نه نسوار کوي، نه درواغجن دی او نه خدای مه کړه د بدو خلکو سره ناسته ولاړه لري. 

زرغونه: عايشې خوري تېر واري مي هم درته عذر کړی ؤ چي د ميني پلار وايي چي اوس نه غواړي چي هغه واده کړي. 
عايشه: د ميني جاني دواړي کشري خوندي واده سوي دي، نو مينه ولي زما اجمل زوی ته نه راکوئ. الحمدلله ښه مسلمان هلک دی، نه سګرېټ څکوي، نه نسوار کوي، نه درواغجن دی او نه خدای مه کړه د بدو خلکو سره ناسته ولاړه لري. په تحصيل کي هم بريالی دی او ټول استادان ورڅخه خوشاله دي. ډېر مهربان هلک دی او مينه جانه به ډېره ورسره خوشاله وي.
زرغونه: څه ووايم خوري، خدای مه کړه زموږ د جواب مقصد دا نه دی چي په تاسو کي يا په اجمل کي کومه نيمګړتيا سته. تاسو ماشالله ډېر ښه خلک ياست او موږ مو له پخوا پېژنو.
عايشه: نو بيا اصلي خبره راته وکړه چي زموږ هم زړه صبر سي چي ولي مينه جانه نه راکوئ.
زرغونه: څه ووايم خوري، هغه مخکنۍ لوڼي چي مو واده کړي دي د هغوی مړونه هم د واده پر وخت د ادبياتو محصلين ول. خو اوس دواړه بېروزګاره دي.
عايشه: دا څه وايې خوري؟ د رزق تضمين خو الله پاک کړی دی. بل د ادبياتو تحصيل خو څه بده خبره نه ده. خو د ميني پلار پخپله هم ادبيات لوستي دي.
زرغونه: همدا خبره ده خوري. له کوم وخته چي زه دغه کور ته را واده سوې يم، د سيال نه يم سياله سوې. له لومړۍ ورځي د ميني د پلار ټوله توجه پښتو، پښتنو او کتابونو ته وه. ما خو که هستي وه که نيستي وه، که مي د سړي بې روزګاري وه که مهاجرت ؤ که مفلسي وه، هر څه مي وګالل. خو د ميني دوې خوندي چي اوس وينم هغوی هم زما په شان په سرنوشت اخته دي. مړونه يې تعليميافته خو بې روزګاره دي. نور خو څه حتی له بازاره سمه سودا لا نه سي راوړلای او هميشه چي سودا راوړي دکاندار تېرايستلي وي. نه د تجارت دي نه د بل مسلک. بس دوی دي او کتابونه دي. چي رشتيا درته ووايم نه غواړم چي مينه مي هم په دغه برخليک اخته سي. زه نور تر دا ډول تعليم او تحصيل تېره يم، که ډاکټر راته مرکه ونه کړي نو مينه مي تجار، دکاندار، د لاسي کسب څښتن يا حتی د دوو لاسو مزدرو ته ورکوم خو د پښتو د ليکوال او اديب کور ته يې هيڅکله هم نه لېږم. خپلي ديدنۍ مي بس دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۳مه نېټه، بون
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page