جاني؟ دوکاندار نور قرض نه راکوي. وايي هغه پخوانی قرض چي ادا سو بيا به نور شيان راکړي.
فاطمه: محمد اوس څنګه دی؟
مور: اوس يې لا هم هغسي تبي دي. د مريمي سره مي د اغا صاحب ښځي ته لېږلی چي لږ دم پر وکړي.
فاطمه: مورجاني، د همسايه ګانو ښځي ويل چي بايد محمد ډاکټر ته بوزو.
مور: د ډاکټر پيسې له کومه کړم لور جانې؟ الله دي دغه جنګ خاک په سره کړي چي ستاسو پلار يې راڅخه واخيست او موږ يې در په دره کړو.
فاطمه: وی، دا خو محمد دی چي راغلی او ژاړي.
مور: هلکه ولي ژاړې؟ مريمه څه سوه؟
محمد: هغه هغه...
مور: وی خدايه، هلکه ولي دي ژبه تړلې ده؟ سر دي ولي مات دی؟ مريمه څه سوه؟
محمد: هغه...هغه دوه کسان ول. زه يې ووهلم او مريم يې په موټر کي واچوله او موټر يې وځغلوی.
مور: وای ربه، وای ربه...خاک په سره سوم... وای ربه، مريمه يې راڅخه بوتله.
#جنګه_ورک_شې_له_جهانه
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ ۲۶مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: