چي د صبر خاوندان وي او حرص نه کوي
په پخوا زمانه کي يو بزګر او د هغه ماينې په يوه کلي کي ژوند کاوه. دوی يو کوچنی پټی درلود چي دوی به ورباندي کښت کاوه. خو دغه پټی ډېر کوچنی ؤ او د دوی ګوذاره نه په کېدله. دوی به اکثره وخت وږي ول.
يوه ورځ د بزګر ماينې ورته وويل: «زموږ په پټي کي زيات غنم نه کرل کيږي. ته داسي وکړه چي زموږ په کور کي پراته يوه برخه غنم بازار ته يوسه او په يوه هيلۍ يې بدل کړه. کله چي هيلۍ هګۍ واچولې نو موږ به يې پر کښېنوو چي له هګيو څخه چيچان راووزي. د هيلۍ چيچان به هم لوی سي او هګۍ به اچوي. موږ به دغه هګي په بازار کي خرڅوو او په دې توګه به مو تر اوس ګوذاره ښه سي.»
بزګر همداسي وکړه. هغه بازار ته ولاړ او هلته يې يو سپينږری سړی وليد چي يوه لويه او قوي هيلۍ ورسره وه. بزرګر ورڅخه وويل: «ما بازار ته غنم راوړي دي او غواړم چي په يوه داسي هيلۍ يې بدل کړم چي هګۍ اچوي. ايا ستا هيلۍ هګۍ اچوي که نه؟ ايا غواړې چي دغه هيلۍ زما په غنمو بدله کړې؟»
سپينږري سړي و بزګر ته وويل: «هو زما هيلۍ هګۍ اچوي او زه غواړم چي ستا په غنمو يې درسره بدله کړم. خو دغه هيلۍ صرف هغو خلکو ته زياته فايده رسوي چي د صبر خاوندان وي او حرص نه کوي.»
بزګر هم خوشاله سو او غنم يې په هيلۍ بدل کړل او د کور پر لور روان سو.
کله چي د بزګر ښځه په دا بل سهار د هيلۍ ځای ته ورغله نو يې په لوړ آواز ږغ کړ: «او سړيه، ژر راسه چي عجب کار سوی دی.»
کله چي بزګر راغلی نو يې وليدل چي هيلۍ طلايي يعني د سرو زرو پوښ لرونکې هګۍ اچولې ده. بزګر او ښځه يې ډېر خوشال سول او د سبا په انتظار سو. په دا بل سهار چي هغوی هيلۍ ته راغلل نو يې وليدل چي هيلۍ په دويمه ورځ هم يوه طلايي هګۍ اچولې ده. په دې توګه نو هيلۍ هره ورځ يوه يوه طلايي هګۍ اچوله. بزګر به دغه هګي په بازار کي خرڅه کړه او په دې توګه به يې پيسې په لاس راوړې. دغه پيسې دومره وې چي د دوی ښه ګوذاره په کېدله او دوی نور وږي او مسکين نه ول.
بزګر خپلې ښځي ته وويل: «دا هيلۍ خو په ورځ کي صرف يوه طلايي هګۍ اچوي. موږ مجبور يو هميشه انتظار وباسو چي هيلۍ بله هګۍ واچوي. راځه چي دغه هيلۍ حلاله کړو او له نس څخه يې ټولې طلايي هګۍ په يوځای راوباسو.»
ښځي هم د بزګر خبره خوښه سوه او دوی هيلۍ حلاله کړه. خو دوی له خپل دغه کار څخه هغه وخت ډېر پښېمان سول، کله چي يې وليدل چي د هيلۍ په نس کي هيڅ نوري هګۍ نه وې. په دې توګه بزګر او د هغه ښځه بېرته مسکينان سول ولي چي د بې صبرۍ او حرص له کبله يې خپل طلايي هګۍ اچوونکې هيلۍ حلاله کړې وه.
ګرانو ماشومانو،
که څه چي دغه نکل صرف نکل دی او په رشتيا کي هيلۍ طلايي هګۍ نه سي اچولای، خو موږ له دغه نکل څخه دا زده کولای سو چي څوک بايد بې صبري، عجله او حرص ونه کړي.
ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸کال د جولای ۱۵مه نېټه، بون
منبع: د يوناني کيسه ليکونکي «ايسوف» د کيسو له کتاب (Aesop's fables) څخه چي اټکل کيږي. اټکل کيږي چي دغه ليکوال د۶۲۰ او ۵۶۴ کالونو تر منځ مخکي د عيسوي ميلاد ژوند کاوه.
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: