زوړ سړي د سرو زرو يو شمېر روپۍ يا طلايي سکې درلودې.
يو وخت يو زوړ سړي چي ډېر خسيس يعني ارواڅک يا کنجوس ؤ په يو داسي کور کي ژوند کاوه چي باغچه يې هم درلوده. خو دغه باغچه داسي جوړه سوې وه چي دېوالونه يا کټاره يې نه درلوده. زوړ سړي د سرو زرو يو شمېر روپۍ يا طلايي سکې درلودې. هغه خپل سره زر په باغچه کي په يو داسي غار کي پټ کړي ول چي ورباندي يوه لويه ډبره يا تيږه يې ايښې وه. که څه چي دغه سړي ډېر د مسکينۍ او بې وزلۍ ژوند کاوه خو هيڅکله يې دغه سره زر نه خرڅول چي خپلې اړتياوي په پوره کړي. هغه حتی د دغو سرو زرو يوه برخه د دې له پاره هم نه خرڅول چي پر خپله باغچه يو دېوال يا کټاره راوګرځوي. هغه نه غوښتل چي سره زر په کور کي وساتي ولي چي له غلو بېرېدی. هغه فکر کاوه چي که يې غله کور ته ورسي نو به سره زر پيدا کړي او ورڅخه غلا به يې کړي. له همدې کبله هغه بهتره ګڼل چي سره زر په باغچه کي پټ کړي.
پر زوړ سړي خپلې طلايي سکې دومره ګرانې وې چي هر ماښام به د بيدېدو څخه تر مخه باغچې ته تلی، له غار څخه به يې ډبره ليري کوله، طلاوي به يې را ايستلې، هغه به يې شمېرلې او بيا به يې طلاوي په ټکر يا ټوټه صافه کولې او بېرته به يې په غار کي پټولې او ډبره به يې پر ايښودله. د بيدېدو څخه تر مخه هر ماښام د زوړ خسيس سړي همدغه عادت ؤ.
د زوړ سړي په کلي کي يو غل هم ژوند کاوه. يو ماښام غل پر لاري تېرېدی چي ويې ليدل چي زوړ سړی په باغچه کي يو شی پټوي. کله چي زوړ سړی خپل کور ته ولاړ نو غل راغلی او له غار څخه يې تولې طلاوي وايستلې او د ځان سره يې يووړې.
په سبا ماښام چي کله زوړ سړی غار ته راغلی نو يې وليدل چي له غار څخه ډبره ليري سوې او طلاوي ورڅخه ايستلي سوي دي. زوړ سړی سخت خوابدی سو او په لوی آواز يې په ژړا پېل وکړ. د ژړا د ږغ اورېدو وروسته د هغه همسايه يا ګاونډي هغه ته راغلی او ورڅخه پوښتنه يې وکړه چي هغه ولي ژاړي. سپين ږري سړي ورته وويل چي پر دغه ځای يې طلاوي پټي کړي وې او دا چي طلاوي اوس غلا سوي دي. ګاونډي ورته وويل: «ته خو ډېر غريب او مسکين سړی یې. نو چي طلاوي دي درلودې، ولي دي ورڅخه ګټه نه اخيسته؟ حد اقل پر خپله باغچه خو به دي يو دېوال يا کټاره راګرځولې وای.» زوړ سړي ورته وويل: «دا طلاوي د خرڅلاو له پاره نه وې. ما صرف هر ماښام شمېرلې او په ټوکر به مي د پاکولو وروسته بېرته په غار کي پټولې. ما هيڅکه نه غوښتل چي دغه طلاوي خرڅي کړم.»
ګاونډي سړي له مځکي څخه يو څو وړې ډبري يا تېږي راټولې کړې او د زوړ سړي د طلاوو په غار کي يې واچولې. بيا ګاونډي و زوړ سړي ته وويل: «دا چي طلاوي تا هيڅکله نه غوښتل چي خرڅي يې کړې او يا خپل ژوند په هوسا کړې، نو بيا د طلاوو او دغو ډبر فرق بايد درباندي نه وي. له نن څخه وروسته هر ماښام دغه ډبري شمېره، صافه کوه يې او بيا يې په غار کي پټوه.»
ګرانو کوچنيانو،
د دغه نکل څخه موږ دا زده کولای سو چي څوک بايد خسيس يا کنجوس ونه اوسي. معنی دا چي کوم شی چي د استعمال او ګټه رسولو له پاره وي، بايد ورڅخه کار واخيستل سي. هر هغه شی که حتی طلا او سره زر هم وي خو ګټه يې چا ته نه رسيږي نو بې ارزښته دي.
ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۷مه نېټه
منبع: د پاڼچانترا (पञ्चतन्त्र) په نوم د سانسکريت ژبي د نکلونو د مجموعې له انګليسي ژباړې څخه
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: