بېله د بدل ترلاسه کولو په نيت تر سره سوی کار ډېر اغېزمن او له برکتونو او برياليتوبونو ډک وي.

 کله چي زه د ښوونځي شاګرد او بيا په دوو بيلو رشتو/سبجېکټس کي محصل وم، نو د خپل رزق پيدا کولو لپاره مي ځوانانو او پيغلو ته ټيوشن/درس وايه. ما دغه کار تقريبا دولس دريالس کاله وکړ او بعضي زما شاګردان اوس ماشالله په ژوند او کسب کي د خپلو هلو ځلو له کبله بريالي دي. زما ډېر کم څه زده دي. خو کله چي به مي هغه کم څه چي زما زده ول، د خپلو شاګردانو سره شريک کول، نو د خوښۍ داسي احساس به مي کاوه چي هيڅ يې په الفاظو کي نسم بيانولای. دا شل کاله مخکي به ما د ځان سره ويل چي کاشکي مي داسي تلويزيون درلودلای چي پکښي دا ټول درسونه مي ټوله ورځ خپرولای او هر شاګرد په خپل کور کي د خپلې خوښي درس کتلای او زده کولای. هغه وخت لا انټرنټ دومره پياوړی او عام نه ؤ خو ما ويل که يو وخت انټرنټ ډېر عام سي، نو دا کار د انټرنټ له لاري هم ښايي کېدونکی وي. له دې کبله ما د پښتو آنلاين ښوونځي له پاره يو شمير ډومېنونه هم واخيستل چي په کلونو کلونو زما محصل پر جيب اضافي بار ؤ. خو کله چي مي د قاموسونه ټکی کام د خپلې آنلاين پروژې زور وليد، نو راته د ښوونځي جوړولو خپل ارمان د وخت، امکاناتو او عملي ملګرو د کمښت له کبله نور پيکه پيکه معلوم سو. خو د کوم وخت راهيسي چي په افغانستان کي وروستي تحولات راغلي دي او په دغه هيواد کي لا زيات ماشومان له ښوونځي څخه محروم دي، نو زما په زړه کي هغه پخوانی د ښوونځي جوړولو ارمان بيا غوټۍ کړي دي. په کرونا پاندمي کي موږ وليدل چي په لوېديځو هيوادونو کي د حضوري ښوونځي او پوهنتون پر ځای مجازي تدريس هم په ښه او پراخه او بريالۍ توګه تجربه سو. ايا د افغانانو له پاره يو دايمي دا ډول امکان د هغوی په مورنيو ژبو نسي برابر کيدلای؟
د نورو ستونزو تر څنګ ماته له دې کبله هم د خپل ارمان پوره کېدل مشکل معلوميږي، ولي چي زه و مفت/وړيا او رضاکارانه کار ته معتقد يم. يعني داسي کار چي پکښي معاوضه، پيسې، بسپنې، رتبې، مراتب، نوم و شهرت او داسي څيزونه هيڅ مطرح نه وي. هغه پروژې او دوستان چي په پرديو پيسو، يا بسپنو يا ورته نورو مالي امکاناتو د خلکو سره مرسته کوي، زه پر هغوی هيڅ ډول تنقيد نه لرم، بلکه برعکس د ستاينې وړ يې بولم. خو زه غواړم چي خپل آنلاين ښوونځی صرف په خپلو امکاناتو او د رضاکارانو په عملي مرستو پر پښو ودروم. هغه په داسي حال کي چي نه د شخص، نه ټولنې، نه سازمان، نه له دولتي او نه له غيردولتي سازمان څخه پيسې يا امتياز واخلم. زه پر دې ايمان لرم چي بېله معاوضې او بېله د بدل ترلاسه کولو په نيت تر سره سوی کار ډېر اغېزمن او له برکتونو او برياليتوبونو ډک وي. زه باور لرم چي وړيا آنلاين زدکړه/تدريس/تحصيل په زياته د افغانستان په شان شاته پاته نړۍ کي د پوهې انقلاب راوستلای او پر علم د خاص جنس/قشر/ولسونو انحصار ختمولای سي.
بله ستونزه چي ماته د خپل ياد ارمان عملي کول ډېر سخت برېښوي، هغه دا ده چي په حقيقي توګه د پوهي، وينا، ښه نيت، صداقت، مهربانۍ او شفقت څښتن کسان زيات لرو، خو د عمل په ډګر کي و عملي کار کولو ته چمتو او هوډمن کسان تقريبا هيڅ نلرو.
هغه دوستان چي په تخنيکي يا نورو اړخونو کي د يادي موضوع په هکله معلومات او په زياته عملي تجربه لري، که يو وخت سره يو کانفرانس وکړو او يا له بلې لاري تاسو راسره خپلې تجربې شريکي کړئ نو به څنګه وي؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۶مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page