د تماس نيوني بنيادي اصول بايد مراعت کړو

 د لاندني متن لنډه بڼه/د پورتني سوال لنډ جواب: د تماس نيونې پر وخت حتی خپل مور او پلار ته بايد ځان د سلام سره يو ځای معرفي کړو او د تماس نيونې مقصد او موضوع په لنډه او مستقيمه توګه مخاطب کس ته بيان کړو، بېله دې چي لومړی د هغه وعليکم او د تماس نيوني په تړاو پوښتني ته انتظار سو . له وخت ضايع کوونکو تشريفاتو بايد تېر سو. که د پيغام ليکلو او لېږلو امکان لرو، نو بايد هيڅکله چا ته بېله مخکني ليکلي پيغام څخه تليفون ونکړو. بل مهم اصل دا دی چي بېله اجازې بايد د چا د تليفون شميره يا نور معلومات د يو بل چا سره شريک نه کړو.

 
اوږده بڼه:
 
د تليفون، وتساپ، فيسبوک او ورته نورو تماس نيونې د آسانتياؤ په زمانه کي يو د بل سره تماس نيول يو انقلاب رامنځته کړی دی. اوسنی پېر داسي دی که په پخواني انځور وږغيږو لکه د کور او خوني دروازه چي ټولي نړۍ ته خلاصه وي. هر څوک چي هر وخت وغواړي له لندن، توبه اڅکزۍ، کابل، واشنګټن او رياض څخه ستا کړکۍ درټکولای او يا حتی د خوب پر وخت درباندی ږغ کولای سي.
 
يادو آسانتياؤ که له يو اړخه حقيقي پېژندګلوۍ او دوستۍ کمزوره کړي يا کمي کړي دي، نو مجازي شناخت او ملګرۍ يې بې شميره زياتي کړي دي. دغه دوستۍ هم پالل غواړي او هم ورباندي د وخت، دماغ او حافظې او نور وسائل مصرفول غواړي. پر منفي او مثبتو اړخونه يې بحث کول د دغه لنډ پيغام مقصد نه دی.
 
بلکه د دغه متن مقصد يو ځل بيا د ليکونکي خپل ځان او ټولو لوستونکو ته دا ور پيادول دي چي د دې له پاره چي تر مخه لا تقريبا کمياب سوي د وخت، توجه او تمرکز وسائل نور هم ضايع نه سي، حد اقل يو بنيادي اصول بايد موږ تاسو ټول مراعت کړو.
 
کله چي چا ته پر تليفون، وتساپ، فيسبوک يا نورو ورته د تماس نېونې په عصري لارو پيغام ليږو يا په زوړ تصوير د خوب ويښتيا يا اودس تازه کولو پر حالت يې کړکۍ ورټکوو يا ورباندي ږغ کوو نو لږ تر لږه لاندنی يو اصول په پام کي ونيسو.
 
سلام عليکم، پلانکی ګل يم او پلانکی کار درسره لرم يا پلانکی شی درکوم يا پلانکی شی درڅخه غواړم.
 
يوه بله مهمه موضوع و يو چا ته د تليفون کولو ده. داسي چا ته چي څوک ورسره معرفي نه وي او تر مخه يې ورسره د تليفوني خبرو وخت نه وي ټاکلی او د تليفوني خبرو موضوع او اجندا نه وي مطرح سوې، ورته ناڅاپه تليفون کول ښه خبره نه ده. دا هغه وخت چي د پيغام رسولو بديلي لاري موجودي وي. يعني ورته برېښناليک، فيسبوک پيغام يا وتساپ او نور ليکلي پيغامونه ليکل کيدلای سي.
 
په هر صورت مخاطب کس ته بايد هغه حد اقل معلومات ورکړو چي: څوک يم او څه غواړم يا د تماس نيونې وجه څه ده. که څوک داسي ونکړي نو دا معنی ورڅخه اخيستل کيدلای سي لکه يا داسي څوک چي ته يې لا نه پېژني ستا خوني ته درننوځي ، ته پروت يا ناست يې او نه پوهېږې چي څوک دی او څه غواړي او تر نيم ساعت پوري درته ځان نه معرفي کوي اصلي مقصد درته ښودل خو لا پرېږده  
 
حتی چي خپلي مور يا خپل پلار ته پيغام پرېږدو نو بايد پورته اصول مراعت کړو او د وخت د ضياع او غلطفهميو مخه ونيسو. مثال: «سلام عليکم بابا، احمدولي يم زحمت درکوم. زه شکر جوړ يم خدای دي وکړي چي تاسو هم جوړ ياست. بله خبره نسته بس ستاسو پوښتنه مي کوله. الله مو راته ژوندی لره.» يا بل مثال: «سلام عليکم احمدولي يم، جوړ يم خدای دي وکړي چي تاسو هم جوړ ياست. غواړم زما د پوهنتون د جګو سوو مصارفو په هکله درسره خبري وکړم. له ماپښين څلورو بجو وروسته د خبرو کولو له پاره فارغ يم. ته کله وخت لرې چي خبري پر وکړو؟»
 
پورتنی اصل د فيسبوک او نورو رسنيو مطالبو ته د تبصرې ليکلو پر وخت هم بايد مراعت سي. يعني تبصره مو بايد داسي وي چي د لوستونکو لپاره معما نه وي او هر لوستونکی په مقصد پوه سي.
 
يو بل اصول بېله اجازې د يو چا د محرمو معلوماتو د بل چا سره شريکول دي. د مثال په توګه که د يو چا د تليفون شميره درسره وي او تاسو بېله د هغه د اجازې دا شميره د يو چا سره شريکه کړئ، نو دا د نوي عصر د اصولو له مخي يوه له تر ټولو لويو خرابو کارونو څخه دی چي څوک يې کولای سي.
 
د پورتني اصولو څخه زما په فکر يوه لويه سرغړونه دا ده چي موږ هره ورځ ورسره مخامخ کيږو. دوستان پيغام وليکي/پرېږدي: «سلام.» او بس بيا نو درته په انتظار وي چي ته ورته «وعليکم سلام» وليکې. دا لړۍ نو روانه وي او پسله څو ساعتونو يا حتی ورځو معلومه سي چي څوک څشی غواړي. که دا ډول درنو دوستانو ته څوک ليکي چي «وعليکم سلام، څه امر او خدمت» نو هم چا ته ځان سپک معلوميږي او دا اندېښنه ورسره وي چي متقابل اړخ خدای مکړه خوابدی نه سي او يا فکر ونه کړي چي د کندهاريانو په اصطلاح «اوهو، دی بيا څونده په... کي دی» يا څومره مغروره دی. په دې ترڅ کي د زښتو زياتو غلطفهميو او خدای مکړه بدنيتيو د پيدا کيدو ګواښ هم موجود وي.
 
د زياتو غلط فهميو مخه هغه وخت هم نيول کيدلای سي چي دا هم درک کړو چي متقابل اړخ ښايي په ژوند، فکر او د وخت په تړاو فلسفه کي بېل نظر فکر او شاليد ولري. د توبه اڅکزۍ، شاجوی، زنګاوات، ډېره بګټي، واشګنټن، پاريس، لندن او ماسکو ښايي نه يوازي دودونه او د ساعت بجې سره بيلي وي بلکه پکښي د اوسېدونکو بومي او غير بومي انسانانو شاليدونه هم بېل وي. په دې خاطر هم بايد زه د توبه اڅکزۍ سړی په لندن کي د رالوی سوي زما د کاکا له زوی څخه توقع او انتظار ونلرم چي زما د ساعت پر بجو برابر خو د هغه د ساعت پر نابرابرو بجو به ورته زنګ وهم يا به ورڅخه د توبه اڅکزۍ د همسايه او ملګري تشريفات غواړم. برعکس لندن والا بايد د توبه اڅکزۍ وضعيت درک کړي. خو اوس نوي تخنيک او رسنيز انقلاب ټول ځايونه سره وصل کړي دي او دغه تماس بېله پر بنيادي اصولو د توافق او عمل څخه ګټور او رغنده نسي کيدلای.
 
په موږ تاسو کي هر يو ماشالله په مجازي توګه که په زرونو نه وي خو په سلونو کسان پېژنو. که صرف پنځه کسه بېله دې چي اصلي مقصد بيان کړي درسره نيم نيم ساعته تشريفاتي ستړی مسې شروع کړي نو نوافل، سنن او واجبات خو پرېږده، فرض کارونه به مو لا نيمګړي پاته وي.
 
حتی يوه دقيقه وخت د دنيا په هيڅ بل مادي شي نه سي جبران کيدلای. وخت بې بها دی. هغه وګړي، ولس او ملتونه چي د وخت په اهميت نه وي پوه او بېځايه يې مصرفوي په لوی احتمال به د دنيا او آخرت بايلونکي وي.
 
خبري ډيري سر يې يو دی: راځئ چي کرار کرار يويشتمي پېړۍ ته داخل سو او د عصر اصول مراعت کړو. يو له دغو اصولو څخه دا دی چي خپل او د بل وخت ضايع نه کړو.
 
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د می ۳۱مه نېټه، رېماګن، آلمان
 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page