په دا زيرخانه کي وګوره چي کومه خزانه پکښي پټه ده.

 سيدو: قومندان صاحب، هغه کويټه والا راغلی ؤ، ويل يې چي د کور په زيرخانه کي د هجرت پر وخت لږ سامان ورڅخه پاته سوی ؤ او دا چي غواړي په هغه کي وګوري او بعضي د کورنۍ زاړه شيان پکښي پيدا کړي او د ځان سره يې يوسي.
قومندان: کله چي زما موژايدينو بابا مېنه د استاذ عبدالقيوم له خلکو آزاده کړه، نو ما خپل ځان ته دغه کور خوښ کئ ولي چي ښه لويه باغچه يې لرله، ما ويل چي که انډيوالان ستړي راتلل نو دلته به دمه کوي او چلم ملم به وهي. خو دا چي دلته کومي پټي او زړې خزانې سته، تر ننه مي فکر نه ؤ کړی. دا مالک خو به يې خلقی ملکي نه وي؟
سيدو: خورا اخلاقي اخلاقي کيدی او په ښاري او مکتبۍ لهجه يې خبري کولې. ماته خو بالکل کمونست معلوم سو.
قومندان: هو د دوی دي کور خراپ سي، دغه مکتبيان خو بايد يو هم ژوندی ولاړنسي، چي دا زوی مړي څنګه ځان تر کوټي ژوندی رسولی دی. بازو ته ووايه چي نن شپه يې مشکلاتات ور حل کي.
سیدو: سمه ده، قومندان صاحبه، انشالله د سبا لمر به ونه ويني.
قومندان: ښه اوس ته ورسه په دا زيرخانه کي وګوره چي کومه خزانه پکښي پټه ده.
سيدو: موږ نن غرمه لا هلته وکتل او د ديوال او مځکي بعضي برخي مو وکيندلې خو پکښي چپله څو زوړ وروستو کتابونو بل شی نه ؤ. داسي معلوميږي لکه د امير کډو په وخت کي چي په لاس ليکل سوي وي.
قومندان: دا د امير کډو په وخت کي لا کاپيران او کمونستان ول. دا کتابونه به يې هم د کوپرونو ډک وي. ژر يې زما له کوره وباسه او په مامته کي ورته اور واچوه.
سيدو: همداسي به وکړم قومندان صاحبه.
قومندان: مه ځغله، يوه بله خبره هم وراوره. نازک ته ووايه چي نن خپل ځای زما په کوټه کي هوار کړي او هغه ګلابي عطر چي ما له سعودي څخه راوړي ول، هغه هم په وواهه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۰مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page