بعضي وختونه حکومتونه تر هغو مخکنيو حکومتونو لا خراب وي

 خدای بخښلی نوابزاده نصرالله خان چي په ۱۹۱۶ کال زېږېدلی ؤ، په خټه پښتون ؤ. د هغه نيکونه په اتلسمه عيسوي پېړۍ کي د نني پاکستان په مظفر ګړهـ سيمه کي آباد سوي ول. انګرېز د هغه والد صاحب سيف الله ته د نواب لقب ورکړ او هغه ته يې په ۱۹۱۰ کال ۱۱ کلي وسپارل.
خو کله چي په ۱۹۴۷ عيسوي کال هند تقسيم سو او پاکستان رامنځته سو، نو نوابزاده صاحب د خپلې کورنۍ د مخکنيو مشرانو برعکس د حکومت د برخه ګرځېدلو پر ځای د خپل ژوند تر آخره پوري تقريبا د هر برحال حکومت په حزب اختلاف کي ځان وساته. هغه هيڅکله د کوم حکومت برخه نه سو بلکه هميشه به يې د حکومت پر کړنو انتقاد کاوه او زياتو کتونکو داسي احساس کاوه چي ګواکي هغه سياست په حکومت کي د برخه لرلو پر ځای هميشه په حزب اختلاف کي د پاته کېدلو له پاره کوي. کله چي نوابزاده صاحب په ۸۷ کلنۍ وفات سو، نو لا هم په حزب اختلاف کي ؤ.
همدا وجه ده چي په خدايخښلي نوابزاده صاحب پسي يې لاندي طنز جوړ کړی دی:
«يو وخت نوابزاده نصرالله خان صاحب په يوه لويه کښتۍ کي سپور ؤ چي دغه کښتۍ ته حادثه ورپېښه سوه او ډوبه سوه. نوابزاده صاحب پر يوه لويه تخته ځان ټينګ کړ او يوازنی کس ؤ چي ژوندی پاته سو. کومه تخته چي نوابزاده صاحب ټينګه نيولې وه، هغه يو وخت داسي وړې جزيرې ته ورسېده چي تر مخه د نورې نړۍ بل هيڅوک ورته نه ول راغلي. نواب زاده صاحب چي کله دغې جزيرې ته ورسېد، نو يې په خورا تکليف او اشارو له بومي خلکو پوښتنه وکړه چي ايا دلته حکومت سته. هغوی ورته وويل چي هو دوی يو حکومت لري. وايي چي نوابزاده صاحب ورته وويل، چي له نن څخه زه ستاسو د دغه حکومت په حزب اختلاف کي يم.»
بعضي وختونه حکومتونه تر هغو مخکنيو حکومتونو لا خراب وي چي څوک يې پر ضد اوسېدلی وي او له دې کبله بېله و حزب اختلاف ته د تلو بله لاره نه وي. خو بعضي وختونه بيا د بعضو خلکو بېله د حزب اختلاف کېدلو بل چل زده هم نه وي. له ځانه پوښتنه کوم چي ايا د دغو کرښو لوستونکی به هم د حزب اختلاف برخه وي که نه، که هو نو ايا د لومړۍ وجې پر اساس که د دويمي وجې له کبله؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page