له نسلونو نسلونو راهيسي تر ظلم او استبداد لاندي يو

 وايي په پخوا زمانه کي يو څو ستړي مسافر يو عادل پاچا ته راغلل او ورته ويې ويل: «د خدای پر پار، زموږ سره مرسته وکړه. له نسلونو نسلونو راهيسي تر ظلم او استبداد لاندي يو.» عادل پاچا ورته وويل: «هو، ماته معلومه ده چي تاسو له هغه هيواد څخه راغلي ياست، چيري چي مړو پر ژوندو حکومت کاوه. خو زه درسره مرسته نسم کولای.» راغلو مسافرو ورته وويل: «موږ په خورا تکليف تر تاسو ځان رارسولی دی ځکه چي ستاسو د عدل په هکله مو ډېري خبري اورېدلي دي. اوس زموږ سره هم عدل وکړه او موږ له خپلو مړو پاچهانو څخه خلاص کړه.» عادل پاچا ورته وويل: «له بده مرغه زه ستاسو سره هيڅ کومک نسم کولای، ځکه چي تاسو پخپله د ځان سره کومک نه دی کړی. کله چي تاسو په لومړۍ ځل خبر سواست چي ستاسو پاچا مړ خو لا پاچا دی، تاسو يې د پاچهۍ پر ضد هيڅ ونکړل. کله چي خبر سواست چي د هغه وروسته بل مړی ستاسو پاچا دی، نو تاسو بيا هم هيڅ ونکړل. خو د دې له پاره چي ستاسو زما خبره زړه ته ولويږي چي زه درسره مرسته نه سم کولای، زه به څو عسکر درسره کړم چي تاسو بېرته خپل هيواد ته بوزي او تاسو ته حقيقت وښيي.» کله چي د عادل پاچا د لښکر يوې برخي دغه مسافر بېرته خپل هیواد ته بوتلل نو هغوی وليدل چي د دوی د هيواد د پاچا پر تخت د پاچا هډوکي پراته دي. کله چي د پاچا له ماڼۍ څخه د ولس کورونو ته ورغلل نو يې هيڅ ژوندی انسان نه وليد بلکه ټول مړه ول او کوڅې د تعافن له بويه ډکي وې.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۱مه

د دغي ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/sd4y

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page