خبرداری: دغه موضوع صرف د کمپيوتر  وينډوز ۱۰ هغو کاروونکو له پاره په زړه پوري کيدلای سي

 خبرداری: دغه موضوع صرف د کمپيوتر وينډوز ۱۰ هغو کاروونکو له پاره په زړه پوري کيدلای سي چي د پښتو کيبورډ سم نه سي استعمالولای يا د پښتو افغانستان پر ځای ورته پښتو پاکستان ښودل کيږي. دا موضوع د موبايل او نورو سيسټمونو د کاروونکو له پاره نه ده. که ستاسو په کمپيوتر/وينډوز لس سیسټم کي پښتو په سمه توګه ټايپيږي نو پکښي هيڅ بدلون مه راولئ او لاندنی فايل مه انسټالوئ! د پروګرام وړاندي کوونکی ستاسو د سيسټم او ممکنه ستونزو د رامنځته کيدلو هيڅ ذمه او مسؤليت په غاړه نه اخلي. له دې مخکي چي په خپل سيسټم کي بدلون راولئ نو لاندنی متن بشپړه ولولئ او يادي سوي ويډيوګاني وګورئ. د دغه مطلب د خپرېدنې پر وخت لا د وينډوز مطرح ستونزه پر ځای پاته وه، البته کيدلای سي وروسته دا ستونزه د وينډوز په نوو اپډېټونو کي حل سي.

ستونزه:

د ويندوز لس په نوي ورژن په زياته په ۶۴ بيت ورژن کي که څوک غواړي چي «پښتو (افغانستان)» ژبه اضافه کړي نو هغه نسي موندلای. کله چي څوک په پښتو پسي لټون وکړي نو صرف «پښتو (پاکستان)» ورته ښودل کيږي. کله چي څوک «پښتو (پاکستان)» انسټال کړي نو په هغه باندي پښتو نه ټايپيږي بلکه دغه کيبورډ يا کليدړه صرف عربي حروف ټايپوي. که څوک په سېټينګز کي د «پښتو (پاکستان)» آپشنز ته ولاړ سي نو بيا هلته د جمې پر علامه په کليک کولو سره «پښتو (افغانستان)» موندلای او اضافه کولای سي. په دې ترڅ کي «عربي» لې اوټ بايد له آپشنز څخه پاک کړل سي او صرف پښتو افغانستان لې اوټ پرېښودل سي. له هغه وروسته په پښتو پاکستان باندي پښتو متن ټايپېدلای سي خو بيا هم بعضي محدوديتونه پکښي موجود وي.
په دې تړاو په انګريزي ژبه لاندنی مطلب هم لوستلای سئ:

Press Start then click Settings(Gear icon) > Time and Language > Language
First you need to add Pashto (Pakistan) under Preferred Languages
After that, select Pashto (Pakistan)
Select "Options"
Under Keyboards > Add a keyboard
Select Pashto (Afghanistan)
Select Arabic then click remove if you want
Kindly check and test your Pashto (Afghanistan) keyboard layout

source: https://bit.ly/3wBrr73

د حل وړانديز:

يو آسان حل دا دی چي تاسو پر لاندني لينک اپلوډ سوی فايل ډاونلوډ کړئ او هغه پر خپل وينډوز لس انسټال کړئ.

https://qamosona.com/downloads/pasaf.zip

يا پر لاندني بټن/ټنۍ کليک وکړئ:



که تاسو د وينډوز ۱۰ دننه د «پښتو افغانستان» کيبورډ نسئ موندلای او پر ځای يې هميشه درته «پښتو پاکستان» کيبورډ ښودل کيږي نو لومړی پښتو پاکستان له خپل سيسټم څخه ليري کړئ. بيا د پورتني لينک په مرسته پورتنی فايل «pasaf.zip» ډاونلوډ کړئ، زيپ فايل خلاص کړئ او پکښي موجود د «setup.exe» فايل انسټال کړئ. د دغه فايل د انسټال وروسته به تاسو د «عربي (سعودي عربستان) ـ پښتو (افغانستان) ـ کسمټم» په نوم کيبورډ/کليدړي ته لاسرسی ولرئ او کولای سئ په مرسته يې پښتو ټايپ کړئ.

که په وينډوز ۱۰ کي د بلې ژبي د کيبورډ لې اوټ زياتولو چل زده کول غواړئ نو پر يوټيوب لاندنۍ يا ورته نوري ويډيوګاني هم کتلای سئ:

How to Add Arabic Language or Any Other Language in Windows 10
https://www.youtube.com/watch?v=UFhwdd5VqIc

د دغه فايل بېرته له سيسټم څخه ليري کول:

که غواړئ دغه کيبورډ بېرته له خپل سيسټم څخه ليري کړئ نو د خپل سيسټم «add or remove Programs» برخي ته ولاړ سئ او هلته د «Pashtu (Afghanistan) - Custom » په نوم پروګرام ان انستال يا ليري کړئ.
که مو د ان انسټال چل نه وي زده نو په هکله يې لاندنۍ يا بله د يوټيوب ښوونيزه ويډيو کتلای سئ:

https://www.youtube.com/watch?v=vWlRzk58uko&ab_channel=ProgrammingKnowledge2

زه له اوس څخه لا معذرت غواړم چي په انفرادي توګه د دوستانو د پوښتنو جوابونه او د سيسټم سره د تړلو ستونزو د هوارۍ له پاره مشورې نه سم ورکولای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د می ۲۶مه نېټه بون 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page